تالقان (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د تخار يوه اوسېدونکي چې خپلې دواړه سترګې يې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې، تر اوسه يې په برېل ليک شل کتابونه ټايپ کړي دي.
شاه محمد د تخار ولايت د مرکز تالقانو اوسېدونکى دى، ٣٩ کاله عمر لري د ږيري او سر په ويښتانو کې يې سپين هم ليدل کېږي خو خپلې چارې په ډېره مينه ترسره کوي.
شاه محمد د خپلو سترګو د له لاسه ورکولو کيسه پژواک خبري اژانس داسې ته وکړه: ((١١ کلن وم په څلورم ټولکې مې زده کړې کولې، د لوبو په ميدان کې مې لوبې کولې چې د هاوان مرمۍ په ميدان کې ولګېده او زما دواړه سترګې ړندې شوې.))
ده زياته کړه: ((١٨ کاله مې په کور کې تېر کړل خو چې فکر مې وکړ که همداسې په کور کې پاتې شم نو خلک به راته ړوند شامحمد وايي نو ښه ده چې زه بايد يو څه زده کړم.))
ده وويل چې د برېل ليک د زده کولو په موخه يې په تالقانو کې د سويډن کمېټې ته مراجعه وکړه.
خو ده زياته کړه: ((کله چې هلته لاړم هغوى راته وويل چې ستا عمر ډېر دى ته برېل ليک نه شي زده کولاى خو ما ټينګار وکړ او هغوى چې کله زما وړتيا وليده نو د برېل ليک د زده کولو چانس يې را کړ.))
هغه وايي چې د دريو کلونو په موده کې يې برېل ليک زده کړ او تر هغه وروسته يې په کابل کې د برېل ليک په يو سيمينار کې هم ګډون وکړ.
دى وايي چې له ياد سيمنار وروسته يې په بريل ليک د کتاب ليکلو جواز ترلاسه کړ او په تالقانو کې د بريل ليک د ښوونکي په توګه يې دنده هم پيل کړه.
شاه محمد وايي چې تر اوسه په برېل ليک د بېلابېلو ټولګيو شل کتابونه ټايپ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه مې له لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې ریاضي، دري، دنیات، ساینس، دیني علوم، سیرت النبي او یو شمېر نور کتابونه برېل ته اړولي او چاپ کړي مې دي.))
د نوموړې د معلوماتو له مخې چې يو روغ کس ورته کتاب لولي او دى بيا په برېل ليک سره ټايپ کوي.
شاه محمد نابينايانو ته د خدمت په موخه غواړي چې يو شمېر نور علمي کتابونه هم په برېل ليک باندې وليکي.
شاه محمد د تخار د ښوونکو د روزنې مرکز د دويم ټولکي محصل دى.
دی وايي ټولې ازموینې یې په تقریري بڼه دي، خو ځیني استادان ورسره لانجه هم کوي چې باید پارچه ولري.
په همدې تړاو هغه وايي که د پوهنې وزارت په لوړو زده کړو موسسو کې هم په برېل ليک چپټرونه او کتابونه چمتو کړي، نابینایانو ته به هم د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.
هغه وايي چې د بایسکيل او موټرسایکل د جوړولو ترڅنګ يې د برېښنا د مزو غزول د ساکټ او سویچ نصبول او ځيني نورې چارې هم زده دي.
شاه محمد نهه کاله وړاندې واده کړى، درى ماشومان لري او له خپل ژوند څخه خوشحاله دى.
دغه راز په دواړو سترګو بل نابينا ١٨ کلن قیام الدین پژواک ته وويل: ((زه د شاه محمد استاد شاګرد يم واقعاً چې ډېر تکړه استاد دى، ډېر کتابونه يې په برېل ليکلي دي.))
قيام الدين وايي هيله لري چې دى هم په راتلونکي د شاه محمد په څېر په برېل ليک کتابونه وليکي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










