منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بغلان په برکه کې داعش ته منسوبو کسانو نفوذ کړى”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

پلخمري (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د ولايتي شورا ځيني غړي او ځايي خلک وايي چې داعش پورې اړوندو کسانو د بغلان په برکه ولسوالۍ کې فعاليت پيل کړى او زياتوي چې د داسې ډلو شتون ګواښ پېښوي.

د هغوى په خبره، دا کسان په ځينو سيمو کې تګ راتګ کوي او سرتېري پيدا کوي.

ځايي خلک وايي چې د داعش کسان اوسمهال د برکې ولسوالۍ په تنګ مرچ سيمه کې د طالبانو ځاى نيولى دى.

د بغلان د ولايتي شورا مشر محمد صفدر وايي، څه باندې يوه مياشت کېږي چې دې ډلې په تنګي مرچ سيمه کې ځان ته ځاله جوړه کړې او د سرتېرو په جذبولو بوخته ده.

د محسني په خبره، دولت بايد دا خطر جدي وبولي او داعش ته منسوب کسان وځپي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((که چېرې دولتي ځواکونه د دې ډلې د ورکولو لپاره اقدام ونه کړي، نو په نږدې راتلونکي کې به ډېرې ناوړه پايلې ولري.))

د تنګي مرچ يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته وويل، يوه مياشت کېږي چې ناپېژندانه وسله وال کسان شپه ورځ په موټرو کې له تورو بيراغونو سره تګ راتګ کوي، د شپې په جوماتونو کې تبليغ کوي چې د دولت پر ضد د جهاد لپاره خپل ځوانان د سرتېرو په توګه دوى ته ورکړي.

د سرچينې په خبره، په دې وروستيو کې ١٢ کورنۍ چې زامن يې پخوا په سيمه ييزو پوليسو کې وو، په داعش پورې منسوبو کسانو له وېرې ساحې پرېيښې او د ولسوالۍ مرکز ته تللي دي.

سرچينې زياته کړه: ((ځيني خلک په خپل منځ کې عربي خبرې کوي.))

د دې ولسي سرچينې په خبره،  طالبان په هزار تاق او فلول او داعش ته منسوب کسان د برکې ولسوالۍ په تنګي مرچ سيمه کې فعاليت لري. طالبان له تنګي مرچ سيمې نه درې مياشتې وړاندې وتلي او دوه مياشتې په دې سيمه کې څوک نه وو، خو له يوې مياشتې راهيسې يې ځاى داعشيانو نيولى دى.

د بغلان ولايتي شورا غړي فيروزالدين ايماق هم وويل چې ځايي اوسېدونکو له دې سره په اړيکه کې ويلي چې په سيمه کې يو شمېر نا پېژندانه وسله وال چې د داعش بيراغ لري، پيدا شوي، خلک او ځوانان خپلې پلوۍ ته جذبوي.

هغه زياته کړه: ((موږ امنيتي چارواکي د داعش له نفوذ خبر کړي، خو تر اوسه مو دهغوى له خوا کوم حرکت نه دى ليدلى.))

ځايي خلک وايي چې پخوا جندالله ډلې او طالبانو په ګډه د برکې ولسوالۍ په ځينو ساحو کې فعاليت درلود، خو اوسمهال د داعش د کسانو فعاليت هم احساسېږي.

د هغوى په خبره، داعش پورې اړوند کسان چې بهرني وګړي هم په کې دي، د کندوز د علي اباد او خان اباد او د تخار اشکمش ولسوالۍ نه برکې ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي او اړينه ده چې دولت د وسله اولو مخالفينو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د بغلان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير وويل، که څه هم تر اوسه د کشفي ارګانونو له خوا د داعش د شتون په اړه په رسمي ډول کوم راپور دوى ته نه دى ورکړل شوى، خو داسې اوازې شته چې دا ډله په تنګي مرچ ساحه کې فعاله شوې ده.

هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه تر هر نامه لاندې فعالو وسله والو مخالفينو مخالفينو پر وړاندې پروګرام لري او ډېر ژر به په دې برخه کې اقدام وکړي.))

د برکه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبان او داعش هر يو په خپله ساحه کې فعال دي او تر اوسه د هغوى ترمنځ د ټکر کومه نښه نه ده ليدل شوې، خو خلک وېره لري چې هسې نه د دواړو ترمنځ جګړه رامنځته شي.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبان او داعش يو د بل مخالف دي او سږ کال يې د زابل او ننګرهار ولايتونو په ګډون تر خپل واک لاندې ساحو کې سختې نښتې کړې چې پر دواړو خواوو سربېره، ملکي خلکو ته هم زيانونه او مرګ ژوبله اوښتې ده.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه