منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

رسنۍ له جدي اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

 کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤ ): د يو شمېر رسنيو مسوولين د رسنيو اقتصادي او امنيتي ستونزو  په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې که دې ننګونو ته لاسرسى و نه شي راتلونکي کې به  د يو شمېر  رسنيو دروازې وتړل شي.

د رسنيو اقتصادي او امنيتي ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه، يو ورځينى علمي او څېړنيز سيمينار د پژواک خبري اژانس، ازادۍ راډيو او امريکا غږ اشنا تلوېزيون له لوري نن په کابل کې جوړ شو.

  په دې کنفرانس کې چې يو شمېر حکومتي چارواکو، ملي شورا کې د خلکو استازو  او د رسنيو فعالانو برخه اخيستې وه، ټينګار وشو چې هېواد کې  د شته امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو او د نړېوالې ټولنې د وتلو له امله، سربېره له دې چې د ځينو مدني ټولنو او موسساتو مالي سرچينې کمې شوې دي، رسنۍ هم له اقتصادي ، امنيتي ستونزو او ګواښ سره لاس او ګريوان دي.

له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې د نورو لاس ته راوړنو تر څنګ ، رسنۍ او مدني ټولنې هم هېواد کې مهمې لاس ته راوړنې ګڼل کېږي، چې په پايله کې يې سلګونه انځوريزې، غږيزې، چاپي او انلاين رسنۍ فعالې شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني چې ننني سيمينار کې يې خبرې کولې وويل، چې څه باندې وروستۍ يوه لسيزه کې ، د بيان ازادي او مطبوعاتو د پام وړ پرمختګ کړى دى.

نوموړي ددې مطلب په څرګندولو سره چې هېڅوک د رسنيو ګواښلو حق نه لري، زياته کړه چې د بيان ازادي دې په يو چوکاټ کې وي او رسنۍ بايد ديني او فرهنګي ارزښتونه په پام کې ونيسي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل په دې ناسته کې وويل، چې رسنۍ دا مهال له جدي ستونزو سره مخ دي او ددې پرځاى چې خلکو ته په خلاص مټ رسنيز خدمتونه ورسوي، تر سختو امنيتي او اقتصادي فشارونو لاندې دي.

هغه زياته کړه، داسې رسنۍ شته چې تېرو شپږو مياشتو کې يې د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي، چې له دې ستونزو څخه د رسنيو وضعيت ارزولى شو، په ټوله کې امنيتي ستونزې يو بل ستر لامل دى چې افغانستان کې يې د رسنيو پرمختګ زيانمن کړى دى.

کړوخېل ددې ستونزو د حل لپاره وړانديز وکړ ، هغه خپلواکې رسنۍ چې سياسي لېوالتيا نه لري په لومړي پړاو کې په نښه شي  او وروسته دې بيا د ښه اغېزمنتيا لپاره په يوه  روښانه شبکه کې راغونډې شي.

 د پژواک مشر وويل : " حکومت، رسنۍ او مدني ټولنې بايد د اغېزناکو رسنيو دوام ته پاملرنه وکړي او په ځان د بسيا کېدو لپاره دې له داسې رسنيو سره مرسته وکړي څو وکولى شي په اوږده موده کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي."

د ولسمشر مرستيال وياند ظفر هاشمي وويل چې حکومت د بيان ازادۍ پرمختګ ته ژمن دى او د رسنيو له کار او فعاليت څخه ملاتړ کوي.

هغه ټينګار وکړ چې ولسمشر غني تل له خبريالانو او رسنيو څخه خپل ملاتړ اعلان کړى او حکومت د خبريالانو خونديتوب خپل مکلفيت ګڼي.

په ورته وخت کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول نجيب شريفي وويل، چې رسنيو په تېرو ١٤ کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړى ؛ خو له ٢٠١٤ کال وروسته يو شمېر رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې.

هغه زياته کړه ،چې يو شمېر رسنۍ  په بهرنيو پيسو تکيه وې او کله چې بهرنۍ مرستې کمې شوې، د رسنيو مالي ستونزې هم ډېرې شوې او که وضعيت همدا ډول دوام ومومي څو راتلونکو کلونو کې به  د زيات شمېر رسنيو فعاليت ودرېږي.

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور