منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۲ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په شينوارو کې ٤٣ ښوونځي تړل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۴): د ننګرهار د پوهنې رييس وايي، په شينوارو زون کې د جګړو له امله ۴۳ ښوونځي تړل شوي او تر ۲۰زرو ډېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د روان کال د وري مياشتې له وروستيو د شينوارو د شپږو ولسواليو په ځينو سيمو کې د وسله والو ډلو خپلمنځي جګړې پيل شوې او وروسته يې حکومتي سرتېرو هم پر ضد عمليات پيل کړل.

دغو جګړو او نا امنيو د دې ولسواليو په ځينو سيمو کې د ښوونځيو پر تړل کېدو سربېره پر لسګونو نورو هغو فعالو ښوونځيو هم بده اغېزه کړې چې د جګړو سيمو ته نږدې دي.

د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: ((په اچين کې ۷،  په کوټ کې ۱۱ او په هسکې مېنې کې زموږ ټول ۲۵ واړه ښوونځي تړل شوي دي.))

هغه وايي، د شينوارو زون په نورو ولسواليو کې يې ټول ښوونځي فعال دي، خو جګړو يې پر ځينو هغو بده اغېزه کړې ده.

د پوهنې رييس د سيمې پر مخورو او ديني علماوو غږ وکړ چې د دغو ښوونځيو په پرانيستلو کې مرسته وکړي.

ده پر وسله والو هم غږ وکړ او ويې ويل: ((معارف د ټولو مشترک کور دی؛ نو پر وړاندې يې بايد ستونزې جوړې نه شي؛ بلکې مرسته ورسره وشي.))

بلخوا د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې په شينوارو زون کې د جګړو له امله د پوهنې سکټور له سختو ننګونو سره مخ دی.

دى وايي: ((د شينوارو په درې ولسواليو کې زموږ ۴۳ ښوونځي تړلي، تر ۲۰زرو ډېر زده کوونکي له زده کړې بې برخې شوي او  ۱۰۰۰ښوونکي بې کاره شوي دي.))

د هغه په وينا، جګړو پر دغو ښوونځيو سربېره په يادو ولسواليو کې پر نورو ښوونځيو هم ناوړه اغېزه کړې او ښوونيز بهير په کې ټکنی دی.

نوموړى زياتوي، د شينوارو د بې ځايه شوو کورنيو يو شمېر ماشومانو لپاره يې تر ۶۰ کليوالي ښوونځي جوړ کړي دي.

د ولايتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د شينوارو د جګړو له امله د ننګرهار بېلابېلو سيمو ته ۱۳زره کورنۍ را بېځايه شوې دي.

په ورته مهال د پوهنې رياست وياند دا اندېښنه هم وښوده چې په اچين، کوټ او هسکې مېنې کې د تړل شوو ښوونځيو وسايل او امکانات ښايي له منځه لاړ نه شي.

هغه وايي: ((په دغو ۴۳ ښوونځيو کې زموږ دفتري او کاري وسايل، لاربراتوارونه او درسي مواد شته؛ موږ وېره لرو چې دغو ملي شتمنيو ته زيان ونه رسېږي.))

د پوهنې رياست دغو چارواکو ټينګار وکړ چې د يادو ښوونځيو د ښوونکو حقوق خوندي دي او د ښوونځيو د بيا فعالېدو په صورت کې به بېرته خپلو دندو ته دوام ورکوي.

د پوهنې رياست وياند هيله وښوده چې په شينوارو کې د وسله والو پر ضد عملياتو د ښو پايلو له امله ښايي ښوونځي بېرته فعال شي.

د اچين په ګډون په ځينو دغو ولسواليو کې له څه مودې راهيسې پوځي عمليات پيل شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په ګډون، د دې ولايت لوړپوړو امنيتي چارواکو تېره اونۍ په خبري کنفرانس کې ياد عمليات بريالي وبلل.

چارواکو دا هم وويل چې سرتېري يې د مخکې تګ په حال کې دي او ډېرې سيمې يې د وسله والو له نفوذه پاکې کړې دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وخت ناوخته يې له افغان سرتېرو سره د نښتو خبرونه خپريږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه