منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١٣ تله ٩٤): چارواکي وايي په دې وروستيو کې په کونړ ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې او د تېر په پرتله دغه راز پېښې په حکومتي او ولسي کچه پر وخت هوارې شوې دي.

اړوند مسوولين دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سياسي څانګې" يوناما" د هغه راپور په ځواب کې کوي چې په دې وروستيو کې خپور شوى دى.

په راپور کې له تاوتريخوالي سره د مخ شوو ١١٠مېرمنو د مخامخ مرکو پر بنسټ ويل شوي چې د اړوندو قضيو ډېره برخه د جرګې، منځګړتوب، سلا مشورو او يوازې پنځه سلنه يې د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې حل شوې دي.

په راپور کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د حل پر مهال د رسمي او نارسمي سيستمونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او د اصلاح لپاره يې وړانديزونه په ګوته شوي دي.

پر عدلي او قضايي ارګانونو د باور نشتوالى، د منځګړتوب په پروسه کې د پوهې کمښت، د منظم حقوقي سيستم نه پلي کېدل، په دولتي کچه د ښځو د خونديتوب کم امکانات، د ظرفيتونو ټيټوالى او نور هغه ستونزې دي چې په خپاره شوي راپور کې د جدي اندېښنو په توګه ياد شوي دي.

د همدغه راپور د څېړلو په موخه په کونړ کې يو ازاد بحث جوړ شوى و چې په کې د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار، د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال صبغت الله اندرابي، د استيناف څارنوالۍ استازي څارنوال لطف الله خيبر، د ښځو چارو رييسې نسيمې شفيق سادات او په ختيځ زون کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مشرې انجنير هاشمي شريف ګډون کړى و.

ياد مسوولين که څه هم په خپاره شوي راپور کې د يوناما اندېښنې تر يوه حده پر ځاى ګڼي خو وايي، په دې وروستيو کې د کونړ عدلي او قضايي ارګانونو له خپلو مسووليتونو سره سم د ښځو د تاوتريخوالي د پېښو ژر حل ته رسېده ګي کړې ده.

په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مسووله انجنير هاشمه شريف وايي، د دوى د موندنو او څېړنو پر بنسټ له تاوتريخوالي سره مخ شوې ډېرې مېرمنې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد، ځنډ او ظرفيت د نشتوالي له امله د جرګو پر سيستم ډېر باور لري.

خو دا وايي، په دغه سيستم کې ستونزه دا ده چې ډېر مهال د جرګه مارو کمه پوهه او له قوانينو څخه ناخبري لامل کېږي چې د مېرمنو په اړه ناسمې پرېکړې وشي.

نوموړې پژواک اژانس ته وويل چې د يوناما په راپور کې په همدې اړه جدي اندېښنه ښودل شوې او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د سمون او اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال صبغت الله اندرابي که څه هم د يوناما اندېښنې مني، خو وايي په دغه ولايت کې د ١٣٩٣ لمريز کال له وروستيو بيا د ١٣٩٤ کال تر چنګاښ مياشتې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٢ لويې او وړې پېښې شوې چې ٣ يې د جرګو له لارې حل شوې، يوه قضيه څارنوالۍ ته لېږل شوې او پاتې نورې د ښځو چارو رياست له لوري حل او فصل شوې دي.

نوموړي ومنله چې د ښځينه پوليسو د نشتوالي له امله له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د کشف په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو ويې ويل ورته قضيې د يو شمېر ادارو او عامو خلکو له خوا د اړيکو نيولو له لارې کشفوي.

هغه د خلکو د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ګواکې په لوى لاس له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې د عدلي او قضايي ارګانونو پر ځاى قومي جرګو ته راجع کوي، وويل، يوازې د تاوتريخوالي ډېرې عادي پېښې د قربانيانو او د هغوى د کورنيو په غوښتنه د حل لپاره قومي جرګو ته راجع کېږي چې دا حق قانون هغوى ته ورکړى دى.

خو برعکس د ښځو د تاوتريخوالي لويې قضيې له قانون سره سم د حل لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل کېږي او په هېڅ توګه قومي جرګو ته نه راجع کېږي.

د کونړ د استيناف څارنوالۍڅارنوال لطف الله خېبر وايي، له شک پرته د ښځينه څارنوالانو، پوليسو او ځانګړو محکمو د نشتوالي له امله د ښځو د تاوتريخوالي د قضيو د حل په برخه کې ستونزې شته، خو تر ډېره بريده چې کومې قضيې هغوى ته راجع شوي، له قانون سره سم په وخت حل او فصل شوي دي.

هغه زياتوي، د قانون له مخې له ښځو سره د تاوتريخوالي قضيو ته د ښه او ژر رسېدنې په موخه د بېلابېلو ادارو ګډ کمېسيون جوړ شوى او په دې برخه کې يې همغږي ډېره کړې ده.

خو د ښځو چارو رييسه نسيمه شفيق سادات وايي چې ګڼو کلتوري محدوديتونو مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره دولتي ادارو ته له ورتګ څخه منع کړې دي.

دې وويل، په لرو پرتو سيمو کې ډېرې مېرمنې د شرم، حيا او له کلتوري پلوه د کورنيو د بدنامه کېدو له وېرې تاوتريخوالى زغمي.

د دې په خبره، په دغسې يوه ټولنه کې دا ډېره ګرانه خبره ده چې د تاوتريخوالي پېښې پيدا او د ممکنه حل لپاره يې اقدام وکړي.

دا وايي، تر هغه چې خلک او يا هم قرباني شوي مېرمنې له حکومت سره مرسته ونه کړي، په لرو پرتو سيمو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو مخنيوى ګران کار دى.

خو نوموړې يادونه کوي چې په دې وروستيو کې د خلکو او کورنيو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې چې پر بنسټ يې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار هم د ښځو د تاوتريخوالي د قضيو د حل په برخه کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې شته ستونزې تاييدوي، خو وايي ډېر ځله يې د خلکو د استازي په توګه په دې اړه خپل غږ پورته کړى دى.

ده وويل، دا د حکومت دنده  ده چې په امنيتي، قضايي او عدلي ارګانونو کې اصلاحات پلي کړي او پر يادو ادارو د خلکو تللى باور بېرته ډېر کړي، څو له دې سره د ښځو د تاوتريخوالي د پېښو کچه راکمه شي.

د کونړ ولايت عام اوسېدونکي هم له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د مخنيوي په برخه کې د دولتي ادارو له پڅ چلند څخه شکايت کوي او وايي، ډېرې دغه راز قضيې ځکه د جرګو له لارې حل کېږي چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد ډېر او وړتيا ده کمه ده.

د طلا محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکى وايي، په سيمه ييزه کچه د ښځو د تاوتريخوالي او ګڼو نورو ستونزو د هواري په برخه کې ځکه قومي جرګو ته ډېره مراجعه کېږي چې له يوې خوا کلتوري ارزښت دى او له بله پلوه قضيې ژر او پر خپل وخت حلوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې