کابل(پژواک،٣ ليندۍ٩٤): کابل کې د څلورو دولتي پوهنتونونو استادان وايي که ولسي جرګې په ٤٨ ساعتونو کې د لوړو زده کړو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان رد نه کړي، د پوهنتونونو استادان به کاري اعتصاب وکړي.
د کابل پوهنتون، طبي پوهنتون، پولتخنيک پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو په پرېکړه ليک کې چې تېره ورځ يې صادر کړى، راغلي چې د لوړو زده کړو په قانون کې چې د يوه تقنيني فرمان له لارې اعلان شوی نيمګړتياوې شتون لري.
په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې چې په پوهنتونونو کې د با استعداده ليسانسه فارغانو د جذب پر وړاندې د تقنینی فرمان خنډونه دې له منځه لاړ شي او د افغانستان د لوړو زده کړو قانون په ۳۴مه ماده کې دې د پوهيالي رتبه زياته شي.
دغه راز سرچينه ليکي چې په پوهنتونونو کې دې با استعداده ليسانسه فارغانو لپاره د مقررېدو او جذب زمينه برابره شي.
د کابل پوهنتون استاد پوهاند لطف الله صافى هم په دې اړه ويلي چې په ياد تفنيني فرمان کې پوهيالي، پوهنيار او پوهنمل ته په اداري بست کې د کار کولو اجازه نه شته؛ په داسې حال کې چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې ۸۰ سلنه اداري بستونه پوهيالي، پوهنيار او پوهنمل مخته وړي.
د فرمان په ۶۹ مه ماده کې راغلي، هغه څوک چې پوهيالی دی، تر څو چې ماسټری وانه خلي پوهنيار کېدای نه شي. خو صافى وايي څرنګه چې ټولو څانګو کې ماسټري نه شته، نو څنګه ممکنه ده چې ټول به ماسټر شي.
صافی وایي:«په ۳۴ مه ماده کې د ليسانس پر وړاندې خنډ جوړ شوی او د پوهیالي رتبه حذف شوې ده. پوهنيار او پوهنمل د استاد مرستيالان ګڼل شوي دي . دغه کټګوري استادان بايد وروزل شي.»
هغه ياد فرمان ته په پام زياتوي:« پوهندوی- پوهنوال او پوهاند دې تقاعد کړل، استادان په چا روزې؟ او درس بايد څوک ورکړي؟ یواځې د کابل په پوهنتون کې ۸۴ ديپارټمنټونه دي، چې د هغه له جملې څخه ۱۵ د ماسټرۍ برنامې دي، د ۶۹ نورو ديپارټمنټونو لپاره استادان له ايران او پاکستان څخه استخداموئ!؟»
د استادانو له خوا په صادر شوي پرېکړه ليک کې هم راغلي: «افغانستان د لوړو زده کړو په تاريخ کې استاد ته ځواب نه دی ورکړل شوی. د مجربو، متخصصو او په کار پوه ۷۸۵ استادانو ته انفکاک ورکول او له ۱۸۰۰ څخه زياتو استادانو منفک کول د پوهنتونونو تدريس په ټپه دروي.»
سرچينه ليکي چې د فرمان پنځوسمه ماده بايد رد شي او په دې ترتيب په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا، د ځوان استادانو د روزنې ، ترفيعاتو او تدريس لپاره لار هواره شي.
په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى چې د لوړو زده کړو قانون پر مصوبې دې له سره غور وشي او په کې راغلي چې په دې اړه ياد شوى فرمان د اساسي قانون له ۷۹ مې مادې سره په ټکر کې دی.
په ۷۹ ماده کې راغلي:« حکومت کولای شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت کې له بودجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنينی فرمانونه ترتیب کړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حکم پيدا کوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې هغې ته وړاندې شي او که د ملي شورا له خوا رد شي اعتبار نه لري.»
خو په پرېکړه ليک کې راغلي چې په دې برخې کې تقنيني فرمان ته ضروري او عاجل حالت نه ليدل کېده.
سرچينه ليکي چې ددې تقنينی فرمان له مخې اړونده ادارې اجرات کوي، استادان او تقنيني قوه د يوه حقوقي انجام شوي عمل پر وړاندې واقع کېږي، چې د هغې مخنيوی د قانون له مخې ستونزې رامنځته کوي.
په پرېکړه ليک کې راغلي: «د پاسنيو دلايلو او نورو ملي ګټو د ساتنې لپاره زموږ وړانديز دا دی، چې په ۴۸ ساعتونو کې د ملت استازي ( ولسي جرګه) د نوموړي فرمان د رد اړوند پرېکړه وکړي، چې د دغې دسيسې مخه ونيول شي. که نه له هغه وروسته به د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د درس د نه ورکولو او د ازموينې د نه اخيستلو اعتصاب پیل شي.»
د عدليې وزارت شاوخوا ۹ کاله وړاندې د لوړو زده کړو قانون طرحه د تصويب په موخه ولسي جرګې ته وړاندې کړې وه خو د "پوهنتون او دانشګاه او پوهنځي او دانشکدې" کلمو د کارولو پر سر د اختلافونو له امله له تصويبه پاتې شوه.
د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه طرحه يې بېرته حکومت ته استولې وه، او ولسمشر تر ځينو بدلونونو وروسته د تقنيني فرمان په بڼه ولسي جرګې ته استولې ده.
خو هغه وايي چې تر اوسه ياد تقنيني فرمان د جرګې اداري پلاوي ته نه دى رسېدلى.
دى وايي ټاکل شوې چې سبا اداري پلاوي ته ورسيږي او راتلونکې اوونۍ د جرګې د عمومې غونډې په اجنډا کې شامل او جرګه يې په اړه پرېکړه وکړي.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ولسمشر په دې تقنيني فرمان کې د خلکو يوه لويه کتله له پامه غورځولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې په دې وروستيو کې د ولسمشر پنځه تقنيني فرمانونه رد کړي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









