منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شنونکي: پاکستان د جګړې د دوام لپاره له سولې سره د مرستې په نوم وخت تلف کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٨تله ٩٤): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، وروسته له هغه چې پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ په نړيواله کچه بدنام شو، نو اوس يې د افغان سولې له پروسې سره د همکارۍ په نوم د ځان سپيناوي هڅې پيل کړې دي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د سولې خبرې اترې د روان لمريز کال د چنګاښ په ۱۶مه د پاکستان په منځګړيتوب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې د اسلام باد په مري کې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې يوه مياشت وروسته د خبرو دويم پړاو هم ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې تر اعلان وروسته دا خبرې د طالبانو په غوښتنه وځنډېدې.

تر هغه وروسته په کابل کې پرله پسې ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته چې په پای کې يې ولسمشر اشرف غني د پاکستان په مرسته د سولې په خبرو کې د نه ګډون نه اعلان وکړ.

خو په دې وروستيو کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ، د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په خپلو څرګندونو کې د افغان سولې پروسه کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه چې که کابل او طالبان وغواړي نو دوی تيار دي چې د افغان سولې پروسې په بيا پيلېدو کې مرسته وکړي.

د سياسي چارو کارپوه او مدني فعال خوشحال خليل وايي، دلته دوه خبرې دي، يا په رښتينې توګه پاکستان د افغانستان له اوسني امنيتي حالته ډار شوی دی چې ممکن دا جګړه که دوام وکړي، نو له کنټروله وتلی شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې صورت کې به بيا دا هر څه پر داعش بدلېږي چې د پاکستان له کنټروله وځي؛ ځکه چې د ده په وينا، د داعش د مشروعيت مرکز لکه د طالبانو په څېر د حقاني مدرسه نه ده، بلکې د هغوی د مشروعت سرچينه او مرکز بغداد دی.

ده زياته کړه: ((په دې صورت کې بيا پاکستان هېڅکله دغه نوی حالت نه شي کنټرولولی؛ ځکه پاکستان کې هم د بنسټ پالنې لپاره بالقوه او باالفعل ظرفيت شته.))

خوشحال خليل وايي، دويمه خبره دا کېدای شي چې پاکستان واقعاً هم دا روان جنګ رهبري کوي او په دې منځ کې افغان دولت باندې غږ کوي چې مذاکرو ته چمتو کېږي او که همداسې دوام ورکړو، له دې سره به له يوې خوا نړۍ ته وښيي چې دا دی سولې کې همکاري کوي، خو بله خوا به وخت وژني او جنګ به جاري ساتي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم وايي چې په افغانستان کې د نا امنيو له زياتېدو سره په دې نا امنيو کې د پاکستان لاس درلودو په اړه د افغان حکومت څرګندونې هم ډېرې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال پر پاکستان ښکاره نيوکې وکړې، دغه راز په نورو نړيوالو غونډو او کنفرانسونو کې هم افغان دولت پر دې وتوانېد چې د پاکستان په اړه خپل دريځ ښکاره کړي.

حقيار وايي، پاکستان د ترهګرۍ او طالبانو د ملاتړ له امله په نړيواله کچه ډېر بدنام شوى او اوس غواړي چې د سولې پروسه کې په همکارۍ سره له دې بدنامۍ ځان خلاص کړي.

د نوموړي په وينا، د پاکستان په ملاتړ طالبانو په شمال کې ډېر پرمختګونه وکړل اوس چې طالبان په ښه قوي موقف کې شول، نو پاکستان غواړي چې د سولې د خبرو اترو مېز ته په راکش کولو سره ورته ډېر امتيازات ترلاسه کړي.

د سياسي چارو بل کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي چې د سولې په پروسه کې د پاکستان د لېوالتيا ګڼ لاملونه کېداى شي.

هغه پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د نا امنيو په زياتېدو سره پر پاکستان فشارونه زيات شوي دي؛ ځکه چې افغان دولت په هر ډګر کې د پاکستان پر ضد اواز پورته کړ.

 

د نوموړي په وينا، طالبانو په شمال کې خپل وروستى زور ولګاوو او اوس د ژمي را رسېدو سره هغوى کمزوري کېږي، نو پاکستان غواړي چې له ژمي مخکې طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله هغه ادعاوې رد کړې چې د کندوز ولايت په پېښه کې د پاکستان پوځ لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوځ د لوی درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد ويلي چې د کندوز په پېښه کې د پاکستان د پوځ جنرالانو لاس درلود او طالبانو بيا هغوی د ښځو په جامو او د مړو په تابوتونو کې له ښاره ايستلي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه