فراه(پژواک، ٢٠ تله ٩٤): د فراه د عُناب يا مرخاڼۍ ميوه د تېر کال په پرتله له ښه حاصل او کيفيت سربېره، غوره بازار لري او د پرچون پلور بيه يې دوه چنده شوې ده.
د فراه ولايت د کرنې د ترويج عمومي مدير شاه محمد ددې موضوع د څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال او سږ کال د عنابو د کښت ټوليزه ساحه ١٠٥٠ هکتاره وه، خو تېر کال د عنابو ټول ټال حاصل ١٤٧٠ ټنه او سږ کال ١٥٧٥ ټنه دى.
شاه محمد وويل چې سږ کال د عنابو کيفيت ډېر ښه دى، له همدې امله ښه بازار لري.
شاه محمد وويل چې سږ کال يې هم د عنابو کيفيت ښه دى او په همدې سبب ښه بازار لري. هغه د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې د فراه زياته اندازه عناب پاکستان او هندوستان ته ځي.
سرچينې وويل چې هندوستان له عنابو څخه په درمل جوړولو کې کار اخلي، په همدې سبب هغوى داسې عناب غواړي چې په باغونو کې يې نه درمل پاشل شوي وي او نه هم کيمياوي سره په کې کارول شوې وي.
دده په خبره، د فراه بڼوالو سږ کال له دې دوو توکو کار نه اخيستى، ځکه خو يې حاصلاتو هم ښه بازار درلود.
د شاه محمد د معلوماتو له مخې، تېر کال يو من عناب(پنځه کيلو) په عمده ډول شاوخوا ٢٨٠ او پرچون شاوخوا ٤٠٠ افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال په عمده ډول له ٣٥٠ تر ٤٠٠ افغانۍ او پرچون له ٦٠٠ څخه تر ٨٠٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
هغه وويل چې د عنابو د حاصلاتو ټولول د زمري له لسمې د وږي تر پايه دوام کوي، خو ځينې بڼوال د خپلو عنابو حاصلات د منې تر پايه ساتي، ځکه چې هغه وخت يې يو من تر زرو افغانيو پورې هم پلورل کېږي.
دده په خبره، عناب داسې مېوه ده چې کم لګښت، اوبو او زحمت ته اړتيا لري، خو عايد يې ډېر وي.
هغه وويل چې په همدې سبب په وروستيو کلونو کې ګڼ شمېر فراهي کروندګرو د عنابو ځانګړي باغونه جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه چې يواځې سږ کال د فراه له مرکز سربېره په پشتکوه، شيبکوه، پشترود او خاکسفيد کې هم ٢٣٠ هکتاره نوي باغونه جوړ شوي او درې کاله وروسته به په حاصل راشي.
له بلې خوا د عنابو بڼوال هم له خپلو حاصلاتو خوښي څرګندوي.
د فراه د مرکز رج کلي اوسېدونکي ٤٦عبدالمالک پژواک ته وويل چې سږ کال يې له خپل دوه هکتاره بڼ څخه يو ټن عناب را ټول کړي، خو تېر کال ددې بڼ حاصلات ٨٥٠ کيلوګرامه وو.
هغه څرګنده کړه چې تېر کال يې عنابو يو څه افت وکړ او ښه کيفيت يې نه درلود، خو سږ کال يې کيفيت ډېر ښه شوى دى.
هغه خوښ ښکارېده او وويل:((عناب ډېره ښه او کم لګښته مېوه ده، ډېر کار نه غواړي، خو عايد يې ښه دى، خپل يو کلن خرڅ له همدې لارې تر لاسه کوو.))
هغه زياته کړه:((تر اوسه مې خپل عناب نه دي پلورلي، ساتلې مې دي، ځکه چې يو فصل وروسته يې بيه دوه چنده کېږي او په هغه بيه يې پلورم، څو زياته ګټه وکړم.))
د يادونې وړ ده چې په فراه کې له دې مېوې پرته انار او انګور هم ښه حاصلات لري.
عناب، يو ډول زيتوني ډوله ميوه ده چې په تازه او وچه بڼه کارېږي او ګڼې درمليزې ځانګړتياوې هم لري. دې مېوې ته د فراه خلک(اناپ) وايي چې د روغتيايي اړخ سره يې ګڼ باورونه او عجيبه حکمتونه تړلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










