کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٤): يوه افغان محصل د هند هېواد په کچه سيالۍ کې دويم مقام او د سرو زرو مډال ګټلى دى.
د بسم الله عارف په نوم دغه تن، چې د هلمند اوسېدونکی دی، اوسمهال د هندوستان په اميتي پوهنتون کې د انجنيرۍ په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې کوي.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، د بلډنګ ډيزاين په برخه کې د دې سياليو لومړۍ لړۍ د هندوستان هېواد په بېلابېلو ايالاتونو کې ترسره شوه، چې افغان محصل بسم الله عارف په کې لومړى مقام ترلاسه کړ.
وروسته د ټولو ايالاتونو ګډه سيالۍ ترسره شوه، چې د ۲۵۰ پوهنتونونو لسو زرو محصلينو په کې ګډون کړی وو. د سيالۍ په دويمه لړۍ کې بسم الله عارف د ټول هندوستان په کچه دويم مقام ترلاسه کړى دى.
نوموړي ته د نغدي جايزې ترڅنګ د سرو زرو مډال هم ورکول شوی دى.
عارف په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "دا زه د خپل ځان لپاره نه وایم، اقلاً زموږ افغانان باید پوه سي چې موږ افغانان هم تر دوی کم نه یو."
ده زياته کړې، د سياليو د پايلو تر اعلانېدو وروسته ورته د سرو زرو مډال او نقدي جايزې ورکړل شوې او هم د پنځو کمپنيو له لوري د کار کولو وړانديزونه شوي دي.
دى وايي: "راباندې چور و، چې کومه کمپنۍ به مې خپل کړي."
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










