کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): ولسمشر اشرف غني د کرنيز او صنعتي نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل: "دښمن غواړي چې زموږ ټول فکر د نا ارامۍ لور ته واړوي، خو موږ افغانستان ثبات ته رسوو او کرنه د افغانستان د ثبات بنسټ دى."
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د پنځلسمې صنعتي او کرنيز نندارتون د پرانيستې او په کابل کې د کليو او بانډو د ښځو له نړيوالې ورځې څخه د نمانځنې په مراسمو کې وويل: "کرنه د افغانستان بنسټ دى، له پرمختللې کرنې پرته؛ يوه فعاله کرنه او داسې کرنه چې د خلکو ټولو اړتياوې پوره کړي، خونديتوب نه شي لرلى، دويم د خونديتوب تعريف، يوازې فزيکي خونديتوب نه دى، موږ بايد غذايي خونديتوب هم ولرو، له غذايي خونديتوب پرته نه شو کولى چې خپل کارونه تر سره کړو."
هغه د خبرو په دوام کې زياته کړه: "کله چې قول اردوګانو ته ځو، يو شى مې ډېر ځوروي، زموږ د ٦٠ تر ٧٠ سلنه عسکرو جګوالى له ما هم ټيټ دى، دليل يې څه دى؟، دا دى چې د ودې پر مهال ورته کافي غذا نه ده رسېدلې. نن زموږ ډېرى نجونې او هلکان کافي غذا ته لاسرسى نه لري."
هغه وويل، دا د دولت مسووليت دى چې د خلکو لپار د اړينې غذا لاسرسي ته زمينه برابره کړي.
ولسمشر وويل چې افغانستان اوسمهال هر کال د درى ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت کرنيز او د مالدارۍ واردات لري.
هغه زياته کړه: "دا ډېره خطرناکه شمېره ده؛ ځکه موږ هره ورځ ډوډۍ خورو، له بهرنيو توليداتو يې خورو او په همدې اندازې پيسې زموږ له هېواده بهر کېږي."
نوموړي زياته کړه چې افغان حکومت د کرنې په برخه کې ځينو عناصرو لکه اوبو، ځمکې، اصلاح شوي تخم، د کار وسايل، کروندګر او کارګر، د ښځو رول او د کورنيو توليداتو د بازار موندنې لپاره کار کوي او بايد دغو مواردو ته پام وشي.
اوبه
غني وويل: "يوازې له لښتي څخه تر پټي پورې زموږ ٤٠ سلنه اوبه ضايع کېږي، زموږ يو سيند هم نه دى چې نن په بنسټيز ډول تنظيم شوى وي، د کاريزونو له لارې د اوبه خور پخوانۍ بڼه مو له لاسه ورکړې او کومه نوې تګلاره مو هم نه ده رامنځته کړې، خو ژمنه کوو چې راتلونکي څلورو کلونو کې به د افغانستان اوبه په بنسټيز ډول تنظيموو."
د هغه په وينا، د امريکا د پوهنتونونو تر ټولو لوى مشر ډاکتر قيومي افغانستان ته راغلى، څو د اوبو د تنظيم او برېښنا په برخه کې په بنسټيز ډول کار وکړي.
د هغه په وينا، ډاکتر قيومي چې يو افغان دى؛ ژمنه کړې چې په دغو برخو کې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د افغانستان ستونزې تر ډېره بريده حل شي.
غني ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې وړوکې، منځنۍ او لويې اوبه تنظيم کړي، ځکه د حکومت له پانګونې پرته د افغانستان اوبه نه شي انسجام کېدلى.
ځمکه
ولسمشر وويل چې د ځمکې موضوع هم مهمه ده او اوسمهال هغه اندازه ځمکه چې تر کښت لاندې ده، د هغې ځمکې د اندازې په پرتله چې د ولسمشر محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال تر کښت لاندې وه، څو برابره کمه ده.
هغه زياته کړه چې د کروندګرو لپاره د باوري او ثابت ملکيت تثبيت د دولت دنده ده او د ځمکې د ادارې يوه اصلي دنده دا ده چې د کروندګرو جايدادونه ثابت کړي.
ولسمشر د ځمکو د د غصب پر مخنيوي ټينګار وکړ او ويې ويل، څوک چې ځمکه غصبوي، ځاى يې دوزخ دى.
اصلاح شوى تخم
غني وويل: "اوسمهال يوازې لس سلنه اصلاح شوى تخم کاروو، ما سږ کال د افغانستان په غنمو ډېرې غونډې کړې، له بده مرغه موږ سږ کال اړ يو چې ٦٠٠ زره ټنه غنم را وارد کړو.
د هغه په وينا، دغه اندازه واردات د افغانستان پر زيان دي، ځکه د غنمو د پېرلو لپاره له هېواده ډېرې پيسې وځي.
نوموړي وويل چې د اصلاح شوو تخمونو د تنظيم پاليسۍ ته اړتيا ده او د کرهنې وزارت بايد يادې برخې ته ډېر پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزير درى ورځې وړاندې ويلي وو چې د اصلاح شوو تخمونو د وېش لپاره د روان کال په بوديجه کې يوه افغانۍ هم په پام کې نه ده نيول شوې او د بوديجې د نه شتون له امله يې د اصلاح شوو غنمو تخمونه نه دي وېشلي.
