منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۷ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې د مميزو لپاره ٦٢ عصري خونې جوړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د کرنې وزارت د هرات په انجيل، کرخ، ګذره او زنده جان ولسواليو کې د انګورو بڼوالو ته ۶۲ عصري کشمش خونې جوړې کړې دي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) د معلوماتو له مخې، دغه کشمش خونې د روان ميلادي کال په اوږدو کې د دې  پروژې له خوا جوړې شوې او هره يوه يې په يو وخت کې د لس زره او څلور سوه کيلوګرامه انګورو د وچولو وړتيا لري.

 سرچينه زياتوي چې له لس زره او څلور سوه کيلو ګرامه انګورو څخه ۲۶۰۰ کليوګرام کشمش توليدېږي.

سرچينه ليکي چې هره کشمش خونه اته زره (۸۰۰۰) ډالره لګښت لري چې ۶۰۰۰ يې ياده پروژه  او پاتې نور يې بڼوال ورکوي.

د انجيل ولسوالۍ د شادي جام کلي اوسېدونکی ګل احمد خان  يو له هغو بڼوالو دى چې د کرنې وزارت ورته کشمش خونه جوړه کړې ده.

هغه  وايي: ((د دې کشمش خانې په برکت مو نه يواځې دا چې  د کشمشو کيفيت ښه دی، بلکې نرخ يې هم ۲۵ سلنه لوړ شوی.))

ده زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې به نورې عصري کشمش خونې هم جوړه کړي ځکه چې هلته دوه سوه نورو کشمش خونو ته هم اړتيا ده

ګل احمد وويل: ((په عصري کشمش خونو کې ضايعات کم وي، کيفيت يې ښه وي او نرخ يې هم لوړ وي.))

د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه ليکي په پام کې لري چې په راتلونکي کال (۲۰۱۶)  کې په هېواد کې دوه پوړيزې کشمش خونې هم جوړې کړي چې په لاندې پوړ کې به د بسته بندۍ چارې پر مخ ځي او پورته پوړ به يې د انګورو د وچولو لپاره وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه