جلال اباد (پژواک، ۲٤ زمری ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو پُله د بوديجې ستونزه د تدارکاتو د کمېسيون له خوا هواره شوې او ډېر ژر به يې د جوړولو چارې چټکې شي.
د بهسودو پول د جلال اباد له ښار سره د کونړ، نورستان او لغمان شاوخوا ٢٧ ولسوالۍ نښلوي چې د جوړېدو چارې يې تېر کال پيل شوې، خو د بوديجې د نشتوالي له امله يې چارې تر وروستي حده ټکنۍ روانې دي.
په همدې سيمه کې د بهسودو پخوانی پول هم شته خو د زړښت تر څنګ د څو چاودنو پر مهال يې ځينې برخې زيانمنې شوې او د ممکنه نړېدو له وېرې يې اوس ور څېرمه د بل پُله د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د دغه نوي پل د جوړوونکي شرکت "الينګار الکوزی" اجرائيه امر ډاکتر مايار څو مياشتې مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې د ياد پله ۵۶ سلنه کارونه يې بشپړ کړي خو د فوايد عامې وزارت ورته پر وخت پيسې نه ورکوي.
هغه زياته کړې وه: ((د قرارداد وخت پوره شوی، موږ ته لګښتونه پر وخت را نه کړل شول؛ ځکه مو کارونه ټکني وو، اوس هم کار روان دی خو د تېر کال د کب له مياشتې تر اوسه شوي لګښتونه نه دي راکړل شوي.))
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بوديجې د نشتوالي له امله د ياد پله چارې ټکنۍ شوې وې.
خو هغه زياته کړه چې د ننګرهار والي سليم خان دغه موضوع جدي نيولې او دا ستونزه يې په مرکز کې له چارواکو سره شريکه کړې ده.
خوږياڼي وويل چې د دغه پله پاتې بوديجه د تدارکاتو کمېسيون له خوا منظوره شوې او ډېر ژر به له د ولسمشر له خوا تر لاسليک وروسته يې پيسې ورسېږي او د پله د جوړېدو چارې به تېزې شي.
ده وويل چې د پول ٧٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي او دوى هڅه کوي چې په ژر فرصت کې يې ګټې اخيستلو ته وسپاري.
د هغه په وينا، والي سليم خان کندوز د بهسودو پله موضوع په خپل سل ورځني پلان کې نيولې وه او وخت په وخت يې له کارونو څارنه کوي.
د بهسودو پله په چارو کې د فوايد عامې وزارت استازي او د څارنې مسوول انجنير سيداحسان پژواک اژانس ته ومنله چې د بوديجې د نه شتون له امله يې چارې ځندېدلې وې خو زياته يې کړه چې اوس بوديجه منظوره شوې او ډېر ژر به يې کارونه خلاص شي.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير حميدالله طلوع پژواک اژانس ته وويل چې د پله ٧٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي او اوس يې کارونه تېز شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ننګرهار والي او د فوايد عامې وزارت د دغه پله جوړېدو ته زياته پاملرنه کوي او هيله يې څرګنده کړې چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د بهسودو د نوي پله له جوړېدو سره جوخت پر پخواني پله تګ راتګ ډېر شوی چې له امله يې ډېره کله د بهسود لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وي.
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل: ((زه په جلال اباد ښار کې د وحدت لېسې زده کوونکی يم، هر سهار له کلي ښار ته راځم خو د بهسودو پر پله لاره د ډېر رش له امله بنده وي.))
هغه غوښتنه وکړه چې نوی پول بايد ژر تر ژره جوړ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










