منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې ٢٠ ښځې د بروسلوز په ناروغۍ اخته شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

فيض اباد (پژواک،٢٧ لړم ٩٤): بدخشان کې د "بروسلوز" واکسين کمپاين په داسې حال کې پيل شوی چې ٢٠ مېرمنې په دې ناروغۍ اخته شوې دي او د ځينو څارويو بچيان تلف شوي دي.

"بروسلوز" يو ډول ناروغۍ ده چې د بروسلا مکروب له لارې خپرېږي، نر څاروي شنډ او ښځې څاروي د جنين له سقط سره مخ کوي.

په دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل د وښو او خوړو کمښت دى، څاروی ډنګر او په پايله کې يې وژني.

د "بروسلوز" واکسين کمپاين د بدخشان ولايت په کچه له تېرې اوونۍ پيل شوى او څه باندې ١٧٠زره څاروي چې غواګانې او غوايي، پسونه او اوزې په کې شاملې دي، په وړيا ډول واکسين کېږي.

د بدخشان مالدارۍ او کرنې مشر محمدعالم عالمي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا کمپاين چې يوه مياشت دوام لري، تر ډېره د حيواناتو بچيان واکسين کېږي.

نوموړي زياته کړه چې بروسلوز ناروغۍ تر ډېره د څارويو د جنين د سقط لامل ګرځي چې تر اوسه يو شمېر څارويو سقط کړى دى؛ خو د غواګانو او غويانو، اوزو او پسونو په څېر حيواناتو راپور ورته نه دى رسېدلى.

د کرنې او مالدارۍ رياست اټکل شوې شمېرې ښيې چې په بدخشان کې ٥٠٠ زره څاروي شتون لري.

د ارګو ولسوالۍ د ارغند کلي اوسېدونکي عبدالاحمد چې لس غواګانې او خوسيان لري، وويل چې د کرنې وترنرۍ رياست مسوولينو د هغوى څاروي واکسين کړي او له بروسلوز ناروغۍ څخه د يادو څاريو ساتنې زده کړې يې هم ورکړې دي.

ياد مال لرونکي زياته کړه که څاروي يې واکسين شوي نه وای، په ځانګړې توګه خوسيان، له منځه تلل؛ څرنګه چې تېرکال د نوموړي يو خوسى د بروسلوز ناروغۍ له امله تلف شو.

"بروسلوز" چې د غوا محرقې په نوم هم يادېږي، د نا اېشېدلو شېدو، غوښې، له څاريو سره اړيکه او د  ناروغ څاروي له پرنجي څخه انسان ته ور انتقالېږي.

د دې ناروغۍ نښې، شديده ټنبلي، د وزن کموالى، بې اشتهايي، د هډوکو سخت درد، د پوستکي او سترګو ژېړېدل دي چې د ډاکترانو په وينا  که په اوږده موده کې که تداوي نه شي، د مړينې لامل کېږي.

د بدخشان کرنې رياست د مالدارۍ امر غلام حسن وويل چې سږ کال يې له څارويو څخه انسانانو ته د بروسلوز ٢٠ پېښې هم ثبت کړې دي.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي نازي چې يو غويی لري وويل، دوه مياشتې مخکې ناروغ شو، کله چې وترنرانو غويى معاينه کړ، ويې ويل چې غويى په بروسلوز ناروغۍ اخته دى او هغه يې هم نيولى دى.

دې مېرمنې زياته کړه: "زما په سر او ملا کې ډېر درد و، خوابدي  او تبه مې درلوده، روغتون ته لاړم او اوس روغه شوې يم."

بدخشان شمال ختيځ ولايت دى چې ډېرى کسان يې کروندګر او مالداران دي او له همدې لارې ژوند پر مخ وړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې