منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروان کې ٢٨ نجونو د قران کريم حفظ بشپړ کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

چاريکار(پژواک ٨ لړم ۹۴): د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د "بي بي عايشه صديقه" مدرسې ٢٨ نجونو د قران کريم د حفظ دوره بشپړه کړه.

د دې دينې مدرسې مدير عبدالجميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو نجونو له درېيو تر څلورو کلونو کې قران کريم حفظ کړی او تر څنګ يې له نهم ټولګي څخه تر يوولسم ټولګي عمومې زده کړې هم کړي دي.

د هغه په وينا، دغه مدرسه د جبل السراج ولسوالۍ د "ده بالا" په سيمه کې د پوهنې رياست  په چوکاټ کې فعاليت کوي او دا مهال ۳۲۱ زده کوونکې لري.

د پروان ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول صفت الرحمن صالحي، د يادو نجونو پر فراغت خوښي وښوده او له کورنيو يې وغوښتل چې خپل اولادونه په ځانګړي ډول نجونې زده کړو ته وهڅوي.

د قران کريم له يادو ٢٨ حافظانو څخه د شمسيې پلار جمال الدين چې د خپلې لور له فراغت نه خوښ و، وويل چې لور يې د څلورو کلونو په موده کې قران کريم حفظ کړى دى.

دی زياتوي، لور به يې تر دې وروسته د ديني علومو زده کړو ته مخه کړي، تر څو وکولای شي په راتلونکې کې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د قران کريم يادو حافظانو د فراغت په غونډه کې برخه لرله خو خبرې يې ونه کړې.

تر دې وړاندې له دې مدرسې اته نورې نجونې هم د قران کريم د حفظ له څانګې فارغې شوې وې.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور