منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جهاني: يو صلاحيت لرونکي کمېسيون به د رسنيو څارنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کندهار(پژواک،١٣ليندۍ٩٤): د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وايي، په دې وروستيو کې يې يو صلاحيت لرونکى کمېسيون جوړ کړى چې دنده به يې د رسنيو څارنه او کنټرول وي.

عبدالباري جهاني دغه څرګندونې کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولايت له فرهنګيانو او ليکوالو سره په يوه غونډه کې وکړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

جهاني وويل، په مرکز کې يې يو صلاحيت لرونکى کمېسيون جوړ کړى، څو د ټولو تصويري، ږغيزو او چاپي رسنيو د څار او کنټرول چارې ترسره کړي.

ده خبر ورکړ چې په ولايتونو کې به هم د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو په مشرۍ ورته کمېسيونونه جوړ کړي چې د ژورناليستانو تر څنګ به يې د څارنوالۍ، امنيت او نورو ادارو کارکوونکي غړي وي.

هغه زياته کړه، دغه کمېسيونونه به پوره صلاحيت ولري، څو رسنۍ کنټرول کړي او د هغو کړنو مخنيوى وکړي چې د قانون او ملي ارزښتونو خلاف وي.

نوموړي ومنله چې د هېواد په کچه يو شمېر رسنۍ له قانون پښه اړوي او داسې څه خپروي چې د هېوادنيو ارزښتونو ضد دي.

هغه په هېواد کې د ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک او نورو پر ناسمه کارونه هم نيوکه وکړه او ويې ويل، د دې پر ځاى چې له دې لارې د روڼ اندۍ، علمي او ټولنيزې ودې لپاره کار وشي، د يو بل په خلاف د ناسمو تورونو، سپکو سپورو لپاره کارول کېږي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې له بده مرغه په هېواد کې د مطالعې فرهنګ له منځه تللى چې د بيرته را ژوندي کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دې د هېواد په کچه تاريخي ابدات هم له ګواښونو سره مخ وګڼل او ويې ويل هڅه کوي، تاريخي ابدات خوندي شي او په دې برخه کې به د خلکو د عامه پوهاوي پر زياتولو تمرکز وکړي.

هغه دا هم وويل چې د مرکز کابل تر څنګ به په دې برخه کې ډېر کار وکړي چې وخت په وخت په ولايتونو کې هم علمي او څېړنيز سمينارونه او فرهنګي غونډې جوړې کړي.  

په دې غونډه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک وويل، چې د دې ولايت تاريخي ابداتو د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله زيان ليدلى او دغه راز په ډېرو مواردو کې تاريخي ساحې غصب شوې او يا نړول شوي دي، چې د ساتنې لپاره يې اقدام په کار دى.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل د يونيسکو نړيوال سازمان د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې کار کوي، خو په کندهار کې دغسې څه نه ليدل کېږي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې اړوند وزارت دې د کندهار يوازينۍ دولتي مطبعه- چې اوس فعاله نه ده- بيرته فعاله کړي.

د کندهار پوهنتون د باچا خان څېړنيز مرکز مشر انجنير شېر شاه رشاد هم د ورته غوښتنو تر څنګ يادونه وکړه چې د پخوا په څېر دې دې هېواد په کچه د شعر، داستان، ډرامې او نورو ادبي ليکنو په برخه کې د کلنيو جايزو لړۍ بيا پيل شي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې په کندهار په ناحيو کې دې کتابتونونه جوړ شي، څو ځوانان مطالعې ته وهڅول شي او د دې تر څنګ دې د موسيقۍ، تياتر او تمثيل د بيا احيا لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شي.

جهاني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د احمد شاه بابا د مزار او خرقې مطهرې د ترميم له چارو هم ليدنه وکړه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور