منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سترګو له ليد محروم سناتور: شعر و چې زه يې ژوندى وساتلم

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۵۷ کتنې

کابل (پژواک ١١ ليندۍ ٩٤) : شاعر او د مشرانو جرګې انتصابي غړى عبدالباقي بريال  چې يوه پښه يې پرې شوې او په دواړو سترګو ړوند دى، وايي چې شعر بايد انساني ارمانونو ته استقامت ورکړي.

٥٩ کلن بريال د ځوانۍ له مهاله شعر ليکي، تورو عينکو، قره قلۍ، چپنې او لکړې  د هغه څېرې ته جذابيت ورکړى او په عادي خبرو کې يې هم د شاعرۍ خواږه  حس کېږي، خو وايي چې غواړي په خپل پياوړي عزم او شعر  سره د نورو معلوليت لرونکو کسانو لپاره  د پر ځان بسيا کېدو يوه بېلګه وي.

بريال په ١٣٣٥لمريز کال کې د غزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې زېږېدلى او پلار يې محمد نواب اجرستانى هم ولسي شاعر و.

بريال د ژورناليزم په ډګر کې يې له هېواده بهر لوړې زده کړې او په ٢٧ کلنۍ کې يې د يوې چاودنې له امله لومړى پښه او وروسته د همدې چاودنې د اثراتو له امله د خپلو سترګو ليد له لاسه ورکړى دى.

(سترګې او هوسونه)، (شين اسمان)، (ويرانې او خزانې) او (مينه نه مري) يې چاپ شوې شعري ټولګې دي چې تر څنګ يې د معيوبينو په ځانګړو خپرونو کې د معيوبينو په اړه ځينې د استاني ليکنې خپرې کړې او تازه ناچاپو شعرونو ته يې چې ډېرى يې څلوريځې دي ( سپوږمۍ په کوهي) کې نوم ټاکلى دى.

پژواک خبري اژانس د معلولينو د نړيوالې ورځې( د دسمبر ٣مې) په مناسبت له نوموړي سره د هغه د شاعرۍ، ادب او سياست او  نورو معلوليت لرونکو ته د شعر او ادب له لارې د هيلې ورکولو او هڅولو  په برخه کې د هغه د هڅو  په اړه ځانګړې مرکه وکړه.

د بريال په حجره کې د دې مرکې پرمهال د هغه دوه کوچنۍ لوڼې( حماسه او پښتيانا)  هم حاضرې وې چې د خپل پلار ګڼ شعرونه يې ياد کړي او تر څنګ يې بريال ورته د ښوونځي او لوست ځانګړي شعرونه هم ليکلي دي.

دغه سناتور چې د خپل عادت له مخې يې  په رسا او اوچت غږ  خبرې کولې، وويل چې شعر او ادب د ټولنې سر او سترګې بلل کېږي او په بحراني حالاتو کې د شعر او ادب دنده داده چې د خلکو او ټولنې پام لوړو انساني او بشري ارزښتونو ته را وګرځوي.

بريال وايي چې  لومړى شعر يې د بغلان "اتحاد" ورځپاڼه کې خپور شوى، له ټپي کېدو  وروسته مايوسه و، خو شعر و چې بېرته يې ژوندى وساته  او تر ننه يې د زړه غوټې او دردونه د شعر په ژبه بيان کړي او تل يې شاعرانه ژبه له پامه نه ده غورځولې.

ده ددې پوښتنې په ځواب  کې چې که شاعر نه واى، څه به وې؟ له لنډې چوپتيا وروسته په خندا ځواب ورکړ:" که شاعر نه وای، ژوندى به نه وم، لکه ماهى چې له اوبو را وباسې."

   بريال د اوسني شعر او په کې د مايوسۍ په اړه وويل:"شعر اصلا بايد د مايوسۍ، ناهيلۍ ، ياس او په حقيقت کې د ارادې د له لاسه ورکولو لپاره نه وي، د دې پر وړاندې بايد مبارزه وکړي، په انسان کې هوډ، تکل ،تصميم او مثبته اراده وپاروي، شعر بايد انسان ته معنويت ورکړي، د معنويت په درک سره په هغه کې نور محدوديتونه حل کېږي او پر خپل انساني عظمت تکيه کوي."

