مزارشريف (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۴): د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په روان کال کې د تېرو کلونو په پرتله د کرنيزو حاصلاتو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس، کاتب شمس د ليندۍ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې په روان کال کې د هر اړخيزو امکاناتو له مخې نه يوازې د بلخ، بلکې د ټول شمال زون کرنيزې چارې تر ډېره ښې پر مخ ځي.
نوموړي زياته کړه چې په شمال کې تر ټولو جدي ستونزه د اوبو کمښت دی چې په روان کال کې په طبيعي توګه د باراني اوبو له امله د کرنيزو اوبو زياتوالي د حاصلاتو په کچه کې زياتوالی راوستلی دی.
همدا راز د غنمو د اصلاح شوو تخمونو وېش او په مېوه لرونکو ونو زرګونه باغونه جوړول د دې لامل شول چې د حاصلاتو کچه لوړه شي.
د هغه په وينا، د دوی د اټکل له مخې سږ کال په بېلابېلو برخو کې کرنيزو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه لوړ شوي دي.
شمس وويل چې سږ کال به د بلخ له کروندګرو ۹ زره ټنه غنم وپېرل شي چې د بېړنيو حالاتو لپاره به يې وساتي.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې په دې کچه د غنمو پېرلو امکانات خورا کم وو، خو د روان کال باراني موسم او د وېشل شوو اصلاح شوو تخمونو له برکته د غنمو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه دي.
دغه چاره يوازې د بلخ د کروندګرو د تشويق لپاره کېږي چې له نورو مضره کښتونو څخه لاس واخلي او د روا ا و د کار وړ کښتونو باندې پانګونه وکړي.
نوموړي همداراز وويل چې دمګړۍ په ټول ولايت کې د ۳۸۰ ټنه د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ روانه ده.
د کرنې او مالدارۍ رييس وويل چې له تېرو څو کلونو په شمال کې پر ۶زره هکتاره ځمکه د مېوو زرګونه باغونه اېښودل شوي چې ډېری يې پر حاصل راغلي دي.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره سړې خونې، د پروسس اسانتيا، د اصلاح شوو تخمونو د توليد چارې ترسره کېږي.
خو د هغه په وينا، د شته ټولو اسانتياوو تر څنګ په بلخ کې لا هم د کرنيز پرمختګ لپاره ډېره شونتيا شته چې بايد مرکزي دولت ورته پام وکړي.
شمس وويل چې سږ کال پر باراني اوبو سربېره هم بلخ په روان کال کې د کرنيزو اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دی.
نوموړي زياته کړه چې دلته لا هم ډېری کروندګر خپله ټوله ځمکه د اوبو د کمښت له امله هر کال نه شي کرلی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










