منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست والي : ځوانان دې له ټکنالوجۍ څخه مثبته ګټه پورته کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

خوست ښار(پژواک،٣لړم٩٤): د خوست والي وايي چې د هېواد د سالم پرمختګ په موخه بايد ځوانان له ټکنالوجۍ څخه د منفي ګټې پرځاى، مثبته ګټه پورته کړي.

دغه څرګندونې د خوست والي حکم خان حبيبي نن د لېنکن ټولنيز او ښوونيز مرکز د کمپيوټر او انګليسي ژبې له برخو څخه د سلګونو کسانو د فراغت په غونده کې وکړې.

حبيبي وويل چې افغان ځوانان بايد د نوې ټکنالوجۍ په اړه پوره معلومات ولري ترڅو وکولى شي له نورو سره سيالي وکړي.

خو هغه زياته کړه : (( زما غوښتنه له ځوانانو څخه دا ده چې له ټکنالوجۍ څخه د منفي ګټې پرځاى مثبته ګټه پورته کړي ترڅو زموږ هيواد سالم پرمختګ وکړي.))

هغه وايي چې د خوست په ګډون په ټول هېواد کې نا امنيو د ځوانانو د زده کړې مخه ډب کړې ده.

حبيبي ژمنه وکړه چې د خوست ولايت په لرو پرتو سيمو کې به هم ځوانانو ته د عصري زده کړو زمينه برابروي.

ده له کورنيو غوښتنه وکړه چې خپل بچي د عصري علومو او نورو زده کړو لپاره وهڅوي.

دغه راز د کمپيوټر او انګليسې له زده کړو پر دې فارغو شوو زده کوونکو تصديق پاڼې هم ووېشل شوې.

د ياد ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان پژواک ته وويل، چې دا ۳۵۰ زده کوونکي د دې مرکز ۱۴ مه دوره فارغين دي.

نوموړي وويل، چې په ياد شمېر کې ۲۴۵ زده کوونکي د کمپيوټر په شپږ مياشتني او پاتې ۱۰۵ کسان د يو کلن پروګرام په ترڅ کې د انګليسي ژبې د زده کړې په برخه کې روزل شوي، چې ۱۵ تنه يې نجونې دي.

روښان زياته کړه: ”په دې مرکز کې ټولو زده کوونکو ته په وړيا ډول زده کړې ورکول کېږي. زموږ موخه دا ده، چې هرڅوک بايد له عصري زده کړو برخمن او د خدمت جوګه وګرځي‟.

له ياد شوي ښوونيز مرکز څخه يو تن فارغ زده کوونکي محمد رشيد پژواک ته وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د کمپيوټر مهم او بنسټيز پروګرامونه زده کړي دي.

هغه وويل: ”وينډوز، د افېس ټول پروګرامونه او ځينې نور هغه مو په شپږ مياشتني پروګرام کې زده کړي دي. موږ کولی شو، دفتري کارونه په ډاډه زړه ترسره کړو‟.

د دې ولايت يو بل اوسېدونکي نوروز خان له پژواک سره په خبرو کې پر لېنکن ښوونيز مرکز سربېره له نورو ټولنو هم وغوښتل، چې دا ډول وړيا ښوونيز پروګرامونه برابر کړي.

د دې ولايت يوتن مدني فعال محمدزمان نظري دا ډول ښوونيز مرکزونه، چې وړيا او پر اسانتياوو سبمال زده کړې ورکوي، د افغاني ټولنې، په ځانګړي ډول د بې وزله خلکو لپاره ډېر مهم وبلل.

نظري له هغو زده کوونکو، چې په کورسونو کې د فيس ورکولو وس نه لري، وغوښتل چې له دې زرينې موقع څخه ښه ګټه پورته کړي.

د خوست لېنکن ښوونيز مرکز شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې د امريکا د سفارت له لوري جوړ شوی، چې پر ښوونيزو پروګرامونه سربېره، ځينې نور ټولنيز فعاليتونه هم ترسره کوي.

د ياد مرکز مسوولين وايي، چې تر اوسه د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړو دغه بهير د دوی په رسمي فعاليت کې نشته، خو خلکو ته د خدمت په موخه يې په افتخاري ډول دا پروګرامونه برابر کړي دي.

د هغوى د معلوماتو له مخې، په دې مرکز کې تر اوسه تر ۷ زره زيات کسان د انټرنېټ،  ۲۷۰۰ کسان د کمپيوټر او سلګونه نور د انګليسي ژبې د زده کړو په برخو کې روزل شوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه