منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “واک پر سر شخړه ” کتاب بيا ځلي چاپ شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۵ کتنې

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤):  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي له خوا ليکل شوى د "واک پر سر شخړه" کتاب بيا ځلې چاپ شو.

دغه کتاب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني استازي «کای ايډه» مهم يادښتونه دي چې د خپل ماموريت پر مهال يې د افغانستان په اړه ليکلي دي.

ياد کتاب د ۲۰۰۸ پر ولسمشريزو ټاکنو، له امريکا او ناټو سره د کرزي پر مخالفت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پر ستراتېژۍ او پر نورو مهمو سياسي موضوعاتو را څرخي.

دغه کتاب چې د افغان ليکوال سميع الله ايلم له خوا ژباړل شوى، لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې چاپ شوی و چې دا دی د دويم ځل لپاره د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ او بازار ته وړاندې شو.

ليکوال او ژورنالېست نظيم سمون وايي: ((کتاب سر تر پايه جالب دی، خو د کتاب په يوه برخه کې له يوه سپين ږيري پښتون سره د امريکايانو د ظلم او وحشت کيسې يې بې اختياره اوښکې له سترګو جاري کړې، ډېر يې ودردولم.))

د يادونې ده، له دې مخکې هم اکسوس کتاب پلورنځي په بېلابېلو برخو کې ګڼ کتابونه چاپ کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور