ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: چا ته د خپل سرو ملېشو د جوړولو اجازه نه ورکوو

د ننګرهار والي: چا ته د خپل سرو ملېشو د جوړولو اجازه نه ورکوو

author avatar
16 Oct 2015 - 13:01
د ننګرهار والي: چا ته د خپل سرو ملېشو د جوړولو اجازه نه ورکوو
author avatar
16 Oct 2015 - 13:01

جلال اباد(پژواک،٢٤ تله ٩٤): د ننګرهار والي وايي، په ننګرهار کي حکومت د ولس ملاتړ او مشورو ته اړتیا لري خو هیچا ته د خپل سرو ملېشو د جوړولو اجازه نه ورکوي.

د ننګرهار والي سلیم کندزی دغه څرګندونې نن په ننګرهار کي د کونړ د سراسري قومي شورا د جوړېدو د اعلان په غونډه وکړې.

سلیم کندزی، له حکومت سره د امنيت د ټينګښت په برخه کې د خلکو ملاتړ اړين وباله او ويې ويل :"حکومت نه شي کولای چي هر کور ته پولیس ودروي، د امنیت د تامین په برخه کي د ولس ملاتړ ډیر مهم دی."

خو دى د خپل سرو ملېشو جوړول د هېواد په خير نه بولي او وايي چا ته په د دې کار اجازه ورنه کړي.

کندزي وویل،د هېواد دښمنان غواړي چی نړی ته مذهب او اسلام د وحشت دین معرفي کړي تر څو خلک له دې سپېڅلي دين څخه متنفر شي.

والی په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ او زیاته یي کړه چي طالبان او داعشيان د ولایت د نيوليو توان څه چي د یوې ولسوالۍ د نیولو توان هم نه لري.

دوالي په خبره، هر څوک چي د افغانستان د اشغال خوب ویني بايد پوه شي چې دغه خوب يې کله هم رشتیا نه شي.

د کونړ د سراسري شورا د جوړښت د اعلان په غونډه کې چې نن په جلال آباد کې جوړه شوې وه، سلګونو تنو ديني عالمانو، قومي مشرانو، چارواکيو او او نورو هغو کونړيانو چې په ننګرهار کې اوسي برخه لرله.

دغه راز په یاده غونډه کي په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مهمند په خپلو خبرو کي وویل، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راپدېخوا د هېواد دښمنان په یوه او بل نوم افغانان وژني.

فریدون وایي، بهرنيان په افغانسان کې امنيت نه شي ټينګولاى او يواځې ولسونه کولای شي چي امنیت ټينګ کړي.

د کونړ د ولسونو په استازیتوب حاجي روح الله وکیل په خپلو خبرو کي وویل، چې د کونړ ډېر خلک په ننګرهار کي اوسېږي او په کارده چي د ننګرهار له ولسونو سره په امن کې ګډ ژوند وکړي.

دى وايي: "ننګرهار زموږ د مشرۍ کور دی او موږ یې ولسونو ته درناوي لرو. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.