باميان (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): سږ کال په باميانو کې څه باندې ١١ ټنه شات (عسل) چې ارزښت يې تر ٩ ميليونه افغانيو لوړ دى، ترلاسه شوي او ډېرى خلک کورني شات کاروي چې د ښه کيفيت له مخې يې د بهرنيو شاتو ځاى يې نيولى دى.
د باميانو د کرنې چارواکي وايي چې ٤٠٠ نارينه او ٣٠٠ ښځې د شاتو مچۍ لري چې تر ټولو په زړه پورې شات له طبيعي ګلونو او شاوخوا دوه زره صندوقه مچيو څخه ترلاسه شوي دي.
د باميانو د کرنې ادارې مشر انجنير محمدطاهر عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مچۍ لرونکي د ولايت په مرکز او کهمرد، پنجاب، شيبر او ورث ولسواليو کې تر يوه چتر لاندې په يوه ټولنه او کوپراتيف کې فعاليت لري.
هغه زياته کړه چې سږ کال يې ١١ ټنه او ٣٠٠ کيلو شات ترلاسه کړي چې يو کيلو يې د هغو نوعيت او کيفيت ته په پام سره له ٧٠٠ نه تر زرو افغانيو پورې پلورل کېږي او ښه بازار يې موندلى دى.
د دې محاسبې له مخې، د دې اندازې شاتو بيه څه باندې ٩ ميليون افغانيو ته رسېږي.
د کرنې مشر زياته کړه چې تېر کال له دې امله چې کوپراتيف نه و جوړ شوى، شمېره يې نه درلوده، خو بيا هم د سږ کال حاصلات د تېر کال په پرتله په احتمالي ډول دوه چنده شوي دي.
هغه وويل: ((مچۍ ساتل يو داسې کسب دى چې د مېوو د محصولاتو پر لوړوالي يې هم اغېز کړى او کله چې مچۍ د مېوو له ګلونو ګرد وڅنډي، نو حاصلات يې لوړېږي.))
شات (عسل) يو ډول خوندوره او روغتيا ته ګټوره ماده ده چې د شاتو مچيو په وسيله له طبيعي او مېوو له ګلانو تر تعذيې وروسته ترلاسه کېږي.
د شاتو مچيو لرل او د شاتو توليدول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د شاتو مچيو د لرونکو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د عايد يوه غوره سرچينه جوړوي.
د باميانو د مرکز فولادي سيمې اوسېدونکې خديجې وويل: ((مچۍ ساتل کوم سخت کار نه دى، اسانه دى او موږ د خپل کور شا ته ځمکو کې صندوقونه اېښي او شات ترې اخلو.))
دا مېرمن چې پنځه ماشومان لري او خاوند يې کروندګر دى، وايي چې له څلورو کلونو راهيسې يې دری صندوقه مچۍ له بازاره پېرلې چې اوسمهال ١٨ صندوقو ته رسېدلې او سږ کال يې د شاتو د پلور له اړخه ٨٠ زره افغانۍ ترلاسه کړې، هر صندوق تر ٦٠ زرو پورې مچۍ لري چې بيه يې پنځه سوه زره کېږي.
هغه زياته کړه چې ډېر شات ورنه د سيمې خلک پېري او دا کسب د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې اغېزناک ثابت شوى دى.
د زرين ګلې په نوم د مچيو يوې بلې روزنکې وويل چې تېر کال ورته د ټولنيزې پراختيا موسسې درې صندوقه د شاتو مچۍ وړيا ورکړې او سږ کال يې ٢٦ کيلو حاصل ترې واخيست.
دې مېرمنې وويل: ((هوډ مې کړى چې راتلونکى کال د صندوقونو شمېر په خپلو شخصي پيسو زيات کړم او زياته ګټه ترلاسه کړم.))
د (کوه بابا) په نوم د مچيو روزنې د يوه فارم مشر محمدامين زماني چې د باميانو، دايکنډي، غور او ميدان وردګو په ګډون مرکزي سيمو کې فعاليت لري، وويل: ((د هزاره جات شات ډېر خواږه او ښه بوى لري، لامل يې هم دا دى چې اکثره شات د ګل خار په ګډون له وحشي او غرنيو ګلونو اخيستل کېږي.))
هغه زياته کړه چې د دې سيمو د شاتو خوند ښه او لوړ کيفيت لري، په همدې سبب يې بيه هم د نورو ولايتونو د شاتو او بهرنيو هغو پر وړاندې لوړه ده.
زماني وويل چې اوسمهال کورنيو شاتو د بهرنيو حاى نيولى او اکثر خلک يې ترې ګټه اخلي.
زماني وويل چې کورنيو شاتو اوسمهال د بهرنيو شاتو ځاى نيولى او ډېرى خلک له کورنيو شاتو کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ايراني او پاکستاني شات هم باميانو ته راځي، پاکستاني شات کيلو په ٣٠٠ افغانۍ او ايراني په ٤٥٠ افغانۍ پلورل کېږي، خو کورني شات تر زرو افغانيو پورې بيه لري او د بيې له لوړېدو سربېره هم خلک د خوند او نږه والي په سبب ترجيح ورکوي.
د پنجاب ولسوال رستم علي پناهي وويل چې دا ولسوالي سږ کال د شاتو د توليد له اړخه له کهمرد ولسوالۍ وروسته په باميانو کې دويم رديف کې راغلې ده..
هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې له نارينه وو زياتې ښځې د مچيو په روزنه بوختې دي چې د کورنيو له اقتصاد سره ښه مرسته کوي.
پناهي وويل: ((موږ په خپله ونډه کې کوښښ کوو چې ښځې وهڅوو، څو دا محصول د مچيو له روزنې سره لوړ کړي او له دې کار نه ګټه واخلي.))
په کهمرد ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون ٦٧ کسه د اغاخان پراختيايي شبکې (ايکيدن) تر ملاتړ لاندې دي چې په لومړيو کې د مچيو ساتلو وړيا صندوقونه ورکول کېږي.
د کرنې چارواکي وايي چې د باميانو په مرکز او پنجاب ولسوالۍ کې د ټولنيزې پراختيا موسسې لسګونو مېرمنو ته د مچيو صندوقونه وېشلي چې ټول اوس پر ځان بسيا دي او د مچيو د روزنې په ټولو برخو کې يې کافي مهارت تر لاسه کړى دى.
شات د انسان د روغتيا لپاره ګټور دي. د قران کريم د ١٤مې سيپارې د ((النحل)) سوره کې د شاتو يادونه شوې او په دې اړه په دې اړه د دې سورت په يوه ايت کې راغلي: ((... [شات] د انسانانو لپاره شفاء ده...))
د مچۍ لرونکو په خبره، د شاتو يوه مچۍ ٤٥ورځې عمر لري او په هره مياشت کې له هر صندوق نه د شاوخوا ٢٠کيلوګرام شات په لاس راځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