 بريال زياته کړه  چې انسان ته د سترګو د ليد له لاسه ورکول له روغتيايي اړخه د زغم وړ نه دي، خو د انسان په وجود کې يو بل حس را ژوندى کېږي او دغه تشه ډکوي، څوک چې له موره نا بينا پيدا وي، له نړۍ بل ډول انګېرنه لري، خو که وروسته له دې ستونزې سره مخ شي، نو خپلې ستونزې د قياس په مرسته حل کولى شي،ځکه چې د نړۍ هرڅه يې مخکې ليدلي دي.

هغه زياتوي چې شعر د مينې او احساس ژبه ده،تقدس لري او کله چې د انسان په وجود کې را ژوندى شي، نو انسان له ډېرو نورو منفي کړنو لاس اخلي، عاطفه، همپالنه او زغم په کې را ژوندى کېږي.

بريال وايي، هڅه کوي چې په انساني معنوياتو کې د دې معنوي ارزښتونو پالنه وکړي.

کله چې له بريال پوښتنه وشوه چې په خپلو شعرونو کې يې د معلوليت لرونکو هيلې او غوښتنې څومره  انځور کړې؟ ويې خندل او ګڼ داسې شعرونه يې وويل چې د معلولينو په ځانګړي ډول د نا بيناوو د معنوي سترګو او يوه ځانګړي ژور حس پر ارزښت  او هغوى ته د هيلې ورکولو لپاره يې ليکلي وو.

هغه ومنله چې ځينې شعرونه يې حماسي رنګ لري، خو وايي چې حماسه يې په مثبته مانا کارولې او په دې برخه کې د رحمت شاه سايل، اجمل خټک د غيرت چيغې، دروېش دراني او عبدالباري جهاني د شاعرۍ تر اغېز لاندې دى، خو وايي چې په ټوله کې رومانتيک او عالي کلام د انسان  د ذهني ودې او استقامت په برخه کې مهم  رول لري.

  بريال وويل چې شعر په هيله ورکولو،سوله او صميمت کې ډېر رول لرلاى شي، نړيوالو ادبياتو د بحرانونو پر مهال دا رسالت په ښه ډول ادا کړى او ده هم  په خپلو شعرونو کې دا هڅه کړې ده.

ادب او سياست هم دوه هغه موضوعات دي چې ډېر اديبان يې يو له بل سره په ټکر کې بولي او وايي چې يوه د عاطفې او بله د  زور او يا وچه ژبه ده، خو بريال په دې نظر دى چې مثبت ادب په سياست کې وده کوي او خپل رسالت نه هېروي.

هغه زياته کړه:"سياست د ارزښتونو ساتلو لپاره د ستاينې وړ دى، لکه د انساني موخو او ازادۍ لپاره، خو د شخصي غوښتنو او اقتدار سياست سره بايد همکاري ونه شي، ډېر ستر ليکوال، هم ستر اديبان و او هم لوړ پوړي دولتي چارواکي، په ډېرو سياسي غورځنګونو کې داسې اديبان ملي پاتې شوي."

بريال وايي، د عدم تشدد سياست پلوى دى،  د تېرو لسو کلونو سناتورۍ پرمهال يې د خپل معلول قشر  په اړه کړو کارونو کې د اعتدال، عدم تشدد ته د خلکو د هڅونې، حقايقو د ويلو او د هغوى د دردونو د بيان او حقونو لپاره کار کړى، شعر يې يواځې نه دى پرې اېښى، خو له ادبي کړيو يې يو څه لرې کړى دى.

دى زياتوي چې د همدې بوختيا په سبب اوس لنډ شعرونه (څلوريځې) ليکې، ځکه چې لنډ وي او مفهوم ښه رسوي، هغه د بېلګې په ډول يوه څلوريزه داسې وويله:"

د سلګيو اوازونه او د اوښکو مو  رودونه   _  لا پر نيمو شپو اوچت مو د دعا هغه لاسونه_

ګوندې زېرى د سبا شي او باران د رحمتونو _ او زموږ له مخې واخلي دا غمونه دا ويرونه ))

هغه وايي چې پخوا يې د خپل شعر د ليکلو او ساتلو په برخه کې ستونزې درلودې، خو اوس د نابينا کسانو لپاره غږيز کمپيوټر، د بريل ماشين او د ثبت اله لري چې خپل شعرونه پرې د ارينزي ( د هغه مشر زوى) په مرسته ليکي او ثبتوي يې او  د دې تر څنګ غږيز ادبي او فرهنګي پروګرامونه اوري.

د هغه په وينا،په تېرو لسو کلونو کې ادب ته زيات کار په منفرده بڼه شوى، دولتي پاملرنه ورته کمه وه، خو ليکوالو او شاعرانو "افغان ادبي بهير " او نورې ادبي ناستې رامنځه کړې چې روزنيزه بڼه لري، ټولنيز مسايل يې شعر ته لېږدولي، شعر له شعاره راوتلى او اوسني ځوان شاعران په ځانګړي ډول ښځې ښه شعر ليکي.

بريال زياته کړه:"ښځې له پخوا نه زموږ په ټولنه کې يوه محرومه طبقه ده، له نيکه مرغه ځينې ځوانې شاعرانې لوړ شعرونه ليکي، دوى ښځينه احساس ښه څرګندوي، له طبقاتي ستم پرده پورته کوي."

هغه زياتوي چې د معيوبيت او معلوليت لرونکو وګړو د فرهنګي او ادبي فعاليتونو لپاره ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، خو ځينې موسسې شته چې د دوى لپاره ځانګړې فرهنګي او ټولنيزې خپرونې لري.  

دغه شاعر او سياستوال د تلپاتې شعر په اړه وويل:"که خلص ووايم جاويدانه او هميشنى  شعر هغه دى چې له زړه نه راپورته شوى وي، په اشخاصو او سياستونو پورې اړه ونه لري، فقط انساني او طبيعي هيلې په واقعي مانا سره انځور کړي. "

  بريال د مرکې په پاى کې  وغوښتل چې د خپل ځان او معيوب قشر په اړه  خپل ليکلي وروستي لنډ  شعرونه له پژواک سره شريک کړي چې يو يې په دې ډول و:

" ژوند داستان د ناهيليو که د هيلو رنګينې دي  -   د ناکامه  ارمانونو  او برياوو  ترانې  دي-

دم قدم چې يې وي مينه ها سپېڅلو ته سلام دى -    د همدې په زړه کې پټې څه نايابه خزانې دي."

د دې ځانګړې مرکې په پاى کې له بريال غوښتنه وشوه چې د معلوليت لرونکو  د نړيوالې ورځې په مناسبت څه پيغام لري، وويل:" موږ بايد خپل ملي وحدت وساتو، ټولنيزه او سياسي هوښياري وساتو، زغم ولري، خداى مه کړه چې د استخباراتي توطيو قرباني نه شو، دا بحرانونه خو راباندې تېر شول، خو  د راتلونکو نسلونو د نجات لپاره  بايد په ټول ځواک کوښښ وکړو. "

 د يادونې ده چې بريال له سناتورۍ وړاندې هم د معلولينو د ځينو سازمانونو د ټولنې مشري کوله او د هغوى د حق تر لاسه کولو لپاره په مبارزه بوخت و.

 بريال وايي چې مشرانو جرګې ته هم د معيوبيت او معلوليت لرونکو په غوښتنه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا انتصاب شوى دى.

د ده په وينا، په اويايمه لسيزه کې په کابل کې د کورنيو جګړو پر مهال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ او هلته يې د بريل ليک تر زده کولو وروسته د افغان کډوالو په مېشت غالو کې فرهنګي کارونه کول.

بريال واده کړى، اوسمهال دوه زامن او درې لوڼې لري، له خپل ژوند څخه خوښ او راتلونکي ته زيات هيله من دى.  دى له  نورو معيوبينو هم غواړي چې پر ځان باور ولري او د خپلې راتلونکې لپاره له هيلو سره ژوند وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور