منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې پر نشه د روږدو شمېر ډېر شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د کندهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر زياتېږي، خو په مقابل کې يې د درملنې امکانات ډېر کم دي.

تر تېر کال پورې په کندهار کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر شاوخوا ١٠٠ زره يادېده، خو سږ کال يې شمېر له ١٣٠ زره څخه لوړ شوى دى.

له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وويل، له بده مرغه په کندهار کې ورځ تر بلې د نشه يانو شمېر ډېرېږي.

هغه زياته کړه، د عامې روغتيا رياست له خوا د شوې سروې له مخې سږ کال پر نشه يي توکو د روږدو شمېر له ١٣٠ زره تنو څخه زيات شوى چې ١٠ سلنه يې ښځې دي.

دى وايي، په تېرو کلونو کې په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر سل زره تنه وه، خو اوس نوره هم لوړه شوې، چې لاملونه يې غربت، بې کاري، د پوهې ټيټه کچه، نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى او نور دي.

شکران يادونه وکړه چې له بده مرغه په دې وروستيو کې د ځوانانو تر منځ د چرسو څکول ډېر عام شوي او ان کوم عيب نه ګڼل کېږي.

هغه وويل: ((په دې وروستيو کې لوستي او نالوستي ځوانان د چرسو په څکولو روږد شوي، آن په ډېرو مواردو کې محصلين ليدل شوي چې چرس څکوي او دغه عمل هيڅ بد نه ګڼي.))

نوموړي دغه راز په نشه يي توکو د روږدو وګړو تر منځ د تنکيو ځوانانو شمېر هم ډېر ګڼي او وايي، ګڼ شمېر تنکي ځوانان لومړى په نشه يي توکو روږد کېږي او وروسته بيا د همدې توکو پلور ته اړ کېږي.

د هغه په خبره، دا چې تنکي ځوانان د پوليسو تر جدي تعقيب لاندې نه وي، د مافيا لپاره د نشه يي توکو د پلورلو ښه وسيله دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس دغه حالت د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک وګاڼه او ويې ويل د مخنيوي لپاره يې په ملي کچه بېړنيو اقداماتو ته اړتيا ده.

دى وايي، په کندهار کې د نشه يانو لوړې شمېرې ته په کتو د هغوى د درملنې مرکزونه ډېر کم دي.

د هغه په خبره، دا مهال په کندهار کې د نشه يانو د درملنې څلور مرکزونه شته چې يو يې په ډنډ ولسوالۍ کې د امنيې قوماندانۍ له خوا جوړ شوى او په اجباري توکه د نشه يانو درملنه کوي، دويم په سپين بولدک او پاتې دوه نور په کندهار ښار کې د ملالۍ او ودان په نومونو فعاليت لري.

ده وويل، که د نشه يانو او د درملنې د مرکزونو شمېره سره پرتله شي، نو د هر نشه يي درملنې ته لس کاله وروسته نوبت رسېږي.

دى وايي، په همدې بنسټ په کندهار کې د نشه يانو د درملنې يوه داسې معياري روغتون ته اړتيا ده چې د زون په کچه فعاليت ولري او په پراخه کچه د نشه يانو د درملنې چارې پر مخ يوسي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين هم مني چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر ډېر او د درملنې مرکزونه يې لږ دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وايي، مرکزي ادارې ته يې په کندهار کې د متعادينو د درملنې د يوه لوى او مجهز روغتون د جوړولو وړانديز کړى چې منل شوى دى.

هغه زياتوي، د دغه روغتون له جوړېدو سره به د نشه يانو د درملنې لړۍ پراخه او چټکه شي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي چې هغوى نه يوازې په ډنډ ولسوالۍ کې د نشه يانو د درملنې مرکز جوړ کړى او په اجباري توګه نشه يان د درملنې لپاره دغه مرکز ته ورولي، بلکې په ښار کې يې هم د نشه يي توکو د پېر او پلور مخه نيولې ده.

هغه زياتوي، د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت هره اوونۍ لسګونه کسان د نشه يي توکو د پلورلو په تور نيسي او دغه راز څو ځله يې نيول شوي نشه يي توکي سوځولي او له منځه وړي دي.

چارواکي وايي، تر هغه چې د بېکارۍ او غربت مخنيوى نه وي شوى او د خلکو د پوهاوي کچه نه وي لوړه شوې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د لا ډېرېدا اندېښنې شته.

هغوى په دې باور دي چې دا مهال د کندهار نفوس شاوخوا ٢،٥ ميليونه تنو ته رسېږي چې له ١٣٠ زره څخه د زياتو نشه يانو شتون د يوه ناورين په معنا دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه