منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د يو ماشوم پيغام: نړۍ بايد افغان ماشومان هېر نه کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): احمد سمير چې د افغان ماشومان په استازيتوب يې د ملګرو ملتونو سازمان کې وينا کړې ده، وايي چې نړۍ  بايد افغان ماشومان چې د درنو کارونو او پر واټونو د کار کولو په ګډون له خورا ستونزو سره مخ دي، هېر نه کړي.

دغه ١٤ کلن ماشوم چې د ١٠٠ تنکيو افغان ځوانانو له ډلې غوره شوى، د ملګرو ملتونو د اويايمې کاليزې په مراسمو کې چې د روان کال په تله مياشت کې د نړۍ سلو هېوادونو استازو په ګډون په نيورياک کې ترسره شول، وينا وکړه.

هغه وايي چې په نيويارک کې د هستوګنې پر مهال يې له بېلابېلو خلکو سره ليدلي او د سولې اړوند، د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې او حقونو ته د لاسرسي موضوع ګانو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

سمير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې يې د امريکا له پخواني ولسمشر بل کلنټن سره هم ليدنه کړې ده او د افغان ماشومانو د اوسني وضعيت د ښه کېدو په برخه کې يې د هغه نظر غوښتى دى.

دغه ماشوم چې په کراره او سوکه سوکه خبرې کولې زياته کړه: "يوازېنۍ هيله مې دا ده څو د نورې پرمختللې نړۍ ماشومانو په څېر خپلو حقونه ترلاسه  او پرمختګ وکړو او له خپلو حقونو دفاع وکړو."

هغه چې د ښوو خبرو کولو لپاره يې خپل حواس راغونډ کړي او په ادب يې خبرې کولې، زياته کړه چې لس ورځې يې نيويارک کې تېرې کړې او د غونډې ګډونوالو ته يې ځانګړي وړانديزونه دا وو چې نړۍ بايد افغان ماشومان هېر نه کړي.

سمير وويل چې افغان ماشومان زياتې ستونزې لري، پر سړکونو کار کوي، په درنو کارونو اخته دي او څوک يې حقونو ته پام نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر سړکونو او درنو کارونو اخته د ماشومان شمېر د کابل په ګډون چې  زرګونو تنو ته رسېږي په ټول هېواد کې دوه ميليونه اټکل شوى دى.

د افغانستان بشري حقونو او د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (يونسيف) شمېرو له مخې هر کال پنځه ميليونه ماشومان په افغانستان کې ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې کېږي چې له ياد شمېر څخه درى ميليونه يې نجونې دي او ٢٦سلنه نور ماشومان د اقتصادي ستونزو په سبب له ښوونځيو څخه محرومېږي.

د سمير له خبرو څخه داسې جوتېده چې ښايي په راتلونکي کې يو غوره سياستپوه شي؛ خو له يوې لنډې دمې څخه وروسته يې وويل چې غواړي ساينس پوه شي.

هغه زياته کړه چې افغانستان د ټکنالوجۍ له اړخه وروسته پاتې دى، بايد افغان ماشومانو ته په دې برخه کې زده کړې ورکړل شي څو افغانستان د ساينس او ټکنالوجۍ له اړخه پرمختګ وکړي.

دغه ماشوم وړانديز وکړ: "غواړم چې ماشومانو ته چې په هره کچه وي، لوستې يا نالوستي وي، کارکوونکي وي يا زده کوونکي موکه ورکړل شي څو په بېلابېلو غونډو کې ويناوې وکړي، خپلې ستونزې وړاندې کړي او خپل حقونه له چارواکو څخه وغواړي."

سمير چې څېره يې جدي وه، وويل چې ډېر پام يې د انګريزي ژبې پر زده کړې ور ټول دى، ځکه دا ژبه د نړۍ په کچه کارېدونکې ژبه ده.

هغه کابل ښار کې د خانۀ نور خصوصي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکى دى او توانيدلې چې د لياقت ازموينې ورکولو له لارې لږ عمر کې خپل ځان لسم ټولګي ته ورسوي.

ددې ماشوم پلار چې د دولت کارکوونکى او مور يې د کور مېرمن دى او يوه کوچنۍ خور لري، زياته کړه : " ليوال يم څو د افغان ماشومانو برخليک په ټاکلو کې ونډه ولرم."

د يادونې وړده چې مخکې له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان(Save the Children)  افغانستان څانګې اعلان کړى و چې سږکال به د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغان ماشومانو په استازيتوب  يو تنکى ځوان ګډون وکړي، چې له دې ډلې احمد سمير غوره شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور