منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“حميرا په انځورګرۍ او نقاشۍ کې جادويي ذکاوت لري”

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

چاريکار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د ښوونځي تړلې دروازې ته د څادرۍ لرونکې ولاړې نجلۍ کښل شوى انځور، دغه د انځورګرې حميرا تر ټولو وروستۍ انځور دی چې سترګې ځان ته ورکاږي.

اتلس کلنه حميرا د پروان د جبل سراج ولسوالۍ د مناره کلي اوسېدونکې ده چې د دې ولسوالۍ د نجونو لېسې په دوولسم ټولګي کې د زده کړې ترڅنګ له شپږو کلونو راهيسې رسامي کوي.

دا انځورګره نجلۍ چې د جبل سراج د نجونو لېسې په کتابتونو کې د ياد انځور پر بشپړولو بوخته وه، د ښوونځي ځيني زده کوونکي او ښوونکي په ډېره لېوالتيا د هغې د دغه هنر نندارې ته حيران و.

د حميرا په يوه کښل شوي انځور کې يوه چادري واله نجلۍ ښکاري چې ژاړي او د ښوونځي د تړل شوې دروازې څنګ ته ولاړه ده.

دا انځورګره نجلۍ استاد نه لري، تر اوسه يې د طبيعت د ښکلاوو تر څنګ د ٥٨ مشهورو شخصيتونو لکه مولانا جلال الدين بلخي، احمدشاه بابا، سيدجمال الدين افغان، احمدشاه مسعود، حافظ شېرازي، سعدي او نورو انځورونه کښلي دي.

هغې زياته کړه چې لومړى انځور يې د نړۍ د ستر رياضي پوه "فيثاغورث" انځور دى چې د ټولو په ځانګړي ډول د ښوونځي د ښوونکو او د هغې د ټولګيوالو د خوښې وړ وګرځېد.

هغې وويل: ((که چېرته د رخشانې اصلي تصوير پيدا کړم، داسې ښکلى به يې انځور کړم چې په تاريخ کې تلپاتی شي.))

  راپورونه څرګندوي چې طالبانو د روان کال  د لړم په ٣مه نېټه ١٩ کلنه رخشانه د غور  ولايت د مرکز اړوند په اودک غلمين کلي کې په عام محضر کې سنګسار کړه.

راپورونه زياتوي چې رخشانې تازه واده کړى و او له يوه بل هلک سره د فيروز کوه مرغاب سيمې ته تښتېدلې وه چې طالبانو له نيولو وروسته سنګسار کړه.

نوموړي زياته کړه: ((اقتصادي حالت مې ځکه ښه نه دى چې يو ورور مې په ملي اردو کې سرتېرى دى او د کور ټولې اړتياوې مو پوره کوي.))

د جبل سراج د نجونو لېسې امرې ليدا احمدي د حميران په اړه وويل، حميرا تکړه او ذکي نجلۍ ده، د رسامۍ او نقاشۍ په هنر کې ځانګړی او جادويي استعداد لري.

د هغې په خبره، حميرا د ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو له خوا هڅول کېږي، خو تر اوسه کوم چا يا کومې ډلې ورسره مالي مرسته نه ده کړې.

د حميرا ټولګيوالې شمسيې هم د حميرا د انځور ګرۍ او نقاشۍ د هنر ستاينه وکړه.

شمسيه گفت د حميرا د انځورګۍ د بهير له لېدو سره لېواليتا لري، ځکه چې حميرا په خپلو لاسونو ښکلي او هنري انځورونه باسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه