منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراه کې په قيلون روږدېدو زده کوونکي له زده کړې اېستلي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې

 فراه(پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): د فراه ولايت په مرکز کې له قيلون سره د تنکيو ځوانانو ورځ تر بلې زياتېدونکې لېوالتيا اندېښنې  را پارولې او ددې ولايت د زده کوونکو په درسي سويه يې منفي اغېزه کړې ده.

پخوا به په قيلون کې تر ډېره له تنباکو نه کار اخيستل کېده، خو اوسمهال تر ډېره په کې د بېلابېلو مېوو له خوند سره صنعتي تنباکو کارېږي.

 په فراه ولايت کې د قيلون  کارول مخ په ډېرېدو دي.

ددې ولايت ځينې اوسېدونکي وايي چې قيلون په نورو مخدراتو د روږدي کېدو لپاره پيل او مقدمه ده او که چېرته يې مخنيوى ونه شي، ددې ولايت ځوان نسل به له خطرناک راتلونکي سره مخ شي.

د فراه په مرکز کې د محمد نادر ايوبي لېسې د لسم ټولګي ممتاز زده کوونکي رفيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل:(( که څه هم تر اوسه مې خپله قيلون نه دى څکلى، خو شپږ اووه ټولګيوال مې پرې روږدي شوي، ياني هره ورځ يا يوه ورځ وروسته يې څکوي... اکثره ورځې غير حاضر وي.))

 رفيع الله وويل چې د ښوونځي په هر ټولګي کې يو شمېر زده کوونکي په قيلون روږدي شوي، د ښوونځيو  چارواکو او ښوونکو دې ستونزې ته څه چندان پاملرنه نه  ده کړې.

د فراه ولايت په مرکز کې د استاد تيمورشاه  لېسې يوه زده کوونکي چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، وويل چې لومړى په قيلون کې د صنعتي تنباکو په څکلو روږدى شوى و، خو اوسمهال په چرسو او ترياکو هم روږدى شوى دى.

 هغه زياته کړه، درې کاله وړاندې يوه ټولګي وال د صنعتي تنباکو څکلو ته   وهڅاوه .

ده وويل:((خو دا عمل يو څو ورځې نور هم تکرار شو او بالاخره زه او ملګرى مې دې حالت ته ورسېدلو چې قيلون څکل مو د ورځنيو کارونو يوه برخه شوه، روږدي شوي وو او نه مو شواى  پرېښودلى.))

هغه زياته کړه:((هغه وخت نه پوهېدم، خو وروسته پوه شوم چې د کافي شاپ( قهوه تون) مالک د خپلو پېرونکو د ډېروالي لپاره په قيلون کې يوه اندازه چرس يا ترياک اچول... دوه کاله تېر شول، بالاخره مې د چرسو او ترياکو څکلو ته مخه کړه.))

 نوموړي زياته کړه چې درې کاله وړاندې د خپل ټولګي اووم نومره و، خو وروسته يې چې قيلون ته مخه کړه، له درس سره يې لېوالتيا کمه شوه او دوه کاله وړاندې په کلنۍ ازموينه کې مشروط شو.

د فراه ولايت د ښوونکو ټولنې مشر او د فراه په مرکز کې د شيخ ابو نصر فراهي د لېسې ښوونکي  حميدالله رحماني د اندېښنې په څرګندولو سره وويل:(( په فراه کې د زده کوونکو د درسې سويې د ټيټېدو يو لامل همدا کافي شاپونه او د قيلون څکل دي.))

دهغه د معلوماتو له مخې، څه باندې څلوېښت سلنه فراهي ځوانان اوسمهال د قيلون په څکلو روږدي دي چې څه باندې شل سلنه يې د ښوونځيو زده کوونکي جوړوي.

 رحماني وويل، د قيلون څکل په ځوانانو کې په يوه عادت بدل شوي او اکثره وختونه زده کوونکي د درس پر مهال په يوه بهانه له ټولګي وځي او څو کسه يو ځاى کافي شاپ ته د قيلون څکلو لپاره ځي.

هغه زياته کړه چې پخوا به په خالي وختونو کې زده کوونکي کتابتون ته تلل، يا به يواځې او ډله کې له کتابونوسره پارک ته تللى او سبقونه به يې ويل، خو اوس ټوله ورځ په کافي شاپونو کې قيلون وهي.

هغه وويل چې دې کار د زده کوونکو پر سويه هم ناوړه اغېز کړى او که چېرته يې مخنيوى ونه شي، ناوړه عواقب به ولري، ځکه چې دا ډول ځوانان نوروغير قانوني کارونو ته لاس اچوي.

 د فراه ولايت د پوهنې رياست د خونديتوب مدير نورمحمد راسخ وويل:((هو! د ښوونځيو ګڼ شمېر زده کوونکي په  قيلون روږدي شوي او دا ناسم فرهنګ د ځوانانو تر منځ د پراخېدو په حال کې دى.))

هغه زياته کړه چې پوهنې رياست څو ځله له امنيه قوماندانۍ غوښتنه کړې چې د کافي شاپونو نه قيلونونه را ټول کړي، خو دا کار نه دى شوى.

خو هغه زياته کړه:((موږ غواړو چې له اړوندو ارګانونو يوه ګډه کمېټه جوړه کړو، څو په قيلون د پوهنې د زده کوونکو مخنيوى وکړي.))

 هغه له ميندو او پلرونو هم غوښتنه وکړه چې د خپلو اولادونو په سالمه روزنه کې هڅه وکړي.

کافي شاپونه د کتابتونونو د مراجعينو د کمښت سبب شوي. د فراه يو شمېر فرهنګيان او د کتابتونونو خاوندان وايي، لکه چې په فراه کې قيلون دود شوى او ځوانان يې جذب کړي، د کتابتونونو مراجعين سخت کم شوي دي.

د فراه د عامه کتابتون مدير فضل احمد وويل چې کلونه وړاندې هره ورځ شاوخوا پنځلس کسانو عامه کتابتون ته مراجعه کوله، خو اوس په فراه ښار کې د قيلون شاوخوا لس کافي شاپونه جوړ شوي چې اکثره ورځې کتابتون مراجعين نه لري.

هغه زياته کړه:((کافي شاپ د ځوانانو په منځ کې د کتابتون او قيلون د کتاب ځاى نيولى دى.))

ناسم باورونه

د فراه ولايت د عامې روغتيا رياست د پنځوس بستريز روغتون امر عبدالودود انوري وويل چې د کافي شاپونو مالکان د خلکو د تېر اېستلو لپاره وايي چې د ميوې مصنوعي تنباکو دي چې زيان نه لري.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په ټوله کې قيلون د ځينو ناروغيو لکه د حافظې ګډوډۍ، د خولې، مرۍ،سږو، ګردې، مثانې، معدې د سرطان، د زړه درېدو او نورو ناروغيو سبب ګرځي.

انوري زياته کړه چې څو ځله يې د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره مبارزې ادارې نه غوښتنه کړې چې د کافي شاپونو له منځه قيلونونه راټول کړي او د ځوانانو د ورتګ مخه ونيسي.

د قيلون کارول بايد جرم وګڼل شي

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت چاراکي قيلون يوه جدي، ټولنيزه او ملي ستونزه بولي او په دې باور دي چې د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې بايد په قوانينو کې جرم وټاکل شي.

د فراه امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال فقيرګل اميني، په دې اړه وويل:(( موږ پوهېږو چې زرګونه فراهي ځوانان د قيلون په څکولو روږدي شوي دي.))

 خو هغه وويل، په دې برخه کې له دې امله کار نه شي کولى چې د قيلون کارول په قوانينو کې جرم نه ګڼل کېږي.

هغه وويل چې د قيلون کارولو د مخنيوي لپاره بايد قيلون په قوانينو کې جرم وبلل شي، يا ولسمشر په دې برخه کې کوم تقنيني فرمان صادر کړي، ياد ا چې ولايتي چارواکي د پوځي ناستې په ترڅ کې په دې اړه د ممانعت پرېکړه صادره کړي.

د قيلون کارونه په دې وروستيو کې لومړى په هرات او وروسته دهېواد په بېلابېلو برخو کې دود شوه.

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور