منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.و
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند پر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۹ لیندۍ ۹۴): په هلمند ولايت کې ٧زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست شکرالله شاکري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه تخمونه د لښکرګاه ښار د کرنې رياست په څېړنيزو فارمونو کې اصلاح شوي دي.

هغه وويل چې د اصلاح شوو تخمونو له وېش نه اساسي موخه د کوکنارو د کر مخنيوی او د کروند ګرو د ژوند اقتصادي برخې ته وده ورکول دي.

شاکري زیاته کړه: ((هغو کروندګرو ته چې اصلاح  شوي تخمونه ورکول کېږي، له وړاندې يې نوملړ جوړ شوی دی او د وزارت له طرزالعمل سره سم به پرې ووېشل شي.))

دغه راز د هلمند د والي د دفتر رييس نقيب الله سکندري پژوک ته وويل چې هر کروندګر ته ٥٠ کيلوګرام اصلاح شوي تخمونه ورکول کېږي.

ده وويل چې سږ کال به د هلمند په ګروندګرو ٣٥٠ ټنه اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د اصلاح شوو تخمونو ٤٠سلنه لګښت له کروندګرو اخيستل کېږي.

په دې اړه په مارجې ولسوالۍ کې د کرنې ریاست د ترویج  مدیر عزيزالله پژواک ته وويل که څه هم په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې دي خو د اصلاح شوو تخمونو د وېش پر وړاندې د نا امنۍ خنډونه نشته.

د نادعلي ولسوالۍ یو کروندګر بسم الله پژواک ته وویل: ((دغه تخمونه کېدای شي ډېرو کروندګرو ته ونه رسېږي، ځکه په دې سيمه کې ځمکې ډېرې او تخمونه کم دي.))

ده د کرنې له رياسته غوښتنه وکړه چې کروندګرو ته د هغوی له ځمکو سره سم اصلاح شوي تخمونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په پکتيا ولايت کې هم کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه