کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): فرهاد دريا د ماشومانو د ملاتړ يوه نړيوال بنسټ څخه د افتخاري سفير د لقب له ترلاسه کولو وروسته د نړۍ او افغانستان له مشرانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي لرې نړۍ ته د رسېدو لپاره بايد د ماشومانو په ځانګړي ډول د محکومو ماشومانو په ژوند کې بدلون پيل کړي.
دا لقب د ماشومانو د ملاتړ نړيوالې ادارې"Save The Children" له خوا په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې نوموړي ته ورکړل شو.
مشهور سندغاړي فرهاد دريا وويل چې نن د ده د ژوند له ښکلو ورځو ده چې ټاکل شوې د خپلو کوچنيو هېوادوالو (ماشومانو) لپاره به د سفير په توګه کار وکړي.
دريا وويل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فرمايشي وژنو او جګړو لپاره ميليونونه ډالر راځي، خو د زرګونو ځوانانو د ژغورنې لپاره چې له بې برخليکۍ د کډوالۍ مرګونې سفرونه کوي او د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى کېږي، څوک پيسې نه ورکوي.
د هېواد مشهور سندر غاړي وويل، هغه پيسې څه شوې چې خلکو د خپلو اولادونو له خولې راګرځولې او د بدخشان وردوج ته بښلې وې؟ ايا د کندوز د لوټ او سقوط له درس څوک خبر شول؟ ايا حقيقت موندونکو پلاوو د حقيقت موندنې پر ځاى خپل ځان ورک نه کړ؟ خلک ولې دومره سخت زړي شوي چې د ٥٠ طالبانو په وژنه مستي کوي او د ٢٠ سرتېرو په سر پرې کېدو جشن نيسي؟
هغه زياته کړه: ((کله چې ماشوم وم په کندوز کې اوسېدم، که چېرې به په کابل کې يو ماشوم د چاکو په وسيله هم ټپي شوى و، نو ساعتونه به مو د هغه د ټپ په اړه کيسې کولې، ايا دا انسان هماغه انسان دى؟ ايا موږ هماغه انسانان يو؟ ولې له يوه لاس پلورونکي نيولې تر يوه ګارګر پورې له نظامه شکايت کوي؟ ولې نظام ځان کې سمون نه راولي؟ دا نظام څه دى؟))
دريا چې تر دې وړاندې يې هم د ماشومانو د عدالت غوښتنې او بشري حقونو جايزې ګټلې او د ملګرو ملتونو د دغه سازمان له لوري دوه ځلې د سولې د سفير په توګه ټاکل شوى، وويل: ((موږ له دې ډېر مغروره يو چې دا کوچني هېوادوال جدي ونيسو، حق ورکړو، څو د خپل برخليک په اړه فکر وکړي.))
نوموړي وويل چې د يوه پلار په توګه د افغانستان د مشرانو په ګډون د نړۍ له مشرانو غواړي چې له تاوتريخوالي لرې نړۍ ته د رسېدو لپاره بايد د ماشومانو په ځانګړي ډول د محکومو ماشومانو په ژوند کې بدلون پيل کړي او دنده لري چې د خپلو ماشومانو په ژوند کې شور ماشور ژوندى وساتي او د ټوپک غږ په ستوني کې وچ کړي.
هغه زياته کړه چې څو کاله وړاندې يې د ((کوڅه)) په نامه يوه بنسټ کې د پوليسو، ملي امنيت او اشيانه اطفال په همکارۍ د ماشومانو لپاره کار کاوه او د لومړي ځل لپاره يې کارګر ماشومان د کمرې په پرده وښودل، څو نور هېوادوال د دې کوچنيو وګړو ستر ټپونه له نږدې وويني.
دغه نوموتي سندرغاړي زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې د جګړې د يو شمېر کونډو، ماشومانو او بې سرپرستو لپاره بانکي حساب پرانيستى، څو د نورو مرستې له څه لاسوهنې پرته هغوى ته ورسېږي، خو د واټونو د ماشومانو سترو ستونزو ته په پام سره ونه توانېد چې د دې موسسې ملاتړ وکړي، نو ځکه يې دروازه بنده کړه.
دريا زياته کړه، دا ځل يې تصميم نيولى چې موسسې يو ځل بيا له ماشومانو سره د مرستې لپاره کار پيل کړي.
له ماشومانو د ملاتړ نړيوالې موسسې مشرې مېرمن مانه ماريا Ms. Ana Maria وويل :(( موږ نن دلته راټول شوي يو چې له فرهاد دريا سره ډېره مهمه همکاري اعلان کړو.))
مېرمن ماريا زياته کړه چې دريا په خپلو سندرو کې تل د افغانستان ښځو او ماشومانو ته ښه پيغام وړاندې کړى او دا موسسه غواړي چې له ښوونکو، مور او پلار، بېلابېلو شوراګانو، مذهبي مشرانو، وزارتونو او دفترونو سره همکاري وکړي، څو له زيانمن شوو او هېرو شوو ماشومانو سره مرسته وکړي.
هغې د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې فرهاد دريا يې د خپل سفير په توګه ټاکلى، په اوږدمهاله او اغېزناکو اړيکو ډېر باور لري او له فرهاد دريا سره به مرسته وشي چې په خپله ټاکلې موخه کې ماشومانو ته يو ګام ور لنډ شي.
د ماشومانو نه د ملاتړ نړيواله موسسه له څه باندې درېيو لسيزو راهيسې د ماشومانو د ملاتړ لپاره کار کوي اوغواړي چې نړۍ د ماشومانو لپاره داسې يو ځاى وي چې هلته په کې خوندي وي، روغتيا او ټولو حقونو ته لاس رسى ولري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