خو هغه ويلي چې د دغه وزارت د هڅو په پايله يې مرسته کوونکو ژمنه کړې چې د يادې موضوع د ستونزې د پنځوس سلنې برخې په حلولو کې به مرسته وکړي.
د بزګرو ښځو ونډه
غني وويل چې په کرنه او د کرنيزو محصولاتو په توليد کې د افغان کليوالو ښځو نقش خورا مهم دى او بايد څرګند شي.
هغه زياته کړه چې بايد کليوالې ښځې د کرنې برخې ته وهڅول شي، وده ورکړل شي او د هغوى د پرمختګ لپاره ښه پروګرامونه تر لاس لاندې ونيول شي.
نوموړي وويل چې دا مهال د افغان مېرمنو جېبونو ته نغدې پيسې نه ورځي او د افغان مېرمنې کار ته په کمه سترګه کتل کېږي.
انساني ځواک، له کليو سره د ښارونو نښلول او د محصولاتو کيفيت
ولسمشر وويل چې کرنه کې تر ټولو ستر عنصر، کروندګر دى چې بايد وده ورکړل شي، کرنيز کوپراتيفونه رامنځ ته شي او د کرنيزو توکو د کيفيت لوړېدو برخې ته هم جدي پاملرنه وشي.
د غني په وينا، بايد د کرنيزو توکو توليد، بسته بندي او پروسس معياري شي.
ولسمشر همداراز وويل چې حکومت د ښاري پيوستون په برخه کې چې له مخې يې ښارونه له کليو سره نښول کېږي، کار کوي.
د هغه په وينا، دا مهال د هېواد نفوس ډېره برخه په ښارونه کې ژوند کوي او بايد ښارونه او کلي سره ونښول شي څو توليدکوونکي له مصرف کوونکي سره تړاو ولري.
نوموړي وويل چې سوداګر او پانګوال تر ډېره کولى شي چې په دې برخه او د مارکېټ په رامنځ ته کولو کې کار وکړي.
ولسمشر ټينګار وکړ، څو ټول هېوادوال له کورنيو توليداتو څخه ډېره استفاده وکړي، چې دمګړۍ د هېواد له کورنيو توليداتو څخه لږ استفاده کېږي.
بازار موندنه
هغه زياته کړه چې پر داسې طرحې کار کېږي څو د اردو او پوليسو ټولې اړتياوې له کورنيو توليداتو پوره شي.
د محمداشرف غني په وينا، کوم توکي چې سيمه ييز او نړيوال بازارونه لري، تشخيص شي او بازار دې ورته وموندل شي.
نوموړي له ماليې او سوداګرۍ وزارتونو غوښتنه وکړه کومې ستونزې چې د هېواد صادراتو پر وړاندې پرتې دي تر پېژندلو وروسته دې د حل لپاره عملي ګامونه واخيستل شي.
ولسمشر وويل، که هېواد کې د زعفرانو کښت ته پاملرنه وشي، کولى شي د ترياکو بديل وګرځي.
هغه له بزګرانو، بڼوالو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې لاس په لاس دې د هېواد پرمختګ لپاره چې زموږ ټولو افغانانو ګډ کور دى، په ګډه کار وکړي.
نوموړي دوى ته په خطاب کې وويل: "راځئ د ثبات لپاره کار وکړو او خپلو دښمنانو ته څرګند پيغام ورکړو چې پر خپل راتلونکي باور لرو او خپل هېواد جوړوو."
د ولسمشر مېرمن بي بي ګل په دغو مراسمو کې وويل چې د کرنې وده د امنيت او ثبات ټينګښت کې هم نقش لري.
هغې زياته کړه: "خوښه يم چې د افغانستان د نفوس نيمه برخه ښځې دي او که غواړئ چې هېواد مو هوسا شي، بايد ښځې او نارينه اوږه په اوږه يو بل سره کار وکړي."
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزير د دغه نندارتون د پرانيستي په مراسمو کې وويل چې سږ کال يو شمېرکرنيز محصولات زيات شوي دي.
هغه وويل چې کرنې وزارت هڅه کوي څو کروندګرو او بڼوالو ته ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړي او د کرنيزو محصولاتو د ښه کيفيت او بازار موندنې لپاره يې، غوره پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
د هغه په وينا، په دغه نندارتون کې له ټول هېواد څخه بزګرانو او بڼوالو برخه اخيستې ده او خپل حاصلات يې په ٢٠٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې دا نندارتون سوداګرو او پلورونکو لپاره يوه موکه ده؛ ځکه کولى شي د کرنيزو محصولاتو د پېر او پلور تړونونه لاسليک کړي.
د ضمير په وينا، سږ کال په لومړي ځل د کليوالو ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي.
وزير وويل چې افغان نجونې او ښځې، په بانډو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ستر نقش لوبوي؛ خو په ډېرو هېوادونو کې له ٢٠٠٨ کال راهيسې دا ورځ لمانځل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










