منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ژورنالېست داوود جنبش ستاينغونډه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲۲ لړم ۹۴): د لغمان ولايت په مرکز کې د نوميالي ليکوال او ژورنالېست داوود جنبش ستاينغونډه وشوه.

دا غونډه تېره شپه د دانش خپرندويه ټولنې له لوري په مهترلام ښار کې ترسره شوه، چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو لسګونو ليکوالو او فرهنګيانو په کې ګډون کړی و.

د يادې ټولنې مشر اسدالله دانش وويل، جنبش د ليکوالۍ ترڅنګ، کلونه کېږي د ژورنالېزم په برخه کې کار کوي، چې خدمتونه يې د ستاينې وړ دي.

ده زياته کړه: ((جنبش صېب له بي بي سي راډيو سره له کلونو راهيسې د خبريال او وياند په توګه دنده ترسره کوي، په ډېر څه ارزي، ځکه پښتنو ادب او ژورنالېزم ته يې ډېر کار کړی دی.))

د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون استاد او ژورنالېست نعمت الله کرياب د نوموړي په تړاو په خپله مقال کې وويل: ((جنبش په ژورنالېزم کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي، شاوخوا لس کتابونه او ډېر شمېر مقالې لري.))

نوموړي يادونه وکړه، چې د نورو تاريخي کتابونو ترڅنګ "سرې لښکرې په افغانستان کې"، "افغانستان کې رښتيا څه تېرېدل" او "۲۴ساعته چې افغانستان يې واړاوه" د جنبش مشهور تاريخي کتابونه دي.

د علومو اکاډمۍ غړي استاد حبيب الله رفيع، ډاکټر جنبش څو اړخيز انسان ياد کړ او ويې ويل: ((دی ښه ژورنالېست دی، ښه وياند دی، ښه ليکوال او ښه ژباړن دی.))

ده د جنبش د هغو هڅو ستاينه وکړه، چې پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل په اړه يې تاريخي ليکنې کړي او اثار يې ژباړلي دي.

ليکوال او څېړونکي استاد محمداصف صميم بيا  په خپلو خبرو کې وويل: ((ځوان ژورنالېستان بايد د ښاغلي جنبش له تجربو ګټه واخلي، دی د خبر او نثر لپاره داسې ليکنه کوي، چې يو کلمه په کې کمېدای او زياتېدای نه شي.))

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په ياده غونډه کې له ليکوالو وغوښتل، څو خلکو ته د ثبات او امنيت پيغام ورسوي.

والي وويل: ((اوسنۍ جګړه د هېواد د پرمختګ د مخنيوي جګړه ده، دا جګړه د افغانانو د راتلونکو نسلونو د وژنې جګړه ده؛ موږ بايد د دې درک ولرو او خلکو ته د امن پيغامونه ورسوو.))

د غونډې په پای کې ډاکټر جنبش د خپلو خبرو پر مهال له دانش خپرندوی ټولنې مننه وکړه، چې د هغه ياد او ستاينغونډه يې جوړه کړې ده.

وروسته يې د "خواله رسنيو" د کارونې او په خبري رسنيو کې يې د سرچينې په توګه د ګټې اخيستنې پر بېلابېلو برخو لکچر وړاندې کړ.

دى وايي: ((رسنۍ نه بايد د کره والي تر وخته  له خواله رسنيو د منبع په توګه ګټه واخلي، ځکه کله کله د خواله رسنيو ځينې کارونکي ناسم معلومات خپروي.))

دانش خپرندويې ټولنې تر دې مخکې  هم په لغمان ولايت کې د يو شمېر ليکوال او فرهګيانو د نمانځنې لپاره ورته غونډې جوړې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور