کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هېواد کې د ترهګرۍ او بنسټپالنې د روزنې مرکزونو په توګه له جوماتونو ګټه اخيستل رد کړل او وايي چې د تاريخ په اوږدو کې د بنسټپالو ډلو مشري ديني عالمانو نه ده کړې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري مرستيال داعي الحق عابد نن په يوه خبري غونډه کې د ياد وزارت د ٩ مياشتو کاري راپور له رسنيو سره شريک کړ.
د دغه وزارت ياد چارواکي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د هېواد له جوماتونو څخه د " ترهګرۍ او تروريستانو" په ترويج او روزنه کې ګټه اخيستل کېږي، وويل چې د دغه وزارت اړوند پر ټولو جوماتونو کنټرول لري.
نوموړي زياته کړه: "په دې بايد پوه شو چې د تاريخ په اوږدو کې د هېڅ بنسټپالې ډلې مشري ديني عالم نه ده کړې، د القاعده مشر دينى عالم نه و، بلکې يو انجنير و، همداراز د داعش ډلې مشر هم ديني عالم نه دى ... احساساتي او له علم څخه لرې کړنې کوي ... د تروريزم موضوع له بهر څخه افغانستان ته راوړل شوې ده."
عابد د دغه مطلب په څرګندولو سره چې تېر يو کال کې د هېواد په کچه ٥٠ زره جوماتونه ثبت شوي دي، زياته کړه چې دغه بهير دوام لري او ټاکل شوې ده چې هېواد کې ټول ١٦٠ زره جوماتونه راجستر شي.
نوموړي په روان کال کې د ٦٩ جوماتونو جوړول او پر جوماتونو د ١٢٥زرو مترو فرشونو وېش، د دغه وزارت له سترو کارونو څخه وګڼل، هغه يادونه وکړه چې د روان کال تر پاى پورې به ټولټال ٤٠٠ زره متره فرش پر يو شمېر نورو جوماتونو ووېشل شي.
نوموړي زياته کړه چې دغه وزارت د ولسمشر فرمان له مخې، د جوماتونو ملا امامانو بستونه له اووم څخه درېيم ته لوړ کړل او هڅه کېږي چې د هغوى معاشونه له ٣٠٠٠ څخه ١٢ زرو افغانيو ته لوړ شي.
د روان کال په ترڅ کې ټول افغانستان کې ٢٠ زره ديني عالمانو ته روزنه ورکول او بيت الله شريف ته د ٢٤ زرو زيارت کوونکو لېږد هم د دغه وزارت له اساسي کارونو څخه دي.
د عابد د معلوماتو له مخې، د حاجيانو د رالېږد بهير پيل شوى دى او تر اوسه ٨٠٠٠ افغان حاجيان هېواد ته راستانه شوي دي او دا پروسه دوام لري.
د ياد وزارت دغه مقام د خپلو خبرو په دوام وويل چې د نورو اسانتياوو تر څنګ د غوره او منظم ترانسپورټي سيستم په برابرولو سره د حج په دوران کې د افغان حاجيانو د تلفاتو شمېر د نورو کلونو په پرتله لږ و.
نوموړي په داسې حال کې چې تېرو کلنو کې د افغان حاجيانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل؛ خو ويې ويل چې سږ کال د حج مراسمو په جريان کې ٣٤ افغان حاجيان مړه شول، ٢١ يې په طبيعي مرګ او ١٠ نور د کرن راغورځېدو په پېښه کې مړه شول او ٣٧ نور ټپيان شول، همداراز د منا په پېښه کې ٣ حاجيان مړه شوي او ٥ نور ورک دي.
هغه وويل چې افغان حاجيان سږ کال د حج له منظم بهير څخه خوښ وو او ټاکل شوې چې د ٢٤ زرو افغان حاجيانو رالېږد په دوو اونيو کې ترسره شي.
د حج وزارت مرستيال زياته کړه چې د حج په مجموعي لګښتونو کې د لس ميليونو ډالرو سپما او له ٢٧٠٠ ډالرو څخه ٢٤٥٠ ډالرو ته د يو حاجې لګښت راټېټېدل هم د دغه وزارت له لاس ته راوړنو څخه دي.
د دې تر څنګ يادې سرچينې وويل چې روان کال کې ٣٣ زره افغانان د عمرې حج ادا کولو، ٨ زره د کربلا زيارت او ٤ زره هندوان د ګنګا زيارت لپاره د دغه وزارت له لوري تنظيم شوي دي.
هغه کابل کې د هندوانو شپږ درمسالونو ته د برېښنا برابرول هم د دغه وزارت روان کال له بسنټيزو کارونو څخه وګڼل.
عابد د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د دغه وزارت اوقافي ملکيتونو له ٧٠ زرو جريبو ځمکو څخه چې د يو شمېر زورواکو او مخورو کسانو له لوري غصب شوي وو، په تېرو دوو کلونو کې دغه وزارت ٤٤ زره جريبه ځمکه بېرته راګرځولې؛ خو اندېښنه يې وښوده چې لا هم ٢٤ زره جريبه ځمکه د زورواکو په واک کې ده.
هغه په ورته وخت کې وويل چې د اوقافو کلني عوايد، ٣٠ ميليونو افغانيو ته رسېږي چې د تېر کال په نسبت، درې نيم ميليونه افغانۍ زياتوالى ښيي.
عابد يادونه وکړه، چې دغه وزارت تر اوسه خپله ٧٦ سلنه پراختيايي او ٨٠ سلنه عادي بوديجه لګولې ده.
د وزارتونو د ٩ مياشتو کړنو راپور وړاندې کول د تلې له ١٤ مې پيل او ټاکل شوې چې شنبه ورځ د ټولګټو وزارت د نهو مياشتو کړنو راپور له رسنيو سره شريک کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










