منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د طالبانو تر منځ د زابل په جګړو کې سلګونه کسان وژل شوي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٤  ليندۍ ٩٤): د زابل چارواکي او وسله والو ته نږدې سرچينې وايي چې د زابل په دريو ولسواليو کې د طالبانو په خپلمنځي جګړو کې  له دواړو لوروسلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.

دا جګړې د روان لمريز کال د لړم په ١٥مه وروسته له هغه پيل شوې چې د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله د ورور ملا منصور دادالله په مشرۍ وسله والې ډلې چې د ازبک وسله والو ملاتړ هم ورته حاصل و، د طالبانو د نوي مشر ملا اختر منصور له منلو انکار وکړ.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې تر اعلان وروسته ملا  اختر منصور  د دې ډلې د نوي مشر په توګه وټاکل شو چې د ملا منصور دادالله په ګډون يو شمېر پخوانيو چارواکو او قوماندانانو ورسره مخالفت وکړ.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي هغه مهال پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې دا جګړه لومړى په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل شوه او بيا وروسته خاک افغان او دايچوپان ولسواليو ته هم وغځېدله.

هغه زياته کړه چې په دې جګړو کې تر ١١٠ زيات کسان وژل شوي او همدومره ژوبل دي او ډېرى مرګ ژوبله د ملا منصور دادالله او داعش وسله والو ته اوښتې ده.

د زابل د ارغنداب ولسوال حاجي مومند نصرتيار وايي چې د وسله والو مخالفينو په جګړو کې د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ملکي وګړي نه دي وژل شوي خو زياتوي چې په دايچوپان ولسوالۍ يو ملا چې داعش ته يې د جنګ فتوا ورکړې وه، د طالبانو له خوا اعدام شوی دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په خاک افغان ولسوالۍ يو شمېر هغه کسان چې له منصور دادالله او ازبک جنګيالو سره يې اړيکې درلودې، وژل شوي او ځيني بنديان دي خو ولسوال يې کره شمېر ونه ښود.

ولسوال وايي چې  په يادو سيمو کې اوس هم د طالبانو له خوا پلټنې روانې دي، خلک تر نيول کېدو وروسته پلټنې ترې کوي او بيا يې بندي کوي.

د هغه په وينا، طالبانو د هغو کسانو لېستونه موندلي چاچې  له ازبکانو يا منصور دادالله سره يې مرستې کولې، دغه راز د جګړو پر مهال لسګونه ازبک وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ هم وايي چې د طالبانو له خوا د خاک افغان يو شمېر اوسېدونکي چې له ازبکو او منصور سره يې اړيکې درلودې، د جنګ پر مهال او تر جګړې وروسته وژل شوي.

هغه وايي چې لسګونه کسان له طالبانو سره بنديان دي او نور يې شاه جوى او کلات ته تښتېدلي دي.

د خاک افغان ولسوالۍ يو قومي مشر چې نه غواړي يې نوم يې واخيستل شي،  وايي چې طالبانو د منصور دادالله، ملاعبدالله کاکړ او د ازبکو يو قوماندان اکرم تر ژوندي نيولو وروسته له لسګونو ملګرو سره وژلي دي.

سرچينه زياتوي، يوې ازبکې مېرمنې په خپل کور کې ځان ته چاودنه ورکړه او تر لسو ډېرې ښځې او ماشومان يې ووژل.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې په ياده جګړه کې د وژل شوو او ټپي کسانو شمېر چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي،  سلګونو ته رسېږي.

پژواک اژانس يو داسې غږ هم ترلاسه کړى چې په خاک افغان ولسوالۍ کې يو طالب خپل ملګري ته د ټيلېفون په ليکه معلومات ورکوي.

په دغه غږ کې راغلي: ((په خاک افغان ولسوالۍ کې يې ټول ملګري وژلي دي، تر دې پورې چې کوچنيان او ښځې هم په کې شامل دي، هغه مېلمانه يې په بشپړه توګه له منځه وړي دي او د ملادادالله اړوند د پلويانو کورونه يې هم چور کړي  دي.))

په زابل کې طالبانو ته يوې نږدې سرچېنې پژواک ته وويل چې طالبانو د ملا منصور دادالله او د هغه د ازبک وسله والو چې له داعش سره يې هم بيعت کړى و، د ځپلو په موخه د هېواد له نورو سيمو څخه تکړه وسله وال او نښه ويشتونکي راټول کړي وو.

سرچينې زياته کړې چې طالبانو هم په خاک افغان، دايچوپان او ارغنداب ولسواليو کې د دوى پر ضد عمليات په لاره واچول او  دا چې دوى  باغيان دي، نو د وژلو لپاره يې د کوېټې د يوه ملا فتوا هم راوړې وه.

طالبانو ته نږدې دې سرچينې وويل: (( طالبانو درې زره کسان راټول کړي وو او له دوى سره هغه عصري وسلې هم وې، چې ايران ورته دداعش ځپلو په موخه ورکړې وې.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د يادو ولسواليو په ٧٥ کليو کې عمليات ترسره کړل او سلګونه خپل مخالفين يې ووژل او ١٥٠٠ نور يې اسيران کړي دي.

