کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د کرنې وزارت وايي، په خوراکي توکو کې د زهري ( مايکوتوکسين) موادو د شتون د پېژندنې لابراتوار جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا په افغانستان کې د زهري توکو د پېژندنې يو له ارزښت لرونکو لابراتوارونو څخه دی، چې په هغه کې د کرنيزو محصولاتو بېلا بېلو ډولونو د افتونو پېژندنه او څېړنه تر سره کېږي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، ياد لابراتور د امريکا متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې (USAID) له خوا شاوخوا د ۸۰زره ډالرو په مالي لګښت د کرنې، اوبو لګونې اومالدارۍ وزارت د بادام باغ په څېړنيز فارم کې جوړ او سمبال شوی دی.
سرچينه کاږي، په دغه لابراتوار کې د کابل، بلخ، کندوز، هرات، کندهار او پروان ولايتونو د کرنې وزارت ۱۸ کارکوونکو ته د امريکايي کارپوهانو له خوا د نمونې د څرنګوالي او نمونې اخيستنې په برخه کې زده کړه ورکړل شوې ده. همداراز يې ۱۲ نورو کسانو ته د راټولو شويو نمونو د تجزيې او څېړنې په برخه کې زده کړه ورکړې ده.
سرچينه زياتوي، څېړنو ښودلې ده، چې په خوراکي توکو او کرنيزو محصولاتو کې د مايکو توکسين زهر لرونکو توکو شتون بېلا بېلې ناروغۍ په ځانګړې توکه د ځيګر او سږو سرطان د منځ ته راتلو لامل ګرځي.
نړيوالې شمېرنې ښيي، چې په ټوليز ډول سره د نړۍ ۲۵ سلنه کرنيز محصولات د زهرو په بېلا بېلو ډولونو ککړ دي او کېداى شي، چې په افغانستان کې د بېلا بېلو دلايلو پربنسټ دغه کچه لا زياته وي.
د کرنې وزارت وايي، له همدې امله، په نړيواله سوداګرۍ کې په کرنيزو محصولاتو کې د دا ډول توکو د اندازې پېژندنه يو شرط دی، پخوا به زموږ سوداګر د صادراتو په موخه اروپا، امريکا او نور عربي هېوادونو ته اړ وو، چې د خپلو محصولاتو نمونې ګاونډيو هېوادونو ته د دا ډول معايناتو او زهري موادو د پېژندنې په موخه يوسي، چې دا کړنه نه يواځې د زيات وخت سبب کېده، بلکې په لوړ قېمت تمامېده.
د سرچينې په حواله، د دې لابراتوار له لارې به وکولى شي له هېواد څخه بهر ته د صادرو شويو کرنيزو محصولاتو په برخه کې روغتييايي جواز او سرټيفکيټ برابر کړي او له دې اړخه دغه پروژه د افغانستان د کرنيزو محصولاتو د صادراتو لپاره يو حياتي ارزښت لرونکې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










