جلال اباد (پژواک، ۹ ليندۍ ۹۴): د ختيځ زون د ښځو فعالانې وايي چې حکومت باید د ښځو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۳۵مې ګڼې پرېکړه ليک يا د افغانستان د ملي عمل د پلان مکلفيتونه عملي کړي.
دغه پلان په ۱۳۹۳ کال افغان حکومت منلی او اوس د بهرنيو چارو وزارت له لوري يې په بېلابېلو ولايتونو کې د تطبيق لپاره د مخکتنې غونډې پيل شوې دي.
د ليندۍ په ۹مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۳۵مې ګڼې پرېکړه ليک د تصدیق په موخه د افغانستان د ملي عمل د پلان د مخکتنې (ښځه، سوله او امنیت)" غونډه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو رياست يوه مسوول نعمت الله اسحاقزي په دې غونډه کې وويل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه ليک په ۱۳۹۳کال کې د حکومت له لوري تصويب شوی دی.
اسحاقزي وويل: ((په چارو کې مېرمنو ته د ګډون حق ورکول، د تاوتريخوالي مخنیوی او د مېرمنو د حقونو خونديتوب د دغه پرېکړه ليک مهم موارد دي.))
نوموړي زياته کړه: ((که غواړو چې له نړيوالو سره ښه روابط ولرو، بايد د دغه پرېکړه ليک مکلفيتونه ومنو؛ ځکه موږ د ملګرو ملتونو غړيتوب لرو.))
په ختيځ کې د بشري حقونو کمېسيون رييسه صبرينا حميدي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت دې د ياد پرېکړه ليک مکلفيتونه عملي کړي.
حميدې يادونه وکړه چې له حکومت سره به په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.
لغمان ولايت د ښځو چارو رياست سرپرستې نسرين ثنا حسين خېل پژواک ته وويل چې په لغمان کې به د دغه پرېکړه ليک د عملي کولو لپاره مبارزه وکړي.
حسين خېل په دې برخه کې د حکومت همکاري اړينه وبلله.
د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنیف ګرديوال په ياده غونډه کې يادونه وکړه چې بايد د مېرمنو تعليمي برخې ته پاملرنه ډېره شي او د تاوتريخوالي مخنیوی يې وشي.
ګرديوال وويل: ((مېرمنې کولی شي په سوله کې ونډه واخلي، ځکه کولی شي د کورنۍ مخالف غړي سولې ته را وبولي.))
نوموړي د ياد پرېکړه ليک د عملي کولو په برخه کې د سيمه يیزې ادارې ژمنه هم تازه کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