سرچينه زياتوي چې په وژل شوو کې ملا منصور دادالله، د هغه مشر ورور حاجي لالا او د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.

په زابل ولايت کې سرچينې وايي چې طالبانو له ازبک وسله والو يواځې د دې ډلې د مشر طاهر يلداش ورور او ١٥ کسان ژوندي پرېيښي نور ټول يې وژلي دي.

خو طالبان دا ادعاوې ردوي او زياتوي چې په يادو جګړو کې ډېره کمه مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل چې په دې جګړو کې ٣٠ تنه وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

هغه زياتوي: ((په زابل کې ډېر کم تلفات ازبکانو او نورو شريرو ډلو ته اوښتې، ډېری يې تسليم شوي دي، تسليم شوي کسان چې کورنۍ هم ورسره دي يو خوندي ځای ته لېږدول شوي او په آزاد ډول ژوند کوي يواځې وسلې تر اخيستل شوې، څو د شرار مخه يې ونيول شي.))

قاري يوسف احمدي وايي، کومې ادعاوې چې د کابل اداره يا کوم بل څوک کوي هغوی تبليغات کوي او د باور وړ نه دي.

د هغه په وينا، په يادو سيمو کې دومره کسان نه اوسېدل، څومره چې دوى يې د وژلو ادعاوې کوي، هلته د ازبکانو ټول شمېر  ۹۸ تنه وو چې په مخالفت کې ولاړ وو او له ۳۰ پورې کورنۍ هم ورسره وې چې هغوی ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.

تر دې مخکې د يادو جګړو په اړه د وسله والو طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي وو چې يادې جګړې يواځې د ٢٤ ساعتونو لپاره وې او بيا پاى ته ورسېده.

په خبرپاڼه کې راغلي وو: ((دا جګړه له هغو کسانو سره وه چې ځانونه د داعش وسله وال بولي، پر طالبانو د بغاوت، ګوډاګيتوب او نور  بدالزامات لګوي او مجاهدين مرتدين بولي، دغه ډله تر دې مخکې په ننګرهار ولايت کې هم د طالبانو پر ضد بغاوت کړى و.))

خو د  زابل په جګړه کې د ښکېلې بلې ډلې ( ملا منصور  دادالله) وياند قاري حمزه له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې  ويلي وو، د طالبانو د ملا اختر منصور ډلې د يوه ځايي وسله وال قوماندان حبيب باشي سره اتحاد کړى او د دوى پر ضد يې وسله وال بريدونه پيل کړي وو.

هغه زياته کړې چې حبيب باشي د جاغوري ولسوالۍ له لارې خاک افغان ته خپلې مليشې رسولي دي، دې مليشو د ملا اختر منصور وسله والو سره يو ځای پر خاک افغان او ارغنداب ولسواليو بريدونه پيل کړل.

ده ادعا کړې چې په دې جګړو کې د دوى يو شمېر پلويان ، ښځې او ماشومان وژل شوي، دغه راز دوى ويلي چې پرون يې په ځانمرګي بريد کې طالب مشرانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

قاري حمزه په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې وسله والو يې د طالبانو د زابل پر والي او نظامي مسوول ځانمرګى بريد کړى او له لسګونو وسلوالو يې وژلى دى، خو د طالبانو قاري يوسف احمدي دا ادعا رد کړې وه.

بلخوا طالبانو د يادو جګړو په اړه د خپلو پلټنو راپور خپور کړى ، په دې راپور کې يې ويلي، چې د ازبکستان داعشي وسله وال کله چې له وزيرستان څخه د کډوالو په توګه دلته راغلل، نو د امارت پر ضد يې کړنې پيل کړې او له منصور دادالله سره يې لاس يو کړ.

سرچينې زياته کړې، دوى لومړى يو پلاوى ولېږه، خو کله  چې پلاوى ناکام شو، بيا يې د علماوو بل پلاوى ولېږه، خو ازبک وسله وال يې خبرو ته پاملرنه ونه کړه.

طالبانو په دې راپور کې د ازبک وسله والو او ملا دادالله د ډلې د وسله والو د ناروا وو او ظلمونو څو بېلګې يې هم خپرې کړې چې پر خلکو يې کړې وې.

په راپور کې راغلي: ((تردې وروسته چې له داعش سره د سو له ييز حل هېڅ لاره پاتې نه شوه، طالبانو بيا هم د عملياتو وخت نه و ټاکلى و، چې پر دې مهال د هغوى له خوا دسيسه جوړه شوه او د زابل د مسوولينو د وژلو هڅه وشوه، په دې دسيسه کې ځينې طالبان ووژل شول، خو د مشرانو په وژلو کې ناکام شول، چې دغه کار د جګړې د پيل لامل شو.))

خو د ملا منصور دادالله د ډلې وياند قاري حمزه د دغه راپور په ځواب کې د راپور ادعاوې رد کړې او دا يې تش افواهات بللي دي .

هغه زياته کړې: ((د دې جګړې طرحه په ايران کې جوړه شوې وه ، ځکه چې د ايران له مرستې پرته اخترمحمد نه شواى کولی د ملا منصور دادالله او ازبک وسله والو سره وجنګيږي .))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه