منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۰ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چين له پوهنې وزارت سره ٥٨ ميليون ډالره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٤): چين، د ملي انسټيټيوټ د ودانۍ د جوړولو او د افغانستان د حرفوي روزنو لپاره ٣٤،٦ ميليون ډالره او د پوهنې د نورو برخو لپاره ٢٣،٤ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.

د دغو مرستو هوکړه ليک نن د افغانستان د پوهنې وزير اسدالله بلخي او په کابل کې د چين سفارت د اقتصادي اتشه شين لي (Shen Lei) تر منځ لاسليک شو.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د ياد انسټيټيوټ ودانۍ د کابل ښار په کارته چهار سيمه کې د ٦٥ درسي خونو، ٢٥ اداري خونو، د کنفرانسونو لپاره لوى تالار، د کمپيوټر لپاره درې خونو، ١٠٥ کسانو ته ليليه، کتابتون او په ١٥ زره متره مربع مساحت کې د يوه جومات په درلودو سره جوړ شي.

سرچينې زياته کړه، چې د يادې ودانۍ عملي کار به د ١٣٩٥ لمريز کال د زمري مياشتې په منځمهال کې پيل او تر راتلونکو درېيو کلونو پورې به پشپړ شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه نوي جوړ شوي انسټيټيوټ ودانۍ د مسلکي او تخنيکي تعليماتو په انګړ کې جوړيږي.

د پوهنې وزارت د خپرونو مشر محمد کبير حقمل وويل، چې له چين سره په ننني هوکړه ليک کې د ٥٨ ميليون ډالرو مرسته شامله ده، چې له ٣٤ ميليون ډالرو زيات به يې د انسټيټيوټ د ودانۍ پر جوړولو او پاتې ٢٣،٤ ميليون ډالر به يې د اړتيا وړ پر نورو ښوونځيو او انسټيټيوټونو ولګول شي.

د هېواد د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، د چين هېواد دغه مرسته په داسې شرايطو کې چې اوسمهال افغانستان د بيارغونې په حالت کې دى او ډېرو ماهرو او متخصصو کارکوونکو ته اړتيا لري، د اهميت وړ وبلله.

بلخي له چين هېواد څخه د افغانستان د پوهنې په برخه کې د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه.

کابل کې د چين سفارت اقتصادې اتشې، هم په افغانستان کې د کار مارکېټ اړتياوو او مسلکي کدرونو روزنې ته په پام سره د خپل هېواد پر ژمنو ټينګار وکړ او په ياده برخه کې يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

 د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د دغه انسټيټيوټ استادانو ته په چين هېواد کې روزنه ورکړل شي.

 

 

  

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه