کابل (پژواک،١٦لړم ٩٤ ): د "حامدکرزي" علمي او فرهنګي بنسټ د ځوانانو لپاره د وړيا زده کړو ، د ښوونې لارو چارو برابرولو او د هېواد علمي ، فرهنګي او ملي څېرو پېژندلو لپاره نن کابل کې پرانيستل شو.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د "حامد کرزي" بنسټ افتخاري مشر چې ددې مراسمو پرانيستې غونډه کې يې خبرې کولې وويل :" دا بنسټ د دوو موخو لپاره رامنځ ته شوى ، د ځوانانو په ځانګړې توګه د بې وزلو لپاره د ښوونې او زده کړو موکه رامنځ ته کول او دويم د هېواد نامتوعلمي، فرهنګي او ملي څېرو پېژندنه ده."
هغه زياته کړه چې دې غيرسياسي بنسټ کې د تکړه ځوانانو لپاره د تعليم او تحصيل وړاندې کولو خدمتونه په مطلق ډول له واسطې پرته دي.
هغه څرګنده کړه :" عزتمن ځوانان چې د هېواد له هر ګوټ څخه د استعداد خاوندان وي، را دې شي او بنياد سره دې اړيکه ونيسي څو ورته د زده کړو موکه برابره کړو او هڅه کوو چې د طبي علومو، انجينري، مهندسي ، کمپيوټر او اقتصاد په برخو کې زده کړې وکړي."
د کرزي په وينا، کله يې چې د هېواد واګي په لاس کې وو، د هېواد له جمهوري رياست او ملي امنيت شورا سره مرستې کېدې چې ترينه بهرکې د ځوانانو د تحصيل لپاره ګټه اخيستل کېده.
نوموړي زياته کړه ، د جمهوري رياست دورې له پاى ته رسېدو څخه وروسته هغه تصميم ونيو څو دغو خدمتونو ته " د ځوانانو لپاره د زده کړو رامنځ ته کولو موکې" د ياد بنسټ له لارې دوام ورکړي.
د هغه په باور، دا بنسټ به د خپلو مالي لګښتونو لپاره له بنسټونو، ملي سوداګرو او نړيوالو څخه مرستې وغواړي.
کرزي ، هېواد کې علمي کمزورتيا، د وړتياوو کمښت ، د بهرنيو هېوادونو له بهيره د افغانستان وروسته پاتې کېدو اساسي لاملونو بولي او ويې ويل چې افغانستان له ٣٠- ٦٠ کلونو وخت ته اړتيا لري څو د نړۍ نورو هېوادونو له کاروان سره ځان نږدې کړي.
دحامد کرزي بنسټ اجرايي مشر ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وويل :" د حامد کرزي بنسټ تر ډېره يو علمي او فرهنګي هڅه ده څو وکولى شو د هېواد هغه ځوانان چې استعداد لري خو تحصيلي امکانات نه لري، هېواد کې د ننه او بهر ورته د تحصيلاتو امکانات برابر کړو."
د هغه په وينا، زيار ايستل کېږي څو دا بنسټ د ورځې له سياسي شخړو څخه لرې وساتل شي.
هغه وويل کوم کسان چې بهر ته د زده کړو لپاره استول کېږي ، له سياسي، قومي او مذهبي توپير پرته يواځې د وړتيا او اړتيا په معيار غوره کېږي.
نوموړي له هېوادوالواو ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه څو په دې برخه کې له ياد بنسټ سره مرسته وکړي.
سپنتا زياته کړه : " دامهال هندوستان دې بنسټ ته د بورسيو ورکولو لپاره زړه ښه کړى ، له امريکا او کاناډا سره هم خبرې روانې دي او ان د نړۍ له ډېرو پوهنتونونو سره هم تماس کې يوو."
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت کې د هېواد ملي متشبيثينو مشورتي بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا چې دې مراسمو کې يې خبرې کولې، وويل چې د هېواد سوداګر د "حامد کرزي بنسټ" سره د همکارۍ اعلان کوي.
په ورته وخت کې د دنيا او ګوهرشاد خصوصي پوهنتونونو په دې مراسمو کې اعلان وکړ چې د حامد کرزي له بنسټ سره همکاري کوي.
دنيا پوهنتون ٥٠ او ګوهرشاد پوهنتون ٣٠ وړيا بورسونه د " حامد کرزي بنسټ" په واک کې ورکړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










