کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤): په کابل کې د افغان- امريکايي پوهنتون لپاره د نجونو ليليې د درى پوړيزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شو او تر ٢٠١٧ کال پورې به د ۳،۹ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شي.
د امريکا د متحده ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د افغانستان د حکومت د اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د امریکا سفارت سرپرست، د ياد پوهنتون او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې چارواکو کېښوده.
سرچينه ليکي چې د ليليې دغه ودانې به د ٢٠٠ نجونو لپاره د اوسېدو خونې، د مطالعې او استراحت ځایونه، کفیټریا او کتابتون ولري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا لیلیه به چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې د ښځو د پیاوړتیا د تر ټولو ستر پروګرام (پروموټ) په مالي ملاتړ جوړېږي، د ښځینه زده کړیالانو لپاره به یو خوندي او مناسب چاپېریال رامنځ ته کړي.
په افغانستان کې د امریکا د سفیر مرستیال مایکل رینور په يادو مراسمو کې ويلي: "نن موږ نه یواځې د دې نوې ودانۍ، بلکې د افغان مېرمنو لپاره د هیلو او فرصت د یوې نوې تجربې او شخصي غنا او پرمختګ د بنسټ ډبره ږدو."
د افغانستان د حکومت اجرايي رييس ډاکتر عبدالله وویل: "د امریکا حکومت او ولس له افغانانو سره په ټولو برخو کې د پام وړ مرسته کړې ده چې تر ټولو مهمه برخه یې د پوهنې سکتور دی. د نجونو دا لیلیه یوه له هغو غوره ډاليو څخه ده چې دوی موږ ته راکړه. زه د امریکا له حکومت او خلکو څخه مننه کوم."
د افغان- امریکایي پوهنتون مشر مارک انګلیش په دې مراسمو کې وويل: "د دې لیلیې جوړول د یوه بل بریالي پروګرام ښکارندويي کوي، تر څو زموږ د پوهنتون د ښځینه زده کړیالانو لپاره د زده کړې یوه خوندي او مناسبه فضا رامنځ ته شي. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې له دوامدار ملاتړ څخه چې زموږ سره یې د خپلو ټولو زده کړیالانو لپاره د باکیفیته زده کړو د زمینې د برابرولو په برخه کې کوي، منندوی یو."
سرچينه ليکي چې د اګسټ په میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې افغان-امریکایي پوهنتون ته د بورسونو لپاره ۵.۹ میلیونه ډالره اضافي مرسته ورکړه تر څو له افغان مېرمنو سره مرسته وکړي چې ماسټرۍ او مسلکي تصدیق نامې ترلاسه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا سفارت د افغانستان د لوړه زده کړو له وزارت سره د بلخ، بامیانو، فاریاب، هرات، جوزجان او پروان ولایتونو په شپږو پوهنتونونو کې د نجونو د لیلیو د ودانیو جوړولو په برخه کې له نږدې کار کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکو پنځو کلونو په لړ کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې د" پروموټ" پروژه تر ۷۵۰۰۰ پورې تحصیل کړو مېرمنو ته د داسې نوو مهارتونو او ملاتړ زمینه برابروي چې دوی ورته په خپلو انتخابي تحصیلي څانګو کې د پرمختګ، په خپلو سیمو او ټولنه کې د مشرۍ د ترلاسه کولو، او د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د خپلې ونډې په زیاتولو کې اړتیا لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










