جلال اباد (پژواک،۱۰ لړم ۹۴): د پانګونې مديريت او اقتصادي اړيکو پياوړي کولو د لارو چارو په اړه د ننګرهار پوهنتون د استاد عبدالرحمن درد ليکلی علمي اثر "کاروباري مفاهمه" کتاب له چاپه راووت.
دغه کتاب چې ۲۰۲ مخونه لري، د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي تدريسي کاريکولم دی چې په کاروباري سازمان کې د مفاهمې پر ماهيت، اهميت، خنډونو او د کاروباري غونډو پر مديريت راڅرخېږي.
د کتاب ليکوال پوهيالي عبدالرحمن درد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کتاب يې په اقتصادي برخه کې د عامه پوهاوي د ډېرېدو په نيت ليکلی او چاپ کړی دی.
استاد درد وايي: ((کاروباري مفاهمه د ننګرهار پوهنتون درسي کتاب دی؛ ځکه مې د کتاب په بڼه چاپ کړ چې له محصلينو پرته د پانګونې د مديريت لپاره يې کاروباريان هم ولولي او ګټه ترې واخلي.))
درد زياتوي چې په دغه کتاب کې د کاروباري سازمانونو د مفاهمو پر بېلابېلو اړخو بحثونه شوي دي.
بلخوا د ختيځ خپرندويه ټولنې مشر اکرام الله اکرام پژواک ته وويل چې دغه کتاب يې د نشراتې ادارې له لوري په ښه بڼه چاپ کړى او د ليکوال په غوښتنه يې د محصلينو لپاره په کمه بيه پلوري.
اکرام وايي چې د تدريسي کتابونو چاپول ځکه اړين دی چې پر محصلينو سربېره د عامو لوستونکو لاس ته ورشي او ګټه ترې واخلي.
نوموړی وايي، په دې وروستيو کې يې د اقتصاد پر پوهنځي سربېره د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو، کرنې او طب پوهنځيو د يو شمېر استادانو علمي اثار چاپ کړي دي.
برهان الله ملکزی چې د اقتصاد به برخه کې يې زده کړې کړې وايي: ((په پښتو او دري ژبو کې ليکلي علمي اثار کم دي، نو اړتيا ده چې د پوهنتونو استادان خپل علمي اثار چاپ کړي.))
هغه وايي چې د بېلابېلو پوهنځيو محصلين په پښتو او دري ژبو د علمي اثارو د کموالي او يا هم نشتوالي له امله اړ دي چې په نورو ژبو ليکل شوي کتابونه په لوړه بيه وپېري او ويې لولي.
نوموړي هيله وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت بايد د پوهنتونونو د تجربه لرونکو استادانو اثار راټول او د يوې دايمي علمي ادارې په نظارت يې نشر ته وسپاري.
په دې وروستيو کې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو يو شمېر استادان هڅه کوي چې خپل علمي اثار او تدريسي کتابونه چاپ او بازار ته را وباسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










