منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۲ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هلمند کې سږ کال ۱۳ ټنه شات تولید شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۴): په هلمند کې د شاتو مچيو روزنې د پام وړ وده کړې ده او له همدې امله سږ کال په دغه ولایت کې ١٣ ټنه شات توليد شوي دي.

په هلمند کې شاوخوا دوه کاله وړاندې د کارډف (د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام) موسسې له خوا د دغه ولايت يو شمېر بزګرانو ته د شاتو مچۍ ووېشل شوې.

له همدې امله نن د  هلمند په بست پوهنتون کې د شاتو يو نندارتون هم جوړ شوی و.

د يادې موسسې مشر بريالي هلمند پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نندارتون کې د مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک، مارجې، ناوې او ځينو نورو ولسواليو بزګرانو خپل د شاتو توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دى وايي چې دغه نندارتون د يوې ورځې لپاره دى او شاوخوا ٧٠ بزګرانو په کې خپل د شاتو توليدات نندارې ته وړاندې کړي.

د هلمند د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د شاتو مچيو په دغه ولايت کې ښه وده کړې ده.

هغه وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ١٣ټنه شات توليد شوي دي.

هغه زياته کړه: ((يو شمېر بزګرانو د شاتو توليداتو په اړه موږ ته خپل معلومات نه دي راکړي نو کېداى شي له دې هم د شاتو توليد ډېر وي.))

د نومړي په وينا، د شاتو پلورولو په برخه کې دمګړۍ هېڅ ډول ستونزې نشته او شات په چټکۍ سره پلورل کېږي.

د بُست  پوهنتون استاد محمدهاشم نوراني پژواک ته وويل چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه اساسې موخې د شاتو مچيو د روزولو لپاره د بزګرانو هڅونه او شاتو ته د بازار موندل دي.

هغه زياته کړه: ((هلمند د شاتو مچيو د روزلو لپاره ډېر مهم او ښه ولايت دى.))

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يوه بزګر تورجان پژواک ته وويل چې دوه کاله وړاندې يې دوه صندوقه د شاتو مچې درلودې خو اوس يې شمېر نهو صندقونو ته لوړ شوى دى.

هغه وويل: ((په دې کال مې ١٥٠ کيلو شات ترلاسه کړي دي، دلته مچۍ په هر کال کې پنځه ځلي شات کوي.))

خو ده وويل چې په دغه ولايت کې د شاتو مچيو پر وړاندې يواځېنۍ ستونزه د غومبسو شتون دى چې د شاتو مچې وژني.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست شکرالله شاکري هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د شاتو د مچيو د حاصلاتو کچه لوړه وه.

خو ده وويل چې بزګرانو ته بايد د شاتو مچيو د ساتلو په برخه کې روزنه ورکړل شي تر څو د شاتو مچېۍ ترې مړې نه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه