کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د اسيا پراختيايي بانک د افغانستان د کرنيز سکتور د ښه کېدو لپاره ١١ ميليونه ډالر مرسته وکړه چې دا پيسې به د پنځو مسلخونو او مېوو د بسته بندۍ او ساتنې په برخه کې ولګول شي.
د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قرارداد د ماليې وزير اکليل حکيمي د اسيا له پراختيايي بانک سره لاسليک کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته د انګلستان هېواد له خوا د افغانستان د بنسټيز امانتي صندوق لپاره د اسيا پراختيايي بانک په واک کې ورکول کېږي.
سرچينې ليکلي چې دا مرسته د کرنيزو محصولاتو، بازار موندنې، د مسلخونو جوړولو، د مالدارۍ عصري کولو او د کرنې سکتور د پراختيا لپاره لګول کېږي.
د ماليې وزير د اسيا پراختيايي بانک او انګلستان حکومت نه د مدني او درناوي په څرګندولو سره ويلي چې د کرنيز سکتور ښه والى د افغان حکومت له لومړيتونو ګڼل کېږي، څو افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک مشر توماس پنیلا (Thomas Panella) ويلي چې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې د بڼوالۍ محصولاتو او څارويو په شمېر کې د پام ډېروالى راغلى، خو دا سکتور لا هم زياتې پراختيا ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه چې دا نوې مرسته به د پنځو مسلخونو جوړولو او مېوې په بسته بندۍ او ساتلو کې ولګول شي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د اسيا پراختيايي بانک او افغان حکومت تر دې وړاندې دې پروژې ته ٣١ ميليون ډالر ځانګړي کړي وو چې ٣٠ ميليونه يې د اسيا پراختيايي بانک او ١ ميليون نور د افغانستان ونډه وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










