کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۴): د پلچرخي ځيني زندانيان وايي، سره له دې چې د بند موده يې پوره شوې، په زندان کې ساتل کېږي، خو د محابسو مشر وايي که چېرې داسې ستونزه شتون ولري، ډېر ژر به يې په اړه اقدام وکړي.
له يادو زندانيانو يو هم د ميدان وردګو ولايت د مرکز اړوند د ابراهيم خېلو کلي اوسېدونکی ۲۸ کلن دولت خان دى.
هغه د ټيلېفون پر کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دری کاله او پنځه مياشتې مخکې له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوى او پر ٧ کاله بند محکوم شوى دى.
دى وايي چې په تېرو څه باندې دريو کلونو کې څو ځلې د ولسمشر د فرمان له مخې د ده په بند کې تخفيف راغلى او دغه تخفيف ته په پام بايد دى شاوخوا دوه مياشتې وړاندې خوشى شوى واى.
هغه زياتوي: "خو اوس موږ ته پوليس وايي چې تخفيف مخفيف" نشته، اشرف غني ويلي چې پوره قيد به تېروي."
د دولت خان په وينا، تر هغه چې کوم څوک په دولت کې د هغه د خوشي کېدو لپاره ونه ګرځي، د بند مودې تخفيف يې په پام کې نه نيول کېږي.
هغه وايي، دا په داسې حال کې ده چې دى په کور کې داسې لويان نارينه نه لري چې د ده د خوشي کېدو لپاره هڅې وکړي.
د پلچرخي بل زنداني ۲۳ کلن مجيب الرحمن چې د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د جوی زرين کلي اوسېدونکى دى، هم د ټيلېفون په کرښه پژواک خبري اژانس وويل چې څلور کاله يې په زندان کې تېر کړي دي.
هغه چې د سيداباد د عالي لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکی و، ويې ويل: "په ښوونځي کې يې ونيولم راته يې وويل چې طالب يې، بس د طالب په جرم يې نيولی يم، خو اوس مې د بند له مودې شاوخوا دوې مياشتې زياتې تېرې شوې، خو نه پوهېږم چې ولې له زندانه نه خوشی کېږم."
مجيب الرحمن وايي چې پر لس کاله بند محکوم شوى او تر اوسه يې شاوخوا څلور کاله په زندان کې تېر کړي او په دې موده کې د عفوې د فرمانونو له مخې شپږ کاله او دوه مياشتې د بند مودې تخفيف ورکړل شوى دى.
هغه هم وايي چې دغه تخفيف ته پام بايد شاوخوا دوې مياشتې مخکې خوشى شوى واى.
ده وويل: "د کرزي په حکومت کې راته تخفيف راکړل شو خو اوس وايي چې نوی مکتوب راغلی او په کې راغلي چې له طالبانو تخفيف بېرته ګرځول شي شوی، خو هېڅ نه پوهېږم چې ولې؟"
د هغه په وينا، په زندان کې لسګونه نور داسې کسان شته د بند مودې تخفيفونو ته په پام يې د زندان وخت پوره شوى خو خوشې شوي نه دي. دى وايي په دغو کسانو کې ځيني داسې هم شته چې تر يو کال پورې ډېر وخت يې په زندان کې تېر کړى دى.
يو تن چې نوم يې څرګند نه کړ، پژواک ته د هغو اسنادو کاپي ورکړه چې له مخې يې يادو کسانو ته تخفيف ورکړل شوى او د تخفيف له مخې يې د بند موده شاوخوا دوې مياشتې مخکې تېره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت د محابسو او توقيف خونو مشر لوی پاسوال عبدالعليم کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عفوې فرمانونه پر ځاى او د عملي کېدو وړ دي.
خو هغه وايي، چې تر اوسه د محابسو رياست ته داسې شکايت نه دې شوى چې د بندي د بند مودې وخت دې پوره وي او د خوشي کېدو په اړه يې دې اقدام نه وى شوى.
هغه زياته کړه: "هېڅوک حق نه لري چې يو ساعت هم څوک تر ټاکل شوې مودې ډېر په زندان کې وساتي، متاسفانه زموږ رياست ته ورته ستونزو په اړه کوم اسناد نه دي راغلي، احياناً که وي موږ به يې ډېر ژر په اړه اقدام وکړو."
ده د يادو زندانيانو د څرګندونو په اړه وويل: "د دې پر ځاى چې دغو کسانو مطبوعاتو ته شکايت کړى ښه به دا وه چې ستونزه له موږ سره شريکه کړې واى، خو زه وايم چې حتماً يې په دوسيو کې حقوقي مشکل شتون لري."
د ده په وينا، ولسمشر د هغو زندانيانو د دوسيو د څېړلو لپاره يو کمېسيون ټاکلى چې د بند موده يې د پوره کېدو په حال کې ده.
کوهستاني وايي: "د يو شمېر هغو زندانيانو په اړه کوم چې حرفه يي تروريستان او يا هم د جنايي جرمونو په برخه کې حرفه يي کسان دی، يو لړ ستونزې رامنځته شوې وې، نو د ښه دقت لپاره دغه کمېسيون ټاکل شوی دی."
ده د يادو ستونزو په اړه يواځې دومره وويل چې مخکې ځيني کسان له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته بېرته د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي او يا يې هم جنايي جرمونو ته مخه کړې ده.
د محابسو رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې او نورو جرمونو په تړاو څه باندې ۲۶ زره تنه د هېواد په مرکز او ولايتونو کې بنديان دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










