Language

خوست ښار ( پژواک، د لړم لومړۍ ۹۴ ) : په خوست کې د شاعر وزيرمحمد روغ ليوني په نمانځغونډه کې د پښتو ادبياتو په بډاينه کې د هغه کړنې وستايل شوې.

ياده نمانځغونډه د خوست ادبي بهير له خوا جوړه شوې وه، چې لسګونو فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو او د مدني ټولنو غړو په کې ګډون کړی و.

ليکوال او ژورنالېست الياس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې شاعر هغه څوک ياد کړ، چې د شعر په خوږه ژبه د ټولنې د ويښتابه، د اصلاح او روزنې په برخو کې مهم رول لوبوي.

هغه وويل، چې شاعر وزيرمحمد روغ ليوني تر ډېره بريده په خپلو شعرونو کې يادو ټکو ته پاملرنه کړې او د ټولنې بېلابېل اړخونه يې په شعر کې نغښتي او خپلو مينوالو ته يې وړاندې کړي دي.

وحدت زياته کړه: ”زموږ شاعران او ليکوالان تلولسونه ويښوي. د ولسونو شعور ويښ ساتي، ولسونه رهبري کوي، د ټولنې دردونه منعکسوي او له همدې برکته ټولنې ته سمه لار ښيي‟.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدامين شاه الفت بيا يادې غونډې ته په خبرو کې په ژوندوني د کادرونو او د ولس د خدمتګارانو ستايل مهم او لا زيات کار ته د هڅونې ګټور وباله.

هغه زياته کړه: ”زما ټولو فرهنګيانو ته دا پيغام دی، چې د ستايلو لپاره بايد يو معيار معلوم وي، د يو چا د صفت کولو معيار بايد معلوم وي او که داسې نه وي، نو د خلکو تر نيوکې لاندې راشي‟.

شاعر وزيرمحمد روغ ليوني خپلې دې نمانځغونډې ته وويل، چې له ډېرو ګواښونو سره سره يې له خپل هېواد سره د مينې او د پښتو ژبې د بډاينې په موخه د شعرونو په ليکلو کې سپما نه ده کړې.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د هېواد نور ملي کادرونه هم د دا ډول غونډو په جوړولو سره په خپل ژوند وستايل شي او دغه کلتور ته پراختيا ورکړل شي.

روغلي ليوني زياته کړه: ”پخوا به چې کوم ملي شخص مړ شو، نو بيا به يې غونډې پرې جوړولې، خو هغه رواج ډېر بدل شوی. اوس د شخصيتونو په ژوندوني غونډې جوړيږي. هيله ده، چې دغه لړۍ همداسې روانه وساتل شي‟. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics