منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د کم عمره نجونو ودول ډېر شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې په کم عمر د نجونو ودول ډېر شوي دي.

د دې ادارې د ماشومانو څانګې مسوول شمس الدين تنوير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال په وروستيو شپږو مياشتو کې ورسره د کم عمره نجونو د ودولو ١٢ پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياتوي، دا هغه پېښې دي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون يې په اړه له بېلابېلو سرچينو معلومات تر لاسه کړي، خو کېداى شي د کندهار په ليرې پرتو سيمو کې دا ډول پېښې تر دې هم ډېرې وي.

د ده په خبره، د کلتوري ستونزو له امله ډېرې کورنۍ نه غواړي دا او دې ته ورته نورې قضيې له رسمي ادارو سره شريکې کړي؛ ځکه نو دا ستونزمنه ده چې په دې برخه کې کره شمېرې وړاندې شي.

تنوير وويل، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د کم عمره نجونو د ودولو د مخنيوي لپاره وخت په وخت د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ليده کاته کړي او هغوى ته يې له همدې امله را ټوکېدونکې ستونزې په ګوته کړي دي.

دى وايي، دغه ډول پېښې د زغم وړ نه دي؛ ځکه ډېر مهال د ځان وژنې، له کور څخه د تېښتې او تاوتريخوالي لامل ګرځي.

نوموړي په کم عمر کې د نجونو د ودولو لاملونه بې سوادي، غربت او ناامني په ګوته کړل او ويې ويل تر هغه چې حکومت پر دغه فکټورونو کار و نه کړي، ستونزمنه ده چې دا پېښې دې کمې شي.

د کندهار د ښځو چارو رياست مرستياله ليلما هم مني چې په دغه ولايت کې په کم عمر د نجونو د ودولو قضيې زياتې دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، اړوند رياست په دې برخه کې ډېر کار کړى او ډېر ورکشاپونه يې جوړ کړي، څو د خلکو ذهنونه روښانه شي چې په کم عمر د نجونو ودول له هغوى سره لوى ظلم دى.

دا زياتوي، په ټولنه کې د کورني تاوتريخوالي يو تر ټولو عمده لامل د کم عمره نجونو ودول دي، چې له بده مرغه دا دود لا هم ژوندى پاته دى.

نوموړې پر کورنيو غږ وکړ چې په نجونو زده کړې وکړي او د زده کړو تر بشپړېدو وروسته هغوى ته دا فرصت ورکړي چې له خوښې سره سم د کورنۍ له غړو سره په مشوره له يو ښه انسان سره واده وکړي.

هغې دغه راز يادونه وکړه چې په دې برخه کې ديني عالمان، ښوونکي، مخور او په خپله مور او پلار دروند مسووليت لري چې په کم عمر کې د نجونو د وداه مخنيوى وکړي.

ډېرې هغه کورنۍ چې په کم عمر کې يې خپلې لوڼې واده کړي، اوس مهال له جدي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

د کندهار ښار ښار د چوڼې سيمې يوه اوسېدونکې شاوخوا ٤٥ کلنه نسيمه هغه مور ده چې څو کاله مخکې يې خپله لور په ١٣ کلنۍ کې واده کړې، خو اوس يې نه لور ښه ژوند لري او نه دا له ستونزو او جنجالونو بې غمه ده.

يادې شوې مېرمنې پژواک اژانس ته وويل: ((خاوند مې ماشومه لور- په دې بهانه چې نور نو لويه شوې- له زده کړو را وګرځوله او پر کور يې کښېنوله، وروسته يې زما له خوښې پرته د خپل يوه دوست زوى ته په نکاح کړه، له هغه وخت څخه دا دى دوه کاله تېرېږي، خو لور مې هيڅ د خوشحالۍ ورځ نه ده ليدلې او په سره اور کې ولاړه ده.))

دا وايي، نه يوازې د لور خاوند يې هغې ته هيڅ پاملرنه نه کوي، بلکې خسرګنۍ يې هم هره ورځ وهي او ټکوي.

د دې په خبره، په وار وار يې لور د خپل خراب ژوند له لاسه د ځان وژنې هڅه کړې، خو هغې يې مخنيوى کړى دى.

نوموړې خپلې ترخې تجربې ته په پام له کورنيو غواړي چې هېڅکله دې خپلې لوڼې په کم عمر نه ودوي او د هغوى له ژوند سره دې لوبې نه کوي.

کندهار مېشتى ټولنيز فعال احسان الله احسان وايي، په کم عمر کې د نجونو ودول نه يوازې ټولنيزې ستونزې له ځان سره لري، بلکې غير شرعي دود هم دى.

هغه چې د کندهار ښار د عصري زده کړو د يوه انسټيټوټ مسوول هم دى، پژواک اژانس ته وويل، څه موده وړاندې يې په دې ولايت کې د کم عمره نجونو د ودولو پر ضد او د هغوى د پوهې د ودې په موخه پراخ کمپاين تر سره کړ.

هغه زياتوي، هغه نجونې چې په کم عمر کې واده کېږي، له يوې خوا له زده کړو بې برخې کېږي او له بلې خوا ورباندې په داسې حال کې د ژوند بار پر اوږو اچول کېږي، چې هغوى يې توان نه لري.

د ده په خبره دغه دود د نجونو پر ټولنيز ژوند او روغتيا ناوړه اغېز کوي، ځکه يوه کم عمره نجلۍ چې خپل شخصي ژوند نه شي سمبالولاى، هغه به په دې عمر کې د بشپړې کورنۍ بوج او د اولاد د روزنې ته څنګه ځان ونيسي.

نوموړي خواشيني وښودله چې لا هم په ښارونو، کليو او بانډو کې نجونې په ډېر کم عمر ودېږي، چې د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې په کار دي.

احسان ټينګار وکړ چې د غونډو، ټولنيزو پروګرامونو او رسنيو له لارې دې د دغه دود د مخنيوي په موخه د خلکو عامه پوهاوى زيات کړاى شي.

د کندهار يو تن ديني عالم مولوي محمد سالم وايي اسلام هيڅکله اجازه نه ورکوي چې نجلۍ دې د خپل قانوني عمر له پوره کولو مخکې واده شي.

هغه زياتوي، کورنۍ بايد د خپلو اولادونو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي، په هغوى زده کړې وکړي او د دې جوګه يې کړي چې په ډېره سالمه توګه د خپل ژوند د ملګري انتخاب وکړي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې