کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤) : د شاعر مشرق علامه محمد اقبال د زوکړې ١٣٨مه کاليزه په کابل کې ونمانځل شوه.
دغه مراسم چې نن (د لړم ١٨مه) په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا جوړ شوي وو، په کې يو شمېر افغان دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او فرهنګيانو ګډون کړى وو.
د پاکستان سفارت مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مراسمو کې د پاکستان سفير سيد ابرار حسين، د ولسي جرګې غړي داوود نادري، د افغانستان پخواني وزير، شاعر او د علومو اکاډمۍ سلاکار اکاډميسين سليمان لايق، د علومو اکاډمۍ غړي استاد حبيب الله رفيع او د همدې اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر رفيع الله نيازي او يو شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.
د غونډې ويناوالو د علامه اقبال پر شاعرۍ او شخصيت خبرې وکړې او هغه يې د سيمې په کچه لوى شاعر وباله.
د پاکستان سفير وويل، علامه اقبال د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو او ولسونو سره مينه درلوده او ډېره شاعري يې په فارسي ژبه کې هم کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










