شبرغان (پژواک، ٣ لړم ٩٤): په جوزجان ولايت کې د زعفرانو کښت د تېرو دوو کلونو په پرتله دری برابره حاصل ورکړى او د ښځو په ګډون د کروندګرو د اقتصاد پر لوړولو يې مثبت اغېز کړى دی.
زعفران چې ډېر ګټور حاصل لري، داسې يو بوټى دى چې په نيمه تودو سيمو کې چې نرم ژمى، تود او وچ اوړى ولري، ښه وده کوي.
دا بوټى ګڼې درمليزې ځانګړتياوې لري چې د درمل جوړولو، د خوړو خوند موندنې او تودو څښاک توکو کې کارول کېږي.
زعفران هر کال د تلې مياشت کې په جوزجان کرل کېږي او تر دريو مياشتو پورې په حاصل راځي. حاصل يې په معمولي ډول سهار وخت يانې تر لمر ختو وړاندې اخيستل کېږي.
د کرنې چارواکي وايي چې د جوزجان اقليم د دغه ګران بيه بوټي د کرلو لپاره مناسب دى او امتحاني کښت يې نتيجه ورکړې ده.
د دغه بوټي امتحاني کښت په ١٣٩٢ لمريز کال کې د ١٢٥ ښځو په ګډون د ٢٠٠ کسانو لپاره د جوزجان په مرکز شبرغان، اقچه او خواجه دوکوه ولسواليو کې پيل شو او هر کروندګر له خپلې سل مربع متره ځمکې څخه د زعفرانو شاوخوا ٥٠٠ ګرامه حاصل ترلاسه کړى دى.
تېر کال د هر کروندګر حاصلات ١٢٠ ګرامه او سږ کال ١٥٠ ګرامه ته لوړ شوى دى.
يو کيلو زعفران ١٥٠زره افغانۍ بيه لري او که چېرې محاسبه شي، نو د دې دوو سوو کروندګرو حاصلات په روان کال کې د ٣٠ زره کيلوګرامو زعفرانو ټوليز ارزښت څلور ميليونه او ٥٠٠ زره افغانۍ کېږي.
د جوزجان د کرنې او مالدارۍ مشر انجنير عبدالرشيد وايي چې سږ کال يې دا دوه سوه کروندګر پر لسو ډلو وېشلي او هرې ډلې ته يې د زعفرانو څه باندې ٣٠٠ کيلو پياز (تخم) په وړيا ډول ورکړی چې حاصلات يې د دوو تېرو کلونو په پرتله دری چنده شوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې زعفران ډېرو اوبو ته اړتيا نه لري او زړي يې په لابراتوار کې ازمايل کېږي چې غوره کيفيت ولري.
د کرنې ادارې مشر زياته کړه چې کروندګرو ته يې روزنه ورکړې او دغه محصول د کورني اقتصاد په برخه کې په ځانګړي ډول له ښځو سره مرسته کړې ده.
شبرغان ښار ته څېرمه د بابه علي کلي پنځوس کلنې اوسېدونکې حفيظې چې د زعفرانو د کښت دری ورځنۍ روزنيزه دوره يې تېره کړې، وويل: ((موږ ته يې د زعفرانو د کرکيلې ټول وسايل راکړي، د زعفرانو له کښت سره هم بلد شوو.))
نوموړې چې د اوو نجونو او هلکانو مور ده او يواځې خاوند يې کار کوي، وايي چې زعفران په کمه ځمکه کې ډېر حاصل ورکوي او دا يې له حاصل نه راضي ده، په پيسو يې د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کولى شي.
حليمه چې له دوو کلونو راهيسې زعفران کري، وايي چې په لومړي کال کې يې له سل متره مربع ځمکې نه ٥٠ ګرامه حاصل اخيستى او په روان کال کې يې حاصلات ١٥٠ ګرامو ته رسېدلي دي.
هغه چې دوه کوچني ماشومان لري او خاوند يې پنځه کاله وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شوى، وويل چې د زعفرانو د پلور له درکه يې څه باندې څلوېښت زره افغانۍ ترلاسه کړې چې د ژوند تېرولو لپاره يې مناسبې پيسې دي.
دې مېرمنې زياته کړه: ((زه يوه کونډه يم، ډېرې ورځې د خلکو کورونو ته د يوې مړې ډوډۍ پيدا کولو لپاره ورځم، خو اوس د زعفرانو کښت زما لپاره لويه مرسته ده او د پلور له اړخه يې خپل ژوند مخې ته وړم.))
د محمد روشن په نوم يوه بل کروندګر وويل چې د هغه حاصلات هم ښه و او هيله ده چې ښه پلور هم ولري.
دې کروندګر وويل چې د کرنې رياست د دغه بوټي د بازار موندنې په برخه کې له دوى سره همکاري کوي.
د جوزجان د کرنې رياست د کورنيو د اقتصاد برخې مشرې حليمې وويل چې د زغفران د محصولاتو د منظم پلور لپاره يې سږ کال د زغفرانو د توليدوونکو ټولنه رامنځته کړې او د کروندګرو ټولنه د زعفرانو د پلور په برخه کې مرسته کوي.
د ويلو ده چې هرات د زعفرانو د کمښت سرچينه ده او د کرنې وزارت د زعفرانو پياز شاوخوا ١٥ ولايتونو ته وېشلي چې د کوکنارو د کښت لپاره يو ښه بدل شمېرل کېږي.
د هرات د زعفرانو حاصلات له هېواده بهر اروپايي هېوادونو ته هم صادرېږي او ددې ولايت کروندګرو څلور کاله وړاندې له دې درکه ١٢٥ ميليونه افغانۍ عايد درلود.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










