کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): د کوزې پښتونخوا د نوميالي سياسي او ټولنيز شخصيت ارواښاد محمدافضل خان لالا فاتحه په کابل کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له لوري واخيستل شوه.
افضل خان لالا د ۱۳۹۴ لمريز کال د لړم په۱۰مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، قومي شوراګانو، فرهنګي، مدني اوسياسي بنسټونو له خوا د لړم په ۱۴مه د کابل په عيدګاه جومات کې د هغه فاتحه واخيستل شوه.
د فاتحې په يادو مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيالانو، سلاکارانو او رييسانو، د کابينې، ولسي او مشرانو جرګو يو شمېر غړو، دولتي چارواکو، ملي، علمي او فرهنګي شخصيتونو، سياستوالو، قومي مشرانو، د قومي شوراګانو غړو او مشرانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو ګډون کړى و.
د فاتحې د مراسمو په ترڅ کې په وقفه يي توګه د قران کريم تلاوت کېده او وروسته ګډونوالو ارواښاد ته د مغفرت او کورنۍ ته يې د صبر دعا کوله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










