کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٤): د کابل ښار په کارته نو سيمه کې د جمعيت اصلاح ټولنې له لوري د سيرت النبي کنفرانس ترسره شو.
د جمعيت اصلاح د کارته نو سيمه ييز دفتر مسوول دوکتور فصيح الله د ليندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کنفرانس کې د خويندو په ګډون سلګونو کسانو ګډون کړى و.
ده زياته کړه، له دې کنفرانس څخه موخه د سيرت النبي په اړه خلکو ته پوهاوى ورکول و، ترڅو په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلي او عملي يې کړي.
د هغه په وينا، که چېرته د رسول الله سيرت مطالعه شي او هغه عملي شي، نو په ټولنه کې به اصلاح او سمون رامنځ ته شي.
په کابل کې د حاجي عبدالرحمن د جومات خطيب او د مجمع علمي علماء افغانستان ټولنې مرستيال مولوي عبدالسلام عابد په دې غونډه کې وويل، په هر مسلمان باندې لازمه ده چې د رسول الله د سيرت په اړه پوهاوى ترلاسه کړي او په خپل ژوند کې ترې عملي ګټه واخلي.
د ده په خبره، د قران کريم د تلاوت ترڅنګ بايد د پيغمبر د سيرت په اړه هم بايد مطالعه ولرو او ځان پرې پوه کړو، ځکه هر وخت موږ ته نوى پيغام راکوي.
په دې کنفرانس کې د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد د دې کنفرانس له جوړوونکو څخه په مننې کولو له خلکو وغوښتل، چې په دغه ډول پروګرامونو کې هر وخت ګډون وکړي.
د ولايتي شورا غړي مولوي عطاءالله فيضان هم د جمعيت اصلاح ستاينه وکړه، چې په ټولنه کې د اسلام د اصيل فهم د خپرېدو لپاره هلې ځلې کوي او له خلکو يې وغوښتل، چې ورسره هراړخيزه همکاري وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










