منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ او اروزګان کې کروندګرو ته د غنمو تخم ورکړل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

مزارشريف،ترينکوټ (پژواک،١٠ليندۍ٩٤): په بلخ او اروزګان ولايتونو کې کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه.

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د حاصلاتو د برخې مدير اسدالله ستېغ د ليندۍ په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د بلخ ولايت د ١٤ ولسواليو د کروندګرو لپاره د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ له دهدادي ولسوالۍ څخه پيل کړه.

نوموړي زياته کړه چې په دهدادي ولسوالۍ کې يې شپږ سوه کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو ۵۰ کيلويي بورۍ ووېشلې.

د هغه په وينا، په روانه لړۍ کې به د بلخ ولايت ۷۶۰۰ کروندګرو ته د غنمو ۳۸۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.

اسدالله وويل چې د غنمو د اصلاح شوي تخم ۵۰ کيلويي بورۍ د دوه جريبه ځمکې لپاره ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې حساب به سږکال په بلخ ولايت کې په ۱۵۲۰۰ جريبه ځمکه کې د غنمو د کښت لپاره اصلاح شوی تخم وشيندل شي.

د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي شريف پژواک ته وويل چې نن يې يوه بورۍ اصلاح شوی تخم تر لاسه کړ.

نوموړي زياته کړه، چې که له اصلاح شوي تخم سره د ځمکې د کرنيزو اوبو ستونزه هم په پوره توګه حل شي؛ نو حاصل يې د وطني تخم په پرتله څو وارې ډېر او ښه کيفيت لرونکی وي.

د هغه په وينا، په ياده ولسوالۍ کې وېشل شوی اصلاح شوی تخم د ټولې ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي؛ خو بيا هم د غنمو د حاصل په ډېروالي به اغېز ولري.

حاجي شريف په بلخ ولايت کې په کرنيزه برخه کې د ځمکو لپاره د اوبو کمښت له ټولو جدي ستونزه وګڼله  چې د حل کېدو په حالت کې به يې مثبت اغېز خورا ډېر وي.

د کرنې او مالدارۍ رياست د حاصلاتو برخې مدير اسدالله وويل، چې په وروستي کال کې د شويو بارانونو او د وېشل شويو اصلاح شويو تخمونو له امله په بلخ کې د غنمو حاصل خورا زيات شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال په بلخ ولايت کې ۱۷۵ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو چې له دې شمېرې څخه سل زره هکتاره يې ابي او پاتې نوره يې للمه وه.

اسدالله وويل چې ابي ځمکو د يو جريب پر سر تر دوه نيم ټنو پورې او للمي ځمکې تر يو نيم ټن پورې حاصل ورکړ.

نوموړي په بلخ کې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه ومنله؛ خو زياته يې کړه چې دغه ستونزه د بلخ په عمومي نهرونو کې په طبيعي ډول د اوبو کمښت دی.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، هم په اروزګان ولايت کې هم کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول.

د اروزګان ولايت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس زلمي الکو پژواک ته وويل چې سږکال  به د مرکز او ولسواليو پر کروندګرو ۱۳۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ۳۰ ټنه به په مرکز ترينکوټ، ۲۵ ټنه به په دهراووت ، ۲۰ ټنه به په چورې، ۱۳ ټنه به په چنارتو ، ۱۵ ټنه به په خاص اروزګان، ۱۲ ټنه به په ګيزاب او ۱۵ ټنه به په چارچينو ولسوالۍ کې پر کروندګرو ووېشل شي.

ده وويل چې د يادو اصلاح شويو تخمونو ٤٠ سلنه لګښت له کروندګرو څخه اخيستل کيږي.

خو د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي بيا پژواک ته وويل چې کروندګرو ته بايد اصلاح شوي تخمونه په خپل وخت ورکړل شوي واى.

هغه زياته کړه : (( اوس د غنمو د کرلو وخت تېر دى.))

د افغانستان په ډيرو ولايتونو کې غنم د تلې په مياشت کې کرل کيږي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه