منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان کې لا هم د افغان تلوېزيوني چينلونو پر خپرونو بنديز دى

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٤): له تېرو دريو کلونو راهيسې په پاکستان کې د افغانستان د تلوېزيوني چينلونو پر خپرونو بنديز لګېدلى.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني تلوېزيونونو نشرات د افغانستان په ټولو برخو کې په ازاده توګه د کېبل او ډېش له لارې ليدل کېږي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشې عبدالرحمن حبيب زوى د افغان ژورنالېستانو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې څو ځلې يې دا موضوع له پاکستاني اړوند چارواکو سره شريکه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((له تېر يونيم کال راهيسې مو څو ځلې د افغان تلويزيونونو خپرونو ته د اجازې ترلاسه کولو په موخه هڅې کړې، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.))

د نوموړي په وينا، په دې اړه يې د پاکستان حکومت ته رسمي وړانديز هم سپارلى، خو څه باندې يونيم کال کېږي چې کوم مثبت ځواب يې نه دى ترلاسه کړى.

حبيب زوى وايي چې پاکستان د افغان تلوېزيوني چينلونو د ليدلو په بدل کې د يو ميليون او ٢٠٠ زره کلدارو د ورکړې غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې پاکستاني چينلونه په افغانستان له فيس پرته کتل کېږي او له يادو چينلونو څخه يوه روپۍ هم نه اخيستل کيږي.

د ده په وينا، د پاکستان له خوا پر افغان تلوېزيوني چينلونو بنديز يوه جدي ستونزه ده او زياته يې کړه چې په پاکستان کې سلګونه زره افغانان مېشت دي او هغوى د خپل هېواد تلوېزيوني خپرونو ليدلو ته ډېر لېوال دي.

د افغانستان سفارت کلتوري اتشه زياتوي: ((دلته مېشت افغانان غواړي چې د خپلو تلوېزيوني چينلونو له لارې له خپلو سياسي، امنيتي او اقتصادي حالاتو خبر شي.))

نوموړي وويل چې دوى به دا موضوع په راتلونکي کې هم له پاکستان سره په جدي توګه تعقيب کړي تر څو افغان چينلونه په پاکستان کې د خپرونو اجازه ترلاسه کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند هارون حکيمي هم په پاکستان کې د افغان تلوېزيونونو پر خپرونو د پاکستان له خوا بنديز تاييد کړ.

هغه پژواک ته وويل چې وزارت يې ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د رسنيو تر منځ همغږي رامنځته کړي، خو يونيم کال کېږي چې د پاکستان له خوا کوم اقدام نه کېږي.

ده وويل چې په پاکستان کې د افغان تلوېزيونونو پر خپرونو د بنديز موضوع د دغه وزارت تر نظر لاندې ده او تعقيبوي يې.

هغه زياته کړه چې که پاکستان هلته د افغان تلوېزيونونو خپرونو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي نو دوى به په افغانستان کې په ورته عمل لاس پورې کړي او په افغانستان کې به د پاکستاني تلوېزيونونو پر خپرونو بنديز ولګوي.

ده وويل چې دغه موضوع به د رسنيزو سرغړونو د څېړنې کمېسيون په ناسته کې مطرح کړي.

د افغانستان د سفارت مستشار عبدالناصر يوسفي هم ياده ستونزه مني او وايي چې څو ځلې يې د پاکستان له اړوندو چارواکو سره د سفارت له لارې په رسمي توګه دا موضوع شريکه کړې ده.

هغه په وينا، د افغان تلوېزيوني شبکو پر فعاليت د بنديز تر څنګ د افغان مخابراتي شبکو د سيمکارتونو پر رومينګ سيستم هم پاکستان بنديز لګولى دى.

دى وايي، کوم افغانان چې پاکستان ته راځي، هغوى نه شي کولى چې د افغان سيمکارتونو له لارې اړيکې ونيسي.

د مخابراتو وزارت وياند محمد ياسين د تلې په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل چې لومړى ځل ده چې له دې ډول ستونزې خبرېږي .

هغه وويل چې که دغسې ستونزه موجوده وي چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان سيمکارتونو په رومينګ سيستم بنديز لګېدلى وي، نو دغه ستونزه به د بهرنيو چارو وزارت له طريقه له ديپلوماتيکو لارو حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پاکستاني سيمکارتونو رومينګ سيستم کار کوي او ترې ګټه اخيستل کېداى شي.

د پاکستان په پېښور ښار کې مېشت يوه افغان عزيزالله پژواک اژانس ته وويل چې پاکستانۍ رسنۍ او په ځانګړې توګه تلوېزيونونه تل د افغانستان د حکومت پر ضد تبليغات کوي.

د هغه په وينا، دغه تبليغات په دغه هېواد کې پر مېشتو افغانانو ناوړه اغېزه کوي او د دغو تبليغاتو د شنډولو په موخه اړينه ده چې د افغانستان تلوېزيوني شبکو ته هم دلته د خپرونو اجازه ورکړل شي، څه ډول چې يې پاکستاني چينلونه په افغانستان کې لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور