منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار لسګونو زده کوونکو د خپلو ستونزو د حل په موخه اعتراض وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د کندهار د ميخانيکي لېسې لسګونو زده کوونکو د ولايت مقام مخ ته احتجاج وکړ او له مسوولينو يې د خپلو ستونزو حل وغوښت.

زده کوونکو ادعا کوله چې پر وخت او بشپړ خوراک نه ورکول کېږي، د ليليې ودانۍ يې سمه نه ده او د برېښنا د نشتوالي له امله خپل درسونه په سمه توګه نه شي ويلاى.

د احتجاج کوونکو له ډلې د محمود نوري په نوم د ميخانيکي لېسې د ١١ ټولګي زده کوونکي وويل، د دې لېسې تر ١٥٠ زيات هغه زده کوونکي د احتجاج په توګه راوتلي چې په ليليو کې اوسي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل زياته کړه، د زده کوونکو عمده ستونزه د خوړو ده چې پر وخت او بشپړه توګه نه ورکول کېږي.

دى وايي، د وزارت له خوا د هر ليليه زده کوونکي لپاره شاوخوا ٨٠ افغانۍ د خوراک لپاره ټاکل شوي، خو د پوهنې رياست هغوى ته په ډېره کچه کم خواړه ورکوي.

ده دغه راز وويل چې د ليليې ودانۍ پر يوه کثافت ځاى بدله شوې او د صفايي هېڅ انتظام نه لري.

نوري وايي: ((د ليليې په هره کوټه کې تر ٢٠ ډېر کسان په ډېر کړاو اوسېږي او تشنابونه يې دومره خراب شوي چې اصلاً د کارولو نه دي.))

نوموړي يادونه وکړه چې په وار وار يې دغه ستونزې د ليسې له مدير او د پوهنې رياست له چارواکو سره شريکې کړي، خو د حل لپاره يې هيڅ اقدام نه دى شوى.

د همدې ليسې د ١٢ ټولګي زده کوونکي ناصر وويل، چې د ګڼو ستونزو تر څنګ د برېښنا نشتوالى هم د هغوى جدي ستونزه ده.

دى وايي، د ميخانيکي لېسې ليليه زده کوونکي د برېښنا د نشتوالي له امله ډېر مهال د اوبو له کمښت سره مخامخ وي او ان کله کله خو د څښلو او اودس لپاره هم يو څاڅکى اوبه نه موندل کېږي.

د نوموړي په وينا، دغه د برېښنا د نشتوالي له امله ليليه زده کوونکي د شپې له پلوه مطالعه نه شي کولاى چې دا لويه ستونزه ده.

هغه له مرکزي ادارې وغوښتل چې د ميخانيکي ليسې د زده کوونکو د خوراک ستونزه دې هواره شي او دغه راز دې د دې ليسې لپاره نوې ودانۍ، تشنابونه او نور د اړتيا وړ ځايونه جوړ شي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولايت مقام د ميخانيکي ليسې د زده کوونکو د احتجاج پر بنسټ د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون ولايت ته ورغوښتى او له زده کوونکو سره يو ځاى يې د هغوى د ستونزو د حل په موخه ګډه غونډه وکړه.

هغه زياته کړه، د زده کوونکو هغه ستونزې چې د پوهنې په رياست پورې يې اړه لرله، ځاى پر ځاى حل شوې، خو هغه چې د هغوى تر توان لوړې دي، د يوه مکتوب له لارې به له اړوند وزارت سره شريکې شي.

دى وايي، زده کوونکو د خوراک تر څنګ د نظافت، د ليليې د وانۍ، تشنابونو او برېښنا د نشتوالي په برخو کې ستونزې لرلې، چې د خوراک او د ليليې د ودانۍ او تشابونو د پاک ساتلو ستونزې به يې د پوهنې د رياست له خوا ژر تر ژره حل شي.

تر دې وړاندې هم د کندهار د ميخانيکي ليسې زده کوونکو شکايت کړى و چې د مسلکي ښوونکو او د زده کړې په برخه کې د تخنيکي وسايلو له کمښت سره مخ دي.

دغه ليسه چې نژدې شپېته کاله مخکې د المان هېواد په مالي او تخنيکي مرسته جوړه شوې، اوس هم د هغه مهال مشينري او تخنيکي وسايل کاروي، چې د زده کوونکو په وينا، اوسمهال له کاره لوېدلي او په سمه توګه ترې کار نه شي اخيستل کېداى.

د کندهار په ميخانيکي ليسه کې دا مهال تر ٢٠٠ زيات زده کوونکي په پنځو تخنيکي څانګو کې په زده کړو بوخت دي او په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو څانګو کې تر ٣٠٠ زيات کسان فارغ کړي، چې دا مهال په خپلو اړوندو څانګو کې بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه