منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لاريون کوونکو استازو خپلو غوښتنې د حکومت له مشرانو سره مطرح کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل (پژواک،٢٠ لړم ٩٤): د اوو ملکي وګړو د وژنې په اعتراض ، په کابل کې د پيل شوو لاريونونو استازو خپلې غوښتنې د حکومت له مشرانو سره شريکې کړې او ګواښ يې وکړ چې که غوښتنې يې پوره نه شي، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دا ناسته چې شاوخوا اته نيمې بجې د جمهوري رياست په ارګ کې ترسره شوه، پر ولسمشر اشرف غني او د هغه دويم مرستيال، اجرائيه مشر ډاګټر عبدالله او د هغه دويم مرستيال سربېره د کورنيو چارو وزير او د ملي دفاع سرپرست هم ګډون درلود.

د مصباح په نوم د لاريون يوه ګډونوال د قربانيانو د کورنيو په استازولۍ وويل چې د خلکو استازي شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د غزني او د هېواد د مرکزي سيمو د امنيتي وضعيت په اړه له امنيتي ځواکونو سره خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې خپل غږ د دغو سيمو پر اوسېدونکو د ظلمونو پر وړاندې ولسمشر ته ورسوي، خو دا غوښتنه رد شوه.

هغه ولسمشر ته په خطاب کې وويل: ((دا غوښتنه مو يو ځل بيا کابل ته د يوه راغلي پلاوي له خوا مطرح کړه، خو تاسې وخت رانه کړ.))

د معترضانو دغه استازي زياته کړه اوسمهال د لاريون کوونکو شپږ غوښتنې مطرح کوي او که چېرې حکومت هغه ونه منلې، نو له حکومت ملاتړ نه کوي.

د دغو اوو ملکي وګړو د وژونکو مجازات، د مرکزي سيمو او دې سيمو ته د غځېدلو لارو د امنيت خوندي کول، په هزاره جات کې د يوې قول اردو منظوري، د خاک افغان ولسوالۍ د ادارې فعالول، د غزني په ګيلان کې د امنيتي پوستې رامنځته کول چې د خلکو د تګ راتګ امنيت ونيسي او د شهيدانو د کورنيو مرسته هغه شپږ غوښتنې دي چې د مصباح په خبره بايد پوره شي.

د هغه په خبره، د غزني او زابل په ځينو ولسواليو او مرکزي سيمو ته د غځېدلو ځينو سيمو امنيت تر دې کچې خراب دى چې خلک هېڅ د امنيت احساس نه کوي او ګڼې نښلوونکې لارې د وسله والو مخالفينو د فعاليت په سبب تړل شوې دي.

ولسمشر اشرف غني د معترضانو د غوښتنو په غبرګون کې وويل چې حکومت خپله ناغيړي مني، خو د خلکو غوښتنو ته د رسېدو لپاره اراده لري.

هغه د ده پر وړاندې د معترضينو د ورکړو شعارونو په اړه وويل، نيوکه د خلکو حق دى او په ډېر وياړ سره د دغو نيوکو  اورېدو زغم لري.

ولسمشر د برمته شوو د ژغورنې په برخه کې د امنيتي ځواکونو له هڅو يادونه وکړه او ويې ويل: ((هيله ده زموږ خلک فکر وکړي چې  ارګ په موږ پورې اړه نه لري، د افغانستان په خلکو پورې اړوند دى.))

د هغه په خبره، زموږ نننى درد او غم د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري او حکومت هڅه کوي چې عدالت رامنځته کړي، خو د جمهوري رياست پر بنسټ مرګ ويل له دښمن سره مرسته ده او حتى دا شعار د طالبانو، داعش او نورو دښمنانو له خوا ورکول کېږي.

ولسمشر د مطرح شوو غوښتنو په اړه وويل چې د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو او د ملي امنيت مشر ته يې امر کړى چې د نښلوونکو لارو د امنيت د خوندي کولو په برخه کې پر يوه پروګرام کار وکړي او د حکومت د امکاناتو په اډانه کې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي او د يوې نوې قول اردو د جوړولو په برخه کې ژمنه وکړي.

هغه وويل، د قول اردو رامنځته کول د دولت په توان کې نه دي او نه نړيواله ټولنه د هغو لګښت ورکوي، خو خلک کولى شي چې خپل ځوانان له امنيتي ځواکونو سره د يو ځاى کېدو لپاره وهڅوي.

اشرف غني له معترضينو وغوښتل چې قربانيان خاورو ته وسپاري او خپل اعتراض پاى ته ورسوي، وروسته به د خلکو د غوښتنو په برخه کې د هغوى د استازو او حکومتي چارواکو تر منځ خبرې وشي.
د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل چې حکومت هېڅکله هم د خلکو پر وړاندې بې پروا نه دى پاتې شوى، خو په ورته وخت کې بايد ځيني خلک د دې پېښې په اړه د خپلو شخصي ګټو د غوښتلو فکر ونه کړي.

دده په خبره، حکومت هوډ لري چې ډېر ژر د خلکو د ستونزو د حل لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي.

هغه څرګنده کړه چې نن د خلکو غوښتنه د امنيت راوستل و، په دې پېښه کې ځينې ښکېل جنايت کاران د خپلو اعمالو په جزا رسېدلي، خپله ټوله هڅه کوي چې د خلکو امنيت خوندي کړي.

د دې ناستې په بله برخه کې د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمدمحقق هم خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې د دغه لاريون پر ترسره کېدو سخته نيوکه وکړه او په ډاګه يې کړه چې ځيني کسان نه دي توانېدلي چې حکومتي پستونو ته ورسېږي او اوس يې په دې لاريون کې ګډون کړى.

تر اوسه هم څرګنده نه ده چې ايا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ځوابونه به د معترضانو قناعت حاصل کړى وي که نه؟

عيني شاهدان وايي چې ګڼ شمېر معترضين هوډ درلود چې د شپې له خوا هم ارګ ته نږدې خپل لاريون ته دوام ورکړي چې ددې لپاره ورته کمپلې او خواړه هم چمتو شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه