منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شمال زون کې د باغونو جوړېدو لړۍ پيل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۴):د روان کال په مني موسم کې د شمال زون په پنځو ولايتونو کې په ۱۵۰۰جريبه ځمکه کې د ميوه لرونکو ونو د باغونو د جوړېدو لړۍ پيل شوه.

دغه لړۍ نن د ليندۍ په ۱۷مه، د شمال زون له بلخ ولايت څخه پيل شوه، چې په لړ کې به يې د بلخ  په ۳۰۰ جريبه ځمکه کې نوي ميوه لرونکي باغونه جوړشی.

په شمال زون کې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې پروژې له لارې بزګرانو ته د بڼوالۍ اړوندې زده کړې، ځينې وسايل او نيالګي ورکول کېږي.

ده ونه ويل چې د دې پروژې ټول لګښت څومره کېږي.

 د هغه په وينا،د شمال زون په يادو ولايتونو کې بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب شامل دي او په دې ولايتونو کې  د ۱۵۰۰ جريبه باغونو د ايښودو لپاره  ځمکه سروې شوې ده.

ده زياته کړه، چې د روان کال د مني موسم تر پايه  به په دې ولايتونو کې  په پام کې نيول شوي باغونه کېنول شي.

د هغه په وينا، په يادو باغونو کې به د شفتالو، زردالو، بادام، انار، ناک، مڼې، غوځان او نورو نيالګي شامل وي.

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس وايي، چې د باغونو جوړولو ياده لړۍ د کروندګرو د اقتصادي حالت د ښه کېدو په موخه پيل شوې ده.

چارواکي وايي چې د يادې پروژې په مرسته تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې   ۶۶۴۵ باغونه کېنول شوي دي.

محمد رسول، چې د مزارشريف ښار په ګورمار سيمه کې يې په اووه جريبه ځمکه کې باغ جوړ کړی، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که دولت ورسره همکاري وکړي نو د نړيوال مارکېټ په معيار برابرې ميوې توليدولى شي.

ده زياته کړه، چې د باغدارۍ لپاره له ټولو جدي ستونزې د کرنيزو اوبو کمښت او سړو خونو نشتوالی دی.

د هغه په وينا، د يادو ستونزو له امله يې هم حاصل کم وي او هم د تر لاسه شوې ميوې د ساتنې لپاره وړ ځای نه لري.

په شمال زون کې د باغدارۍ د ملي پروژې مسول جباري وويل، چې د باغدارۍ په برخه کې د ښه حاصل اخيستو په موخه به په نږدې موده کې د کرنيزو اوبو د ذخيرې لپاره ۲۵۰ کندې جوړې کړي.

خو ده زياته کړه، چې د کرنې وزارت بايد د ميوو د ساتنې په موخه په هغو سيمو کې، چې باغونه ډېر کېنول شوي وي، سړې خونې هم جوړې کړي.

د هغه په وينا، په هېواد کې په نړيوالو معيارونو برابرو ميوو شونتيا خورا زياته ده؛ خو چې د باغونو د ساتنې چارې په سمه توګه پر مخ لاړې شي.

جباري وويل، چې د افغانستان مڼې، انګور، او بادام په نړيوال مارکېټ کې ښه ځای لري.

د هغه په وينا، په شمال زون کې له تېرو څو کلونو راهيسې د يادې پروژې له لارې تر دې دمه کابو ۳۰زره جريبه ځمکه کې د ميوه لرونکو ونو باغونه کېنول شوي دي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه